1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: افغانستان ته د کډوالو سفر بحثونه را پارولي

۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبه

د کډوالو د توافقاتو له پاره د آلمان ځانګړي استازي یواخیم سټامپ، په آلمان کې میشتو کډوالو ته خبرداری ورکړی چې خپلو هیوادونو ته سفر یې ښايي د دوی د کډوالۍ قانوني حالت له خطر سره مخامخ کړي. دغه بحثونه ولې تاوده شوي دي؟

افغانستان ته په آلمان کې د میشت یو شمیر افغان کډوالو تفریحي پټ سفر تاوده بحثونه را پارولي دي.
افغانستان ته په آلمان کې د میشت یو شمیر افغان کډوالو سفر په دغه هیواد کې تاوده بحثونه را پارولي دي. انځور: Kai Pfafenbach/REUTERS

په آلمان کې د میشتو یو شمیر افغان کډوالو له لوري افغانستان ته سفر په دغه هیواد کې د مهاجرت په اړه بحثونه را پارولي دي. د کډوالو د توافقاتو له پاره د آلمان ځنګړي استازي، یواخیم سټامپ، په آلمان کې میشتو کډوالو ته خبر داری ورکړی چې خپلو اصلي هیوادونو ته د دوی سفر کیدی شي د دوی د کډوالۍ قانوني حالت له خطر سره مخامخ کړي.

سټامپ د بیلډ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي: «آلمان باید نړۍ ته خپلې دروازې پرانیزې خو باید احمق نه اوسي.» د نوموړي په خبره، هغه کسان چې دلته [آلمان] کې یې د حفاظت غوښتنه کړې، او بیا د رخصتیو د تیرولو له پاره خپلو اصلي هیوادونو ته ځي، آلماني چارواکي باید دا ډاډمن کړي چې دوی سمدستي د حفاظت قانوني حالت له لاسه ورکړي او ونشي کولی چې په آلمان کې پاتې شي. بس همدومره.»

بل لوري ته د هامبورګ د کورنیو چارو وزیرې، انډي ګروټه د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې هغه کډوال چې خپلو هیوادونو ته سفر کوي، هغه هیوادونو چې دوی هلته له تعقیب څخه ترې تښتیدلې دي، دا به خامخا د دوی د محافظ حالت هم تر پوښتنې لاندې راولي.

یواخیم سټامپ، په آلمان کې میشتو کډوالو ته خبر داری ورکړی چې خپلو اصلي هیوادونو ته سفر کیدی شي د دوی د کډوالۍ قانوني حالت له خطر سره مخامخ کړي.انځور: S. Matic/DW

په آلمان کې دغه بحثونه وروسته له هغه را وپاریدل کله چې څو ورځې وړاندې د آر. ټي. ال په نامه د دغه هیواد یوه خصوصي تلویزیون افغانستان ته د افغان کډوالو د سفر په هکله راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې د آلمان په شمالي هامبورګ ښار کې د سفر ځینې شرکتونه افغانستان ته د افغان کډوالو د سفر سهولتونه وړاندې کوي. د هامبورګ د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې که چیرته افغانستان ته د تګ له پاره لارې اسانه وي، نو بیا د اخراج په هکله هم امکانات موجود دي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د کډوالو فدرالي ادارې یا بامف ویلي چې د کډوالو اصلي هیوادونو ته د دوی سفر په ځینو ځانګړو شرایطو کې مجاز دی او په دې اړه یې د کورنۍ د نیږدې غړي ناروغي او یا مرګ د بیلګې په توګه یاد کړي دي.

خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل