د ايران گواښ؛ امريکايي بيړۍ په فارس خليج کې پاتيږي
۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبه
پتناگون اعلان کړی دی چې د الوتکې ليږدونکې بيړۍ د ايستلو پريکړې ته یې له سره کتنه کړې او دغه بيړۍ به د فارس خليج په اوبو کې پاته وي. امريکا ویلي دي چې دغه تصيم یې د ايران له خوا د «تازه تهديدونو» له کبله نيولی دی.
انځور: U.S. Navy/Zuma/picture alliance
اعلان
د «يو اس اس نيمیتز» په نوم الوتکې ليږدونکې بيړۍ د تېر میلادي کال له نومیر مياشتې راهيسې د فارس خليج د اوبو د امنيت د کنترول په موخه په سيمه کې ده. د امريکا د دفاع وزارت تر دې مخکي اعلان کړی وو چې د دې بيړۍ د انتقال تصميم لري.
د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۴ مه نیټه) له واشنگټن څخه د يوه رپوت په نشرولو سره د دفاع وزارت له خوا له فارس خليج څخه د دې بيړۍ د ايستلو د تصميم په اړه د نظر د بدلون خبر ورکړی دی.
د دې رپوټ په حواله پنتاگون د قاسم سليماني د لومړي تلين پر وخت پريکړه کړې چې د ايران «وروستيو گواښونو» ته د ځواب ويلو په موخه دغه بيړۍ د فارس خليج په اوبو کې پریږدي.
د دسمبر پر ۳۱ مه نیټه د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د يادې بيړۍ د راستنولو فرمان د دفاع سرپرست وزير کريستوفر میلر صادر کړی دی.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د نظامي چارواکو له خولې ويلي ول چې له فارس خليج څخه د نيمیتز بیړۍ د ايستلو د سياست هدف د امريکا او ايران ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو په هدف تعقيبیږي.
په دې وروستیو کې د ځينو ایراني چارواکو له خوا د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني د وژنې د غچ اخيستنې په پار د گواښونکو څرگندونو د ډېريدو په نتیجه کې پنتاگون د دې بيړۍ د ايستلو پر پريکړه له سره غور وکړ.
کريستوفر میلر په خپله تازه اعلاميه کې ويلي: «د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او نورو امريکايي مسولينو په هکله د ایران د مشرتابه وروستيو تهديدونو ته په کتو سره مې دا فرمان صادر کړی دی چې «يو اس اس نيمیتز» به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.»
د امريکا د دفاع دغه سرپرست وزير اعلان کړی دی چې هیڅ هيواد بايد د متحده ایالاتو پر هوډ شک ونه کړي. خو ميلر د «تازه تهديدونو» په تړاو توضيحات ور نه کړل.
د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳ مه نیټه) په بغداد کې په زرونو کسانو د قاسم سليماني د تلين پر مهال د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د قدس ځواک د دغه مشر د وژل کيدو په مناسبت په مظاهرو کې گډون وکړ. په دغو مظاهرو کې د امريکا پر ضد شعارونه ورکړل شول او له عراقه یې د ځواکونو د ايستلو غوښتنه وشوه.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: قاسم سلیماني څوک وو؟
د ايران د سپاه قدس قوماندان، قاسم سلیماني د جمعې په ورځ (د جنوري ۳مه) د بغداد هوايي ډګر ته نژدې ووژل شو. د ايران رهبر، سلیماني ته د هغه تر وژنې مخکې، د هغه د فعاليتونو د ستايلو له پاره د «ژوندي شهيد» لقب ورکړی وو.
انځور: Tasnim
د ایران رهبر علی خامنه اي، د قاسم سلیماني تر وژنې مخکې د هغه د فعاليتونو ستاينه کړې او د «ژوندي شهيد» لقب يې ورکړی وو او تر وژنې وروسته يې هغه ته د «سپهبدي» درجې ته ترفيع ورکړه. قاسم سلیماني د ايران د «سپاه قدس» مشر وو چې د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې په ۳مه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې ووژل شو.
انځور: ravapress.ir
قاسم سلیمانی در سالهای اخیر لقبهای دیگری نیز داشت. "فرمانده مرموز"، "ژنرال حاج قاسم"، "د دښمن ويره"، "ژنرال بینالمللی" و "فرمانده سایه" تنها چند نمونه از این القاب است. قاسم سليماني په وروستيو کلونو کې نور لقبونه هم لرل. «مرموز قوماندان»، «جنرال حاج قاسم»، «د دښمن ويره»، «نړيوال جنرال»، او د «سيوري قوماندان» د هغه د لقبونو يو څو بيلګي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Office of the Iranian Supreme Leader
قاسم سلیماني د ۱۹۵۷ کال د مارچ په ۱۱ مه په کرمان کې زيږيدلی وو. نوموړي وروسته له هغې نړيوال شهرت وموند چې د ايران رول په عراق او بيا په سوريې او د منځني ختيځ په نورو هيوادونو کې د سپاه قدس ځواکونو په حضور سره د بهرنيو مطبوعاتو له پاره مطرح شو.
انځور: etemadonline
«ملي اتل»
د قاسم سلیماني پلويانو هغه په «ملي اتل» ياداوه. هغه د دې له پاره چې سليماني له ايران څخه د دفاع پر جبهه باندې قومانداني، د ايران له سرحدونو څخه بهر کوله څو ايران په امن او آرامتيا کې وي. خو د هغه مخالفانو بیا دی په سيمه کې د ډيرو بې ثباتيو مسئول ګاڼه چې د سيمې امنيت يې په خطر کې اچولی دی.
انځور: IRINN
د افغانستان جګړه
قاسم سليماني په عراق کې د داعش پر ضد جګړې پر مهال په علني ډول راڅرګنديده، تر هغه مخکې يې په عامه ځايونو کې له راڅرګنديدو څخه ډډه کوله. سلیماني د يونان د حزب الله د پوځي توان په لوړولو، د افغانستان جګړې، د صدام حسين تر پرځيدو وروسته د عراق په سياسي فضا، د سورېې داخلي جګړې بهير ته د بدلون ورکولو او په عراق کې د داعش پر ضد جګړه کې مهم رولونه او اغيز درلود.
انځور: Fars
مهمې دندې
قاسم سلیماني د ځوانۍ په لومړيو کلونو کې د کرمان د اوبو په اداره کې کار کاوه. د ۱۳۵۷ لمريز کال اسلامي انقلاب وروسته د ایران د سپاه پاسداران سازمان غړی شو. په ۱۳۶۷ لمريز کال کې کله چې د ايران او عراق تر منځ جګړه پاي ته ورسيده د ثارالله لشکر مشري ېې په غاړه واخیسته او تر هغه وخته چې د سپاه قدس قوماندان شو په دغې دنده کې پاتې شو.