په هندوستان کې د یوې الوتکې د را نسکوریدو په خونړي پيښه کې ۲۴۱ مسافرو او د وروستیو معلوماتو له مخې په مجموع کې ۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې تراژیدۍ د علت معلومولو هڅې روانې دي.
د پنجشنبې په ورځ د ایر انډیا مسافر وړونکي هوایي شرکت یوه الوتکه له پرواز لږ وروسته د هند د ګجرات ایالت د احمد آباد هوایي ډګر ته نږدې د استوګنې په سیمه کې را غورځیدلې وه.
دغه ۷۸۷-۸ ډوله بوئینګ الوتکه د لندن پر لور روانه شوې وه. د نا تایید شوو رپوټونو په حواله له را غورځیدو لږ مخکې د پيلوټانو له کابین څخه یو بیړنی پيغام ترلاسه شوی و.
د انډیا ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د الوتکې یوه له تورو بکسونو «Black Box» څخه موندل شوی دی. د بریتانیا د هوایي پيښو د ارزونې ادارې اعلان کړی دی چې د هند د تحقیقاتو د ملاتړ له پاره یې خپله یوه ډله استولې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مرستې وړاندیز کړی دی. د بوئینګ الوتکو تولیدونکي شرکت هم په دغو تحقیقاتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
یوازې یو مسافر ژوندی پاتې دی د ایر انډیا هوایي شرکت په خپل ایکس شبکه کې لیکلي دي چې په دې پيښه کې ۲۴۱ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوازې یو مسافر ژوندی پاتې دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي په احمد آباد کې د پيښې له ځای څخه لیدنه وکړهانځور: Indian Press Information Bureau (PIB)/HANDOUT/AFP ژغورل شوی مسافر د ۱۱ نمبر چوکیو په کتار کې ناست و او د رسنیو د رپوټونو په حواله توانیدلی دی چې د بیړنۍ دروازۍ له لارې له الوتکې څخه ووځي. د پيښې د قربانیانو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.
ایر انډیا شرکت ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۶۹ هندي اتباع، ۵۳ بریتانوي، ۷ پرتګالي او یو کاناډایي تبع سپاره ول. ژوندی پاتې شوی کس هندي الاصله بریتانوی دی.
«هر طرف ته د مړو جسدونه» د پیښې یوه له عیني شاهدانو څخه ویلي دي چې په کور کې ناست و چې یو ویروونکی غږ یې واورید. کله چې له کوره ووت، متوجه شو چې هر طرف ته تورې لوخړې دي او هرې خواته د مړو جسدونه او د الوتکې ټوټې پرتې دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا یوه تراژيدي بللې ده. هغه ویلي دي «په دې خواشینونکي شیبه کې یې ټول فکر له اغیزمنو شوو خلکو سره دی.»
د سیمه ایز پولیسو د مشر مرستیال کانان دیسایي، وویل چې تر اوسه پورې د هغې الوتکې چې د پنجشنبې په ورځ را غورځیدلې وه د پاتې شونو او هغو ودانیو څخه چې الوتکه پرې را غورځیدلې ده، د ۲۶۵ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
د دیسایي په وینا په قربانیانو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه داسې دي چې په الوتکه کې نه و سپاره او کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.
په تیروتنې یا قصدي ډول؛ د مسافر لیږدونکو الوتکو د رانسکوریدو تاریخچه
د سپاه پاسداران د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله په «غیرعمدي توګه» د مسافر وړونکې الوتکې د را نسکوریدو په پیښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول. دا لومړی ځل نه دی چې یوه مسافر وړونکې الوتکه د نظامي یا یاغي ځواکونو له خوا په نښه کیږي. انځور: picture-alliance/dpa بوئینګ ۷۷۷ ډوله مالیزیایي الوتکه په داسې حال کې چې له امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه د اوکراین په سویل ختیځ کې په توغندي وویشتل شوه. د MH17 پرواز ټول مسافر ووژل شول. نړیوال تحقیقات وایي چې توغندې د یوې روسۍ الوتکې وو. اوکراین ادعا کوي چې الوتکه د جدایي غوښتونکو د توغندي په وسیله هدف ګرځول شوی ده. دې قضیي ته د رسیدګي محاکمه به د روان کال په مارچ میاشت کې په هالند هیواد کې پیل شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong د یوه توغندي د لګیدو له امله یوه تروپولوف ۱۵۴ ډوله الوتکه له تور سمندر څخه د ۱۱ کیلومترو په ارتفاع کې په داسې حال کې چې اوکرايني پوځ د کریمیا په ټاپو کې پر نظامي تمریناتو مشغول وو، را نسکوره شوه. په الوتکه کې سپاره ټول ۷۸ کسان ووژل شول. (په انځور کې: په تور سمندر کې د را نسکورې شوې الوتکې ټوټې)
انځور: picture alliance/dpa/A. Lebedev توتسي یاغیانو د کانګو جمهوریت په فضایي قلمرو کې د «کانګو ایرویز» شرکت ۷۲۷ ډوله بوئینګ الوتکه را نسکوره کړه. په دې الوتکې ټولو ۴۱ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. (په انځور کې توتسي یاغیان لیدل کیږي.)
انځور: Getty Images/U. Sinai د ګرجستان یوه مسافر وړونکې الوتکه د هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله وویشتل شوه. په دې الوتکه کې له ۱۳۲ تنو سپرو څخه یوازې ۲۴ تنه یي ژوندي پاتې شول. له دې پيښې یوه ورځ مخکې یاغیانو د تورې بحیرې دپاسه یوه الوتکه چې ۲۷ کسان په کې وژل شوي وو، را نسکوره کړې وه.
انځور: Getty Images/AFP/V. Shlamov د ایران ایر ۶۷۷ پرواز له تهران څخه د دوبۍ په هدف روان وو چې د فارس خلیج په فضاء کې د امریکا د یو اس اس وینسنس جنګي بیړۍ څخه په توغندي وویشتل شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۹۰ تنو سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. امریکا اعلان وکړ چې پر نوموړۍ مسافر لیږدونکې الوتکه یي د جنګې الوتکې خیال کړی وو او په تیروتنې سره یي هدف ګرځولې ده.
انځور: picture alliance/AP Images/CNN د سویلي کوریا یو ۷۴۷ بوئینګ الوتکه په دې دلیل چې په هغه وخت کې پخواني شوروي اتحاد پر خپل حریم تجاوز وباله، د یوې جټ الوتکې په وسیله د جاپان سمندر د پاسه را نسکوره کړای شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۶۹ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpa د ایټالیي اړوند د مک دانل داګلاس ډي سي-۹ الوتکه د سیسیل په شمال سمندر کې را نسکوره شوه. د الوتکې ټولو ۸۱ سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په هغه وخت کې د ناټو له خوا تمرينونه ترسره کیدل. ایټالیوي چارواکو په پیل کې دا یوه حادثه وبلله، خو وروسته بیا د ایټالیا په سویل کې د جنګي الوتکې ټوټې وموندل شوې. اټکل کیږي چې دا الوتکه د فرانسې، لیبیا او امریکایي جيټانو د پوځي تمریتانو په جریان کې په راکیټ لګیدلی وي.
انځور: picture-alliance/dpa