د سعودي عربستان په مشرۍ دغه ائتلاف د ایران په ملاتړ حوثي ډله د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د یاد برید مسؤوله وبلله او دا یې «یو بشپړ جنګي جنایت» وباله. یوې ډیپلوماتیکې سرچینې هم ویلي چې دا برید د یوه توغندي په وسیله شوی دی.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د یمن د اوږدې جګړې پر مهال د حوثیانو او د ریاض په ملاتړ د حکومت ترمنځ د اوربند له ماتیدو وروسته، پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو بې ساری لړۍ پیل شوی ده.
په ورته وخت کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د جګړې د لا پراخیدو احتمال زیات کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اشاره کړې چې واشنګټن ښايي د دې ډلې پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه واخلي.
د برید له کبله درانه تلفات
د پاچا خالد د هوايي ډګر یوه مسافر فرانس پریس خبري آژانس ته وویل چې هغه د هوايي ډګر د کورنیو الوتنو په ترمینل کې د برید د لګیدو شاهد و. هغه وویل: «زه په ۴۰۳ دروازه کې وم. ما ولیدل چې ۴۰۱ دروازه په نښه شوه. ما ټپیان په خپلو سترګو ولیدل. ټول خلک د تیښتې په حال کې وو.»
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، په دې برید کې څلور سعودي وګړي، دوه د بنګله دیش، یو امریکايي، یو مصری، یو اردنی، یو سوریایي، یو فلسطینی او یو سوډانی وژل شوي دي. د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې زیاته کړې چې د پېښې له ۳۰۹ ټپیانو څخه د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.
له برید وروسته د هوايي ډګر فعالیتونه ودرول شول او چارواکو وویل چې د اوښتو زیانونو د کچې ارزونه لا هم روانه ده.
د یوې روغتیايي سرچینې په وینا، د روغتیا برخې مسؤلینو د «جدي بېړني وضعیت» د مدیریت لپاره په بې ساري ډول له ډاکټرانو وغوښتل چې سمدستي حاضر شي.
له برید وروسته د هوايي ډګر فعالیتونه ودرول شول او چارواکو وویل چې د اوښتو زیانونو د کچې ارزونه لا هم روانه ده.انځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance په تېره یوه میاشت کې د دویم ځل لپاره، د ریاض ښار ښوونځیو حضوري زده کړې ودرولې او انلاین زده کړو ته یې مخه کړه.
د پلازمېنې د زدهکوونکو والدینو د یکشنبې په ورځ برېښنالیکونه ترلاسه کړل چې فرانس پریس خبري آژانس لیدلي دي. په دغو برېښنالیکونو کې د پوهنې وزارت له قوله راغلي وو: «د ریاض ټول ښوونځي به په روانه اوونۍ کې له لیرې فاصلې [انلاین] زده کړو ته دوام ورکړي.»
«جنګي جنایت»
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکي المالکي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل: «د ترهګرو حوثي ملیشو بزدلانه ترهګریز برید، چې د ملکي مسافرو او د هوايي ډګر د کارکوونکو د وژل کیدو او ټپي کیدو لامل شو، یو بشپړ جنګي جنایت ګڼل کېږي.»
ائتلاف تر دې مخکې ویلي وو چې پر سعودي عربستان توغول شوي توغندي یې شنډ کړي او د هغو توغولو مرکزونه یې هم له منځه وړي دي.
حوثیانو د پنجشنبې په ورځ پر دې هوايي ډګر د شویو بریدونو د یوې لړۍ مسؤلیت منلی و؛ په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یوې الوتکې ته زیان اوښتی و. خو دوی د شنبې ورځې د نویو بریدونو مسؤلیت سمدستي پر غاړه وانخیست.
په ۲۰۱۱م کال کې د عربي نړۍ په يو شمير هيوادونو کې خلک د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد سړکونو ته را ووتل. د يمن د خلکو غورځنګ هم په دې موخه پيل شو. د يمن مستبد جمهور رئيس ولاړ شو، خو يوه اوږده جګړه یې ترشا پريښوده. انځور: CARE/Jennifer Bose لس کاله تر مخه د ۲۰۱۱م کال د فيبرورۍ مياشتې په سر کې د يمن خلکو د جمهور رئيس علي عبدالله صالح د مطلق العنان رژيم پر ضد په مظاهرو پيل وکړ. تر دې يو کال وروسته نوموړي استفا وکړه. خو دا استفاد د آرامۍ باعث نه شوه. د حوثيانو او صالح د پلويانو ترمنځ جګړه د لا زيات تاوتريخوالي او ناآرمۍ سبب شوه.
انځور: Suhaib Salem/REUTERS په ۲۰۱۲م کال کې د عبدالله صالح تر استعفا وروسته حوثيانو د هيواد په شمال کې قيام وکړ. هغوی په لومړي سر کې خپلواکي غوښتله خو په جګړه کې تر پرمختګ وروسته يې د واک غوښتونکي شول. حوثي ياغيان چې ایران يې ملاتړ کوي، په څو ځلي له بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن شوي دي. د روان ميلادي کال په سر کې امريکا متحده ایالاتو دا ډله د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي کړه.
انځور: Hani Mohammed/AP Photo/picture alliance د جګړې او وسلو تر سيوري لاندي لوېدل آن کوچنيان هم د جګړې له ناخوالو خوندي نه دي. ډيرو یې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او بې سرپرسته شوي دي. يوه ځانګړې برخه کې د حوثي ياغيانو له خوا د ماشوم عسکر په توګه کارول کيږي. ځوانان د راتلونکي له پاره هیڅ ليد لوری نه لري.
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS لوږه، بې وزلي او مهاجرت. په يمن کې جګړه يوه ستره انساني فاجعه ده. دې جګړې درې نيم میليونه کسان په خپل هيواد کې بې کوره کړي دي. څه نا څه دوه میليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړيږي. ۲۴ ميليونه يمني وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
انځور: CARE/Jennifer Bose جګړې د يمن د پولي واحد ارزښت را کم کړی دی چې دا د بيو د لوړوالي سبب ګرځيدلی او پايلې یې بې وزلي او لوږه ده. د يمن د وګړو ستره برخه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولی.
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS جګړې د يمن وګړي بشري مرستو ته اړ کړي دي. خو له سرحدونو څخه په ځانګړي توګه د سمندري سرحدونو څخه چې د ياغيانو په کنترول کې دي، تیريدل آسان کار نه دی. مرسته کوونکي ډېر په مشکل سره د اړتيا وړ شيان خلکو ته رسوي.
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS د يمن ښکلې پلازمينې صنعا ته د جګړې له کبله سخت زيان رسيدلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د يمن په رسميت پيژندل شوي حکومت په ملاتړ، پر صنعا هوايي بريدونه وکړل. دا چې صنعا د حوثي ياغيانو پوخ سنګر دی، نو پر دې ښار سخت بمبار وشو.
انځور: Mohammed Mohammed/Xinhua/picture alliance د يمن جګړه د ډېرو مرګونو باعث شوه. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله د يمن په جګړه کې تر اوسه ۲۳۰ زره کسان مړه شوي دي. له دوی نيمايي يې ملکيان دي چې د جګړې له کبله د رامنځته شوې بې وزلي او بدبختيو له کبله مړه شوي دي. په زرونه کسان د ښکيلو خواو ترمنځ د لاس په لاس جګړې قرباني شوي. په وژل شويو کې کابو ۲۰۰۰ ماشومان هم شامل دي.
انځور: Farouk Moqbel د يمن جګړه لا دوام لري. په همدې حال کې د هيواد په ځينو سيمو کې اوس هم کرهنیزې ځمکې لا شته او کرل کيږي. دا سړی چې [ په انځور کې] د يمن په جنوب لويديځ کې د تعز په بازار کې هر شی چې په لاس ورځي، پلوري دلته د قات د پلورلو په حال کې ليدل کيږي. قات د يمن يو مشهور بوټی دی چې د مخدره موادو په توګه ترې استفاده کيږي.
انځور: Eman Al-Mekhlafi/DW «د مصالحو جاده»، يو تل پاتې ميراث يمن څو پيړۍ د هند او عربي نړۍ ترمنځ د مصالحو د تجارت مرکز وو. خو هندوستان ته د سمندري لارو تر کشف وروسته یې خپل دغه مهم تجارتي نقش له لاسه ورکړ. د يمن «جاده ادويه» يا د مصالحو جاده د يادګار په توګه پاتې ده. پاسنې انځور په ۲۰۲۰م کال کې د تعز په يوه دوکان کې اخيستل شوی دی.
انځور: Eman Al-Mekhlafi/DW جنګ پرته له ويجاړيو بل څه نه راوړي. خو د مطلقې ويرانۍ په منځ کې هم د ژوند نخښې پر ځای پاتې دي. د تعز ښار د لامبو دا حوض له جګړو په امان پاتې شوی. دلته اوس هم د پخوا په څير د وزګار وخت د تیرولو امګان شته او د خلکو له پاره د خوښۍ د يو څو شيبو د ترلاسه کول زمينه برابروي.
انځور: Eman Al-Mekhlafi/DW
د شنبې ورځې برید د ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې راهیسې په سعودي عربستان کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې هغه مهال د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د دغه هیواد په ختیځ ولایت قطیف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ۲۱ لمونځ کوونکي ووژل.
د یمن کورنۍ جګړه د جولای په میاشت کې وروسته له هغه بیا پیل شوه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوی څلور کلن اوربند مات شو.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یوه نړیوال ائتلاف مشري کوي چې د یمن له حکومت سره پوځي ملاتړ کوي. اوس دا هیواد د خپل بیوزله ګاونډي یمن په جګړه کې تر پخوا ډیر ښکیل شوی دی.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ، د سعودي عربستان له لوري د حوثیانو پر ضد په بریدونو کې د امریکا د احتمالي ګډون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «کیدای شي.» هغه زیاته کړه چې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره به خبرې وکړي او په سعودي عربستان کې یې رامنځته شوې پېښې «د نه منلو وړ» وبللې.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې سعودي عربستان تر دې مخکې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنې کړې وې، خو متحده ایالاتو د سعودي دغه غوښتنه رد کړې وه.
سعودي عربستان په وروستیو وختونو کې ښځو ته د موټر چلولو حق ورکړ او هغوی ته یې د حقونو د ورکولو پر لور نور ګامونه واخيستل. خو په دې برخه کې پرمختګ ډیر ورو دی او سعودي د ښځو د حقونو په برخه کې تر نوري نړۍ ډیر شا ته دی. انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar د ښخو لومړی ښوونځی او د لوړو زده کړو مرکز د سعودي ښځو تل د ریاض د دغو نجونو په څیر ښوونځي ته د تلو حق نه لاره. په ۱۹۵۵م کال کې په اول وار د لارالحنان په نوم ښوونځی کې د ښخو نوم لیکنه پیل شوه. په ۱۹۷۰م کال کې بیا د «ریاض د زده کړو کالج» د ښخو د لوړو زده کړو لومړۍ مرجع شوه.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine د ۲۱مې پیړۍ په پیل کې، سعودي ښځي په لومړي ځل وتوانیدې چې خپلې تذکرې ترلاسه کړي. دغه تذکري د ښځو د هویت د تثبیت یوازنۍ لار ده. ښځو ته یوازې د هغوی د محرم په اجازه تذکرې ورکول کیدای شوای. په ۲۰۰۶م کال کې بیا ښځو اجازه ترلاسه کړه چې پخپله او پرته له اجازې تذکرې واخلي.
انځور: Getty Images/J. Pix سعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو اوس هم په دې هیواد کې د واده تړون د زوم او خسر تر منځ کیږي نه د زوم او ناوې تر منځ.
انځور: Getty Images/A.Hilabi لومړۍ لوړ پوړې ښځه چارواکې په ۲۰۰۹م کال کې د سعودي عربستان پاچا په خپل حکومت کې لومړۍ ښځینه لوړ پوړي چارواکې په کار وګومارله. نوره الفیاض د زده کړو په وزارت کې د ښځو د چارو مرستیاله وزیره شوه.
انځور: Foreign and Commonwealth Office په اولمپیک لوبو کې د سعودي ښځو لومړۍ سیالي سعودي عربستان په ۲۰۱۲م کال کې په لومړي ځل ښځو ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د المپیک په لوبو کې سیالي وکړي. د هغوي په ډله کې یوه هم ساره عطار وه چې د لندن په المپیک لوبو کې د ۸۰۰ متره منډو په سیالۍ کې برخه واخیسته.
انځور: picture alliance/dpa/J.-G.Mabanglo د بایسکل او وړوکي موټرسایکل چلولو اجازه سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته اجازه ورکړه چې بایسکل او وړوکې موټرسایکلونه وچلوي. خو هغوی دغه کار یوازي په ځانګړو سیمو او حجاب اغوستلو سره کولای شوای.
انځور: Getty Images/AFP د ۲۰۱۳م کال په فبروري میاشت کې پاچا عبدالله په اول ورا ۳۰ ښځې د سعودي عربستان د مشورتي شورا غړي وګومارلې.
انځور: REUTERS/Saudi TV/Handout د سعودي عربستان د ۲۰۱۵م کال د ښاروالیو په ټاکنو کې ښځو په لومړي ځل د کاندیدیدو او رای ورکولو حق ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې ده چې نوي زیلاند د لومړي هیواد په توګه په ۱۸۹۳م کال کې ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړ. آلمان بیا په ۱۹۱۹م کال کې خپلو ښځینه اتباعو ته د رایې حق ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Batrawy د اسهامو د مارکیټ لومړۍ مشره د ۲۰۱۷م کال په فبروري مياشت کې سعودي عربستان په لومړي ځل ساره السحیمي، د لومړۍ ښځې په توګه د خپل اسهامو د بازار د مشري په توګه وټاکله.
انځور: pictur- alliance/abaca/Balkis Press د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې سعودي عربستان ښځو ته د سپورت ستیدیومونو ته د تلو اجازه ورکړه.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې ښځو ته به د موټر چلولو اجازه ورکړ شي. د ۲۰۱۸م کال له جون میاشتې راهیسې ښځې د موټر چلولو لایسنس اخیستلو له پاره د خپل محرم اجازې ته اړتیا نه لري او همدا راز کولای شي بې محرمه په موټر کې وګرځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali سعودي ښځو ته د طلاق په صورت کې لنډ تلیفوني پیغام استول کیږي د یوه نوي قانون له مخي د سعودي عربستان ښځي کولای شي د خپلو ودونو حالت په انترنت کې وګوري او له محکمې څخه د خپل طلاق د سند کاپي ترلاسه کړي. دغه قانون د دې له پاره رامنځ ته شوی چې ښخي بې له دې چې خبري وې، د مړونو له خوا طلاق نه شي. که ښخې طلاقیږي نو هغوی ته په تلیفون کې یو لنډ پیغام استول کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar