1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي ديزنی شرکت خپل ۲۸ زره کارکونکي له کاره ګوښه کوي

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

د کرونا وبا په امریکا کې د ښه وخت تيرولو تفریحې ستر شرکت ته ډير دروند زیان رسولی دی. دغه ديزنی شرکت په بورس کې د خپل فعالیت پای ته رسولو اعلان کړی او هوډ لري چې خپل ۲۸ زره کارکونکي له کارونو څخه وباسی.

Disney Corona-Krise
انځور: Philip Fong/AFP/Getty Images

د امريکا ديزنی شرکت اعلان کړې،چې د «کوويد ۱۹ دوامداره ناوړه پایلو له کبله دغه ستر شرکت مجبور دی چې د خپلو ۲۸ زره کارکونکو کارونه پای ته ورسوي.» د ديزني شرکت د معلوماتو له مخې دوه په دريم هغه کار کونکي له کارونو څخه ایستل کيږې، چې په دغه کمپنۍ کې نيمه ورځ کار کوي.

د ديزني شرکت د توليدي برخي مدير جوش دامارو کارکونکو ته په يو ليکلي یاداشت کې ويلې:« دغه اقدام ډير ناوړه دي.» خو د کوويد ۱۹ وبا خپریدلو په بهير کې چې پای یې معلومه نه ده، یو ضروري اقدام ؤ. له همدې کبله د شرکت نا معلومي راتلونکی ته په پام کي نیولو سره باید د ډير شمیر کارکونکو همکاريو ته د پاي ټکې کيږدو. د مدیر په خبره د دغه شرکت ډير شمير کارکونکي د همدې کال د اپريل مياشتي څخه جبري رخصتيو ته ليږل شوي دي، په داسی حال کې چې لا هم روغتیاي بیمې لري.

د کرونا بحران د دغه ديزني شرکت ډير فعالعيتونه چې د ښه وخت او ساعتيرئ په برخه کي لرل ، متوقف کړي دي. که څه هم د ديزني شرکت ځينی مرکزونه بیرته پرانيستل شوي ،خو د ساعتیرۍ مهم مرکزونه يې لکه په کاليفورنیا کې دوه لوی پارکونه لا هم تړلي دي او د کار جازه نه لري. د شرکت مدیر په دې اړه د دغه ايالت پر چارواکو انتقاد وکړ.

ديزني شرکت په اګست مياشت کې خبر ورکړ چې د کرونا وبا له کبله يې ډیر زيان زغملی دی. دغه شرکت په دریو میاشتو کې د ۲۰۲۰ م کال د جون مياشتې تر پايه پورې شا اوخوا ۴ ميلیارډه او ۷۰۰ ميلونه ډالره تاوان کړی دی.

د ديزني شرکت مالي توان  له ۸۵ سلنه ښکته شوی او کلنی عاید یې د تیرکال په پرتله ۴۳ سلنه راټيټ او تر ۱۲ میليارده ډالرو کم شوی دی.

دلته زموږ له آرشيف څخه د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب