د اروپا د چاپيريال آژانس (EEA) د دوشنبې په ورځ په خپل رپوت کې ويلي دي چې د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د ۱۲۰۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مړينې سبب گرځي. دغه ادارې چې مقر یې د ډنمارک په پلازمينه کوپنهاگن کې دی، په خپل رپوټ کې زياته کړې: «ماشومان په ځانگړي توگه، له هغه وخته چې د مور په خيټه وي، د بلوغ سن ته تر رسېدو د هوا د ککړتيا ښکار کيږي.»
اړونده موضوع: هر کال ۴۰۰ زره اروپايان د هوا د ککړتيا له امله مړه کیږي
په دې رپوټ کې زياته شوې ده که څه هم چې په دې سن لرونکو کې له وخته مخکې مړينو شمیر د اروپا د ټول نفوس له پاره د اټکل شويو شمیرو په نسبت ټيټ دی چې د اروپا د چاپيريال سازمان یې هر کال د هوا د ککړتيا له کبله اټکلوي خو دا څه په ماشومتوب او بيا وروسته په ژوند کې د مزمنو ناروغيو د يوه پام وړ بار باعث کيږي.
په رپوټ کې همدا راز ويل شوي چې ککړه هوا د سالنډۍ (استما) د کچې د لوړيدو مهم علت هم ده چې په اروپا کې ترې لا دمخه ۹ سلنه ماشومانو او ځوانان کړيږي. دا همدا راز د سږو د فعاليت د ټيټيدو او تنفسي لارو د التهابي کيدو او حساسيتونو باعث هم گرځي.
اړوندوه موضوع: وچکالي کله او څنگه رامنځته کیږي؟
په دې څېړنه کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادو په گډون ۳۰ هېوادونه ارزول شوي ول چې د روسیې، اوکراين او بريتانيا په څېر ستر صنعتي هېوادونه پکې شامل نه ول. دا په دې معنا ده چې د چاپيريال د ککړتيا له کبله د ټولو مړينو شمیر ښايي تر دې هم ډېر لوړ وي.
ککړتيا د روغتيا د نړيوال سازمان د توصیې له حده لوړه ده د اروپا د چاپيريال آژانس وايي چې ډېر شمیر اروپايي هېوادونه په ځانگړي توگه منځنۍ لویدیځه اروپا او ايتاليا کې د چاپيريال د ککړتيا کچه د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د وړاندیز شوي لارښود حد څخه ډېره لوړه ده.
دا اداره زیاتوي چې په کومو هېوادونو چې د ښاري نفوس په اړه سروې شوې، په هغو کې ۹۷ فيصده له چاپيريالي ککړتيا څخه اغیزمن دي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
دا آژانس دا هم وايي چې د تگ راتگ، صنعت او د گرمولو د سيسټم له لارې د افرازيدونکو گلخانه یی گازونو د کچې راټيټولو ته اړتيا ده.
په دې رپوټ کې وړاندیز شوی دی چې پر ماشومانو د چاپيريالي ککړتيا د اغیزو د را کمولو په موخه دې د ښوونځيو شا او خوا ته زرغونې ساحې رامنځته او پراخې کړای شي. د رپوټ په حواله د دې لارې د هوا کيفيت ښه کيدلای شي.
ب. ص/ خ. ح (AFP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
د ځمکي تودښت کوم طبيعي افتونه رامنځ ته کوي؟
تودښت، سړه هوا، طوفانونه او سیلابونه - د هوا د انتساب شبکه، د سختې هوا او اقلیم بدلون ترمنځ اړیکې ارزوي. دنده پیچلې ده، د هر ډول سخت موسم سره بيلا بيل معیارونه شمیرل کیږي. انځور: Yosuke Hayasaka/Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance په ټوليزه توګه ګرمه فضا کې په منطقي ډول د تودښت څپې هم پیاوړي دي، نو د نړۍ د اوبو او هوا د تودښت کارپوهان «WWA» د دوي تر منځ د اړيکو په هکله خپله لارښوونه کې په ګوته کوي چې د تودو څپو زياتيدل کولې شو مدام د هوا او اوبو له بدلون سره وتړو.
انځور: Huang Wei/Xinhua/AP/picture alliance د اوږدې مودې له پاره د خاورې وچیدل بیلا بیل لاملونه لري. د اقلیم بدلون د دروند خو لږ باران او د تبخیر د زیاتوالي لامل کیږي. په ډېرو ځایونو کې د غیرې طبیعي اوبو څخه د انسانانو کار اخيستل دي. له همدې کبله، وچکالۍ په ټوليزه توګه، يوازي د اقلیم بدلون ته منسوب کيدی نه شي.
انځور: Mauro Ujetto/NurPhoto/picture alliance هغه څه چې د اروپا، اسيا امریکا او استراليا په ځنګلونو کې ليدل کيږي تر يوې اندازې پوري يې سبب ځايي انسانان دي. د ځنګلونو او اوبو ښه مدیریت ممکن خطر کم کړي.
انځور: Noah Berger/AP/picture alliance توده هوا کولی شي ډیر رطوبت جذب کړي، نو له کبله يې ډیر باران وريږی. او له همدې امله د نړۍ په هره سیمه کې سیلابونه قوي شوي دي. دغه راز، د يو سیلاب اندازه په ډیرو او بيلا بیلو لاملونو پورې تړاو لري.
انځور: Prabhakar Mani Tewari د WWA څیړونکي وايي، طوفانونه، لکه هریکين، سايکلون او تايفون، چې په پر له پسې ډول نه پیښیږي او د اوسني پوهې له مخې د دوی د باد سرعت د اقلیم د بدلون په پایله کې نه دی بدل شوی. حقیقت دا دی چې دغه طوفانونه ډېر وختونه وژونکي پایلې لري. په ځانګړي توګه چې دغه طوفانونو سره ډيرې اوبه يا سيلاب راځي.
انځور: Jesus Bustamante/REUTERS د طوفان زیاتوالی هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې ځواکمن بادونه په لوړو څپو کې د ساحل پر وړاندې پر سمندر فشار راوړي. دا په ځانګړي ډول د «پسرلي د څپو» په بهير کې خطرناک کیږي او په هرو 14 ورځو کې پیښیږي. کله چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه کې وي، د WWA د لارښوونو له مخې، د نړۍ په کچه د ځمکې د تودوښت خطر تر هغه وخته پورې زیاتوي چې په سمندر کې د څپو لوړوالی او اوبه له لوړې کچې سره سيمې ته ننوځي.
انځور: epa ANA Saitas/dpa/dpaweb/picture-alliance په ټوله نړۍ کې د ځمکې تودوښت د زیاتوالي له امله يخه هوا لږ شوې ده. تر اوسه پورې، WWA هم په سختۍ سره د درنو واورو د فریکونسۍ او شدت په اړه کوم باوري معلومات نه لري. خو دلته هم داسې نښې نښانې شته چې د نړۍ په شمالي نیمه کره کې په ځینو سیمو کې د واورو وريدلو شدت زیات شوی دی.
انځور: Yosuke Hayasaka/Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance