د هند په شمالي لویدیځ ښار احمد آباد کې د هند د هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې چې ۲۴۴ کسان پکې سپاره ول. د سيمې د پوليسو په حواله تر ۱۰۰ جسدونه د احمد آباد ملکي روغتون ته انتقال کړل شوي دي.
د احمد آباد ښار د پوليسو مشر جي اس ملک، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتکې د رالوېدو په پېښه کې ظاهراً هیڅ مسافر ژوندی نه دی پاتېانځور: Ajit Solanki/AP Photo/picture alliance
اعلان
د احمد آباد ښار د پوليسو مشر جي اس ملک، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتکې د رالوېدو په پېښه کې ظاهراً هیڅ مسافر ژوندی نه دی پاتې. د سيمې پوليسو همدا راز په هغه ځای کې چېرې چې الوتکې سقوط کړی دی، پر ځمکه هم د موجودو خلکو د وژل کيدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. هندي چارواکو تر دې دمخه په پېښه کې د «ډېرو کسانو» د وژل کيدو خبره کړې وه.
نن، پنجشنبه د هند د هوایي شرکت يوه الوتکه چې ۲۴۴ کسان پکې سپاره ول، د هند په احمد آباد کې یې سقوط کړی دی. دا الوتکه له هوايي ډګر څخه تر پرواز څو دقيقې وروسته لوېدلې وه.
د ژغورني عملې غړيو هم ويلي ول چې د لږ تر لږه ۳۰ تر ۳۵ پورې کسانو جسدونه یې د پېښې له ځای څخه را ايستلي دي او دا چې ډېر کسان لا بند پاتې دي.
خو د احمد آباد پوليسو بيا د رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ۱۰۰ ډېر جسدونه سيمه ایز روغتون ته وړل شوي دي.
يوه لوړپوړي هندي چارواکي د رويترز خبري آژانس ته ویلي: « الوتکه د ډاکترانو پر يوې لیلیې باندې را لوېدله. موږ کابو ۷۰ تر ۸۰ سلنه ساحه تصفيه کړې او نوره به هم ژر تصفیه کړو.»
د هند هوايي شرکت تر دې مخه د ايکس شبکې له لارې ويلي ول: «دمګړۍ موږ د جزياتو ارزولو په حال کې يو ډېر ژر به تازه معلومات شريک کړو.»
د شرکت له خوا ويل شوي: «د ټپيانو نږدې پرتو روغتونو ته د انتقاليدو چارې روانې دي.»
د سيمه ایزو تلويزيوني کانالونو له لارې په خپرو شویو انځورونو کې ليدل کيږي چې د حادثې له ځای څخه تور دود او د اور لمبې پورته کیږي.انځور: Ajit Solanki/AP Photo/picture alliance
هوايي شرکت زياته کړې ده چې په دې الوتکه کې د لندن ګيټ وک هوايي ډګر ته پر لاره وه، ۲۴۲ مسافر او د عملې غړي پکې سپاره ول. له دې مسافرينو څخه ۱۶۹ یې هنديان، ۵۳ بريتانويان، اوه پرتګاليان او يو کاناډايي تبعه دی.
هغه هوايي شرکتونه چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې
د هوا له لاري سفر په نړۍ کي د واټن تناوونه ډېر رالنډ کړي دي. خو ځيني وختونه بیا مسافر وړونکي الوتکي له حادثو سره هم مخامخ کيږي. دلته هغه هوايي شرکتونه وپېژنئ چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې.
انځور: Wright Electric
هواين هوايي شرکت
د هواين په نوم امريکايي شرکت له ۱۹۲۹م کال راهيسي پروازونه کوي. دغه شرکت د خونديتوب اړخ ته ډېر پام کوي. که څه هم چي دغه شرکت د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ ډېوالي سوی هم وو، خو هيڅکله يې د الوتکو حادثه نه ده لرلې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Garcia
ايزي جېت هوايي شرکت
د ايزي جېت په نوم ارزان قيمته دغه بريتانوی هوايي شرکت په ۱۹۹۵م کال جوړ سو. د دغه شرکت الوتکو تر اوسه هيڅ حادثه نه ده درلودلې. د دغه هوايي شرکت د پروازونو په تړاو کومي لانجې هم نه دي رامنځ ته سوي.
انځور: Wright Electric
راين ائير هوايي شرکت
د آيرلندي هوايي شرکت راين اير الوتکو ته هم تر اوسه کومه لويه حادثه نه ده ور پيښه سوې. يوازي په ۲۰۰۸ کال د دغه شرکت يوې الوتکې په روم کي اضطراري ناسته وکړه. د ناستې پر وخت د دغې الوتکي يوه ټاير ته تاوان ورسېد او له مځکي وموښته. خو مسافرو ته ضرر و نه رسېد.
انځور: AP
ورجن هوايي شرکت
د ورجن اتلانتک، ورجن آستراليا او ورجن امريکا شرکتونه نه يوازي د خپل ځانګړي نوم (ورجن معنی باکره) له کبله مشهور دي، بلکي له دې کبله هم چي د نړۍ له ۲۰ تر ټولو خوندي هوايي شرکتونو څخه دي.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Faulkner
امارات هوايي شرکت
د عربي اماراتو هوايي شرکت امارات له ۱۹۸۵م کال راهيسي پروازونه کوي خو په الوتنو کي يې هيڅکله وژونکې حادثه نه ده رامنځ ته سوې. يو ځل د دبی پر هوايي ډګر د دغه شرکت يوې الوتکي اور اخيستی وو. که څه هم چي په دغه الوتکه کي سپارليو ته هيڅ زيان نه واوښت، خو يو اور وژونکی ووژل سو.
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini
اتحاد هوايي شرکت
اتحاد د منځني ختيځ يو بل هوايي شرکت دی چي په ښه خونديتوب مشهور دی. خو د دغه شرکت يوه الوتکې د فرانسې په يوه هوايي ډګر کي پر مځکه د امتحاني حرکت پر وخت د زيات سرأت له کبله له ديوال سره ټکر سوه. په دغه پيښه کي ۹ کسان ژوبل سول چي پکښي د ۴ کسانو ټپونه جدي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreili
قطر هوايي شرکت
قطر هوايي شرکت له ۲۰۰۴م کال راهيسي الوتنې کوي او د نړۍ يو له تر ټولو خوندي شرکتونو څخه بلل کيږي. خو دوه ځله د دغه شرکت الوتکو اور اخيستی. لومړی ځل په دوبی کي په ۲۰۰۷م کال او دويم ځل په ۲۰۱۷م کال په دوهه کي. خو په دغو حادثو کي هيچا ته تاوان و نه رسېد.
د ۲۰۱۲م کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه له کراچي څخه د اسلام آباد په لوري د بهوجا ایر په نامه د پاکستان د یوه کوچني خصوصي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه د خرابې هوا له کبله له حادثې سره مخامخ شوه چې په کې د الوتکې د ۶ تنو کارکوونکو په شمول ټول ۱۲۷ تنه مسافر ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۰م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۵۲ قربانيان)
د ۲۰۱۰م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایر بلو په نامه د پاکستان د یوه خصوصي شرکت اړوند Airbus 321 ډوله الوتکه چې له کراچي ښار څخه یې د اسلام آباد په لوري الوتنه کړې وه د اسلام آباد په غرنیزه سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې په الوتکه کې ټولو ۱۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture alliance / dpa
۲۰۰۶م کال؛ ملتان (۴۵ قربانيان)
د ۲۰۰۶م کال د جولای میاشتې په ۱۰مه نیټه د پاکستان د نړیوال شرکت یا پي آی اې اړوند د فوکر Fokker ډوله الوتکه د ملتان له هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو شیبې وروسته را ولویده چې په نتیجه کې یې په الوتکه کې سپرو ټولو ۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د یادې الوتکې د را لویدو دلیل د انجن خرابیدل په ګوته شوي وو.
انځور: PIA
۲۰۰۳م کال؛ کوهاټ (تر ۱۰ ډېر قربانيان)
د ۲۰۰۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۰مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند فوکر PAF Fokker ډوله الوتکه د خیبرپښتونخوا په غرنۍ کوهاټ سیمه کې را ولویده چې په پایله کې یې له لسو ډیر کسان ووژل شول. په دغه پیښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو قوماندان مشرف علي او میرمن یې هم وژل شوي وو.
انځور: Reuters/F. Mahmood
۱۹۸۹م کال، ګلګیت بلتستان (۵۴ قربانيان)
د ۱۹۸۹م کال د اګست په ۲۵مه نیټه د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي اې اړوند یوې Fokker ډوله الوتکې د پاکستان له شمالي ګلګیت څخه پرواز وکړ چې د الوتنې پرمهال را ولیده. په دغه پیښه کې ټول ۵۴ تنه تر اوسه پورې لا درکه دي او د الوتنې پاتې شونې تر اوسه پورې هم نه دي موندل شوي.
انځور: AFP/F. Naeem
۱۹۸۸، بهاولپور ـ اسلام آباد (۳۲ قربانيان)
د ۱۹۸۸ م کال د اګست مياشتې په ۱۷مه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر جنرال ضيالحق د ۳۱ نورو کسانو سره د پاکستان پوځ په C-130B Hercule ډوله الوتکه کي د اسلام آباد پر لور روان سو، خو پر لارې په دغه الوتکه کې چاودنه وسوه او د ولسمشر په شمول ۳۱ نور ټول سپرلي پکښي ووژل سول. داچې آيا دغه يوه حادثه او که بريد ؤ، تر ننه نه ده معلومه سوې.