1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيلان ولي په پښو اورېدلای او د ژبو تر منځ فرق کولای سي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

فيل د مځکي پر وچه ژوند کوونکی تر ټولو لوی مماليه يا تي لرونکی حيوان دی. دغه حيوان په لوړه اندازه ښه حافظه لري او د نارينه، ښځي او ماشوم د ږغ تر منځ فرق کولای سي.

فيل په پښتو هم اوري
فيل په پښتو هم اوريانځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د فيلانو يا هاتيانو په هکله فکر کيږي چي هغوی په جسد ډېر لوی خو په خلق کي ډېر آرام دي. دغه حيوان په آسيا او افريقا کي موندل کيږي او د مځکي پر وچه تر ټولو لوی تي لرونکی حيوان دی. د دغه حیوان له پښو څخه نيولې بيا يې تر لوی بدن او پېچلي دماغ پوري ځانګړتياوي داسي دي، چي په هغو سيمو کي ورته په ژوند کولو کي آساني رامنځته کوي، چيري چي دغه حيوان پيدا کيږي.

دا چي دغه حيوان د خپل زيات وزن باوجوده ډېر اوږده مزلونه وهلای سي، يوه وجه يې د پښو يا پنجو ځانګړی جوړښت دی. د هغه په پښو کي د چربۍ يا غوړو څو کلکي سطحي موجوده دي. د پښې جوړښت يې داسي دی چي د بدن ټول وزن يې صرف پر پښو نه لويږي بلکه د بدن پر نورو برخو يې هم زور تقسيم کيږي.

تايلنډ کې شپږ فيلان په اوبو کې غرق او مړه شوي دي

خو هاتيان له پښو څخه د اطلاع ترلاسه کولو کار هم اخيستلای سي. دغه حيوانان کولای سي چي له ۳۲ کیلومترو فاصلې څخه لا هم د کمي فريکونسۍ ږغ او د پښو آواز محسوس کړي. دغه ږغونه د مځکي پر سطحه د زلزلې په شان رېږد رامنځته کوي چي فيلان يې په خپلو پښو احساسولای سي. تحقيق کوونکي فکر کوي چي دغه رېږد له مځکي څخه د فيلانو پښو او بيا د جسماني جوړښت له کبله تر غوږو پوري رسيږي. دغه ځانګړتيا فيلان پر وخت له خطر څخه خبروي.

دا کومه ژبه ده؟

په ۲۰۱۴ کال تر سره سوي يو تحقيق وښودل چي فيلان د انساني ژبو تر منځ فرق هم کولای سي. هاتيان د نرينه ؤ، مېرمنو او ماشومانو د ږغونو تر منځ فرق کولای سي. دغه وړتيا د دغو حيواناتو سره مرسته کوي چي يو انسان ورته تر کومې اندازې ګواښ دی.

د يو شمېر حيواناتو ساتنه بايد وسي

تحقيق کوونکو د کينيا هيواد په امبوسيلي نيشنل پارک کي و ځنګلي فيلانو ته بېلا بېل ثبت سوي ږغونه واورول چي د هغوی غبرګون وڅارلای سي. محققينو غوښتل وګوري چي ايا فيلان دفاعي حالت خپلوي که څنګه. په دې ترڅ کي فيلانو ته د ځايي مسايي او کمبا په نوم قبيلو د خلکو ثبت سوي آوازونه واورول سول. فيلانو د مسايي نارينه ؤ پر ږغونو سخت غبرګون وښود. وجه يې دا وه چي د مسايي قبيلو نارينه ؤ په څو مواردو کي فيلان وژلي ول. خو کله چي فيلانو ته د همدغي قبيلې د ښځينه ؤ او ځوانو هلکانو ږغونه واورول سول، نو فيلان آرام پاته سول ځکه چي له مېرمنو او له ځوانانو څخه و فيلانو ته ګواښ نه ؤ پېښ سوی.

په نړۍ کي د فيلانو شمېر په چټکۍ د کمېدو په حال کي دیانځور: Manjunath Kiran/AFP/Getty Images

فيل هېره نه لري

دا چي فيلان د بيلو انساني ژبو تر منځ فرق کولای سي، دا پر دې هم دلالت کوي چي فيلان يوه ډېره ښه حافظه لري. د فيل دماغ نه يوازي پر مځکه د موجودو نورو ټولو تي لرونکو حيواناتو څخه په حجم کي لوی دی، بلکه پکښي تر انسانانو زيات پيراميډل عصبي نويرونونه هم شته دي. دغه نيورونز په پوهه او فکر د کارونو کولو لپاره مهم بلل کيږي. يعني فيلان کولای سي چي د دغو له کبله ښه حافظه ولري. فيلان و اوبو ته له بيلو لارو څخه هغه تر ټولو لنډه لاره پياد ساتلای سي، که حتی فاصله يې تر ۵۰ کلومترو څخه لا هم زیاته وي.

فيلان په ځانګړې توګه په آسيا کي د ګواښ سره مخامخ دي. په دغه ستره وچه کي د فيلانو شمېر په تيرو ۷۵ کالو کي تقريبا نيمايي ته راکم سوی دی. د فيلانو د شمېر کمېدلو يوه لويه وجه د انسانانو له خوا د هغوی په ځنګلي سيمو کي مداخله ده. په افريقا کي د فيلانو غير قانوني ښکار هم يوه لويه ستونزه ده.

بېټريس کرسټوفارو/ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب