1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له اروپا د هوایي ډګر په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال له اروپایي اتحادیي څخه د هوایي ډګرونو د ساتنې د عملیاتو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

Afghanistan Flughafen Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

لکه څرنګه چې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو خدماتو ادارې (EAD)  د یکشنبې په ماښام خبر ورکړی دی چې د طالبانو استازو پر خپلې هغې ژمنې ټینګار کړی دی چې د تقاضا او غوښتنې په صورت به له افغانستان څخه د افغانانو او بهرنیانو وتلو ته اجازه ور کړي. د دې په بدل کې طالبانو د هوایي ډګرونو د چارو سمبالولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

همدارنګه د اروپایي اتحادیې په بیانیه کې راغلي دي چې طالبان به د هغو کسانو د بخښنې په اړه پر خپلې هغې ژمنې وفا وکړي چې د اګست په میاشت کې د دغې ډلې واک ته تر رسیدو مخکې، د طالبانو پر ضد کار کړی دی. 

په دې کې د بیلګې په توګه هغه کسان هم شامل دي چې له نړیوالو ځواکونو سره یې د همکار او یا هم سیمه ایزو امنیتي ځواکونو په توګه کار کړی وي.

طالبانو او همدارنګه د اروپايي اتحادیي استازو «د ژمنې د را نږدې کیدو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د مخ پر خرابیدونکي بشري وضعیت په اړه شدیده انديښنه ښودلې ده.» د اروپایي اتحادیي د استازو په وینا بروکسل له افغانستان سره د لا زیاتو بشري مرستو ژمنه کړې ده.

دواړو خواو لږ مخکې تر دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو اونیو له پاره مذاکرات پيل شي، د قطر هیواد پلازمېنې دوحې ته د خبرو اترو له پاره خپل لوړپوړي استازي استولي و.

د اروپایي اتحادیي د بهرنیو خدماتو ادارې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره ډیالوګ یا دغه خبرې اترې د دغې اتحادیي له خوا د طالبانو د په رسمیت پيژندنې په معنی نه ده، بلکې دا«د اروپايي اتحادیي او افغان ولس د ګټو په برخه کې، د اروپايي اتحادیي د تعامل او ښکیلتیا یوه برخه ده».

آژانسونه: ش.ن/ب.ص