1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« له الحول څخه د داعشي کورنیو ۲۷ زره ماشومان باید انتقال شي»

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنه کړې ده چې د داعشي کورنیو ۲۷ زره ماشومان دې د دوی اصلي هیوادونو ته انتقال شي. په داسې حال کې چې دغه هیوادونه یاد ماشومان امنیتي خطر بولي، خو ملګري ملتونه دغه تورونه بی بنسټه بللي دي.

Syrien Camp al-Hol | Gefangenenlager für IS-Anhänger
انځور: Delil SOULEIMAN/AFP

د ملګرو ملتونو په سازمان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف، د دغه سازمان له غړو هیوادونو غوښتي دي چې د سوریي په شمالي کمپ کې د داعشي کورنیو ماشومان دي خپلو پلرني او مورني ټاټوبو ته انتقال کړي.

د دغو ماشومانو شمیر ۲۷۰۰۰ ته رسیږي چې مور او پلار یي له مختلفو هیوادونو څخه له داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره یوځای شوي وو.

په سوریه کې د الحول په تر ټولو لوی کمپ کې ۶۲ زره کسان میشت دي چې ۸۰ سلنه یي ښځې او ماشومان تشکیلوي. اکثره د دوی په ۲۰۱۹م کال کې د داعش د وروستي سنګر تر ماتې وروسته دلته راغلي دي.

ورونکوف وویل چې په دې کمپ کې د نړۍ د ۶۰ مختلفو هیوادونو ماشومان موجود دي چې مسئولیت یي د سوریې او کردانو ډلې (چې د دې کمپ کنترول په خپل لاس کې لري) په غاړه نه دی. د نوموړي په خبره د دوی اصلي هیوادونه مسئول دي.

د ورونکوف په خبره یوازې روسیې او قزاقستان هیوادونو وروسته له څو مجازي غونډو څخه نږدې ۱۰۰۰ تنه ماشومان د دوی له کورنیو سره بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې دغه مسئول وايي چې له دغو ماشومانو سره باید د یوه قرباني په څیر چلند وشي.

رواني ضربه

د پوځي شخړو او ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازې ویرجینیا ګامبا، د امنیت شورا ته وویل په دې کمپ کې د ماشومانو رواني روغتیا، امنیت او عمومي پرمختګ له خطر سره مخامخ دی. نوموړۍ وویل: «دوی ته باید په یوه امنه فضاء کې د دوی ماشومتوب بیرته ور وګرځول شي. چیرې چې دوی وکولی شي له تاوتریخوالي لیري یو راتلونکی جوړ کړي.» نوموړۍ ټینګار وکړ چې دوی باید د هر بل کوچنې په څیر په ژوند کې یو نوی فرصت ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب