1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: نږدې ۱۶۰۰۰ رد شوي ترکي اتباع باید اخراج شي

۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبه

په المان کې نږدې ۱۶۰۰۰ د اخراج په شرایطو برابر ترکي پناه غوښتونکي موجود دي. د دغو کسانو بیرته ستنول ترکیې ته د المان د صدراعظم اولاف شولڅ د سفر مهمه موضوع تشکیلوي. دا په داسې حال کې چې د اخراجونو شمیر ډیر کم دی.

آرشیف انځور: له المان څخه یو شمیر اخراجیدونکي پناه غوښتونکي الوتکې ته د ختلو پر مهال
آرشیف انځور: له المان څخه یو شمیر اخراجیدونکي پناه غوښتونکي الوتکې ته د ختلو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان فدرالي ادارې (BAMF) ویاندې د المان خبري آژانس dpa د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې د سپټمبر میاشتې په پای کې په المان کې نږدې ۱۶زره داسې ترکي اتباع موجود ول چې باید له دغه هیواد څخه اخراج شوي وای.

د بامف په حواله د ۱۵۷۸۹ رد شویو مواردو له ډلې څخه ۱۲۸۳۵ ترکي اتباعو یې د دولدونګ یا د زغمل کیدو اسناد درلودل. په دې ترتیب سره ترکي اتباع له دغه هیواد څخه په اخراج د مکلفو کسانو ۷ سلنه برخه تشکیلوي.

د دغو رد شویو کسانو بیرته ستنول به په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نن (شنبه د اکتوبر ۱۹ نیټه) تر غرمې وروسته د المان د صدراعظم اولاف شولڅ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې ځای ولري.

د ترکي رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو موضوع به ترکیې ته د المان د صدراعظم د سفر په اجنډا کې ځای ولريانځور: Michael Kappeler/picture alliance/dpa

د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله د ۲۰۲۴ م کال په لومړۍ نیمایي کې په مجموع کې ۴۴۱ ترکي اتباع له المان څخه دغه هیواد ته اخراج شوي دي. په ۲۰۲۳م کال کې بیا ۱۳۰۰ ترکي اتباع له المان څخه دغه هیواد ته بیرته سپارل شوي ول.

د المان حکومت غواړي د رد شویو پناه غوښتونکو اخراجونه ډیر کړي او په دې برخه کې یې له انقرې سره په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر هم ورکړی دی.

تر سوریې او افغانستان وروسته تر ټولو ډیر ترکي اتباع په المان کې د پناه غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر لږ شمیر له دغو پناه غوښتونکو په المان کې د پاتې کیدو چانس یا مثبت ځواب ترلاسه کوي.

په روان میلادي کال کې د ترکي اتباعو له پاره د حفاظت ترلاسه کولو شاخص ۱۰ سلنه وو په داسې حال کې چې په مجموع کې د دغه شاخص اوسط ۴۶،۱ سلنه وي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب