1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

طالبانو امریکا ته د هوایي بریدونو له کبله خبرداری ورکړی

۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

طالبانو ویلي دي چې له افغان حکومت سره د اوربند هیڅ تړون نه لري او امریکا بايد په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي. طالبان د جمعې ورځې راهیسې، د پنځو ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کوي.

Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. طالبانو ادعا کړې چې د جمعې ورځې راهیسې یې د پنځو ولایتونو مرکزونه تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي. په همدې منځ کې طالبانو له افغان حکومت سره د اوربند غوښتنه هم رد کړې ده.


د رویټرز خبري آژانس په حواله په دوحه کې د طالبانو یوه ویاند الجزیره تلویزون ته ویلي دي چې له افغان حکومت سره یې د اوربند هیڅ ډول تړون نه دی لاسلیک کړی. طالبانو امریکا ته هم خبرداری ورکړی دی چې نور دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

امریکا نږدې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه ایستلي دي، خو سره له دې هم د حکومتي ځواکونو په ملاتړ یې پر طالبانو د هوایي بریدونو لړۍ جاري ساتلې ده.

تیره ورځ طالبانو د کندز ښار د نیولو ادعا وکړه، خو د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات روان دي او په دې ترڅ کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي دي.

حکومت وایي هڅه کوي کندز ښار بیرته تر خپل کنترول لاندې راولي. خو د رویټرز خبري آژانس په حواله طالبان د ښار په مرکز کې موجود دي او هوایي ډګر یې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.

د یکشنبې په ورځ طالبانو د سرپل او تالقان ولایتونو د نیولو ادعا وکړه او په دې توګه یې په یوه ورځ کې پر درو لویو ښارونو د کنترول ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د شنبې په ورځ طالبانو د جوزجان ولایت مرکز شبرغان هم سقوط کړی و، چې حکومت هم د دې خبر پخلی کړی دی.

مخکې تر دې د جمعې په ورځ بیا د نیمروز ولایت مرکز زرنج سقوط شوی و. په هرات، کندهار او لښکرګاه کې هم د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی. د افغان حکومتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړې شدت موندلی او طالبانو ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

د جګړو له امله د ملکي ځاني تلفاتو ترڅنګ ډیر شمیر خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

یوه بی ځایه شوې میرمنې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زمونږ په کلي ډیر بمونه غورځول شوي دي. طالبان هم راغلل هرڅه یې له منځه یوړل. مونږ د خپل کور کلي پريښودو ته اړ کړای شو. موږ او زموږ ماشومان په ډیرو سختو شرایطو کې قرار لرو او مجبوره شوي یو چې په وچه ځمکه ویده شو.»

یوه بل بی ځایه شوي بیا ویلي دي: «د جګړې او ډزو پر مهال زما یوه اووه کلنه لور دباندې وتلې وه او له هغه وخت راهیسې لادرکه ده. مونږ نه پوهیږو چې آیا هغه ژوندۍ هم ده او که نه؟»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص