په منځني ختیځ کې د شخړو له کبله هوايي شرکتونه اوس د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي چې له کبله یې د پروازونو وخت اوږد شوی او مصارف یې هم لوړ شوي دي چې له کبله یې د افغانستان د هوايي حریم له لارې پروازونه ډیر شوي.
په منځني ختیځ کې د وروستیو کشمکشونو له کبله د هوايي چلند شرکتونه د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي.انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance
اعلان
په دې وروستیو کې د اسرائیل او ایران ترمنځ تر شخړو وروسته، اوس هوايي شرکتونه د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي. د فلایټ راډار ۲۴ په حواله چې د الوتکو د پروازونو په هکله معلومات راټول او خپروي، د هوايي شرکتونو له لوري د ایران له هوايي حریمه د کمې استفادې له کبله د پرواوزنو وخت اوږد شوی او د الوتکو د تیلو مصارف هم لوړ شوي دي. هوايي شرکتونه پر ایران د اسرائیل د ځوابي برید له ويري د دغه هیواد له هوايي حریمه کمه استفاده کوي.
د تیر میلادي کال راهیسې په منځني ختیځ کې د کشمکشونو له کبله هوايي شرکتونه هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې له کبله یې وخت نا وخت هوايي شرکتونه د پروازونو د خوندیتوب له پاره اړ شوي د پروازونو په مسیر کې تغیرات راولي.
اسرائيل د ايران اسلامي جمهوريت د عراق او سوريې له لارې د لبنان په سويل کې حزب الله ته د نظامي تجهيزاتو په رسولو تورنوي او تل په دغه سيمو کې د «ایران متحد حزب الله» پر مرکزونو بريدونه کوي.
بل لوري ته د چهارشنبې په ورځ ناوخته د آلمان د هوايي چلند شرکت لوفتانزا وویل چې دوی به د عراق کردستان او اربیل ته بیرته پروازونه پیل کړي، خو زیاتوي چې د دې پروازونو له پاره د عراق له هوايي حریمه د امکان تر حده کمه استفاده وشي.
دغه آلماني شرکت زیاته کړې ده چې له پنجشنبې ورځې راهیسې د اردن د هوايي حریم څخه په استفادې سیمې ته خپل پروازنه بیرته پیل کړي دي. د دغه شرکت په حواله، د اوس وخت له پاره به تهران، بیروت او تل ابیب ته د لوفتانزا شرکت پروزانونه لغو پاتې شي.