1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکایانو او ژباړونکو الوتکې د پرواز اجازې ته منتظري دي

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

د رپوټونو په حواله شپږ الوتکې چې ټاکل شوې ده امریکایان او د هغوی افغان ژباړونکي انتقال کړي، له پنځو ورځو راهیسې د مزار شریف په هوایي ډګر کې بند پاتې دي او تر اوسه پورې یي د پرواز اجازه نه ده ترلاسه کړې.

Deutschland | Wunstorf | Rückkehr der Bundeswehr aus Afghanistan
انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شپږ الوتکې چې ټاکل شوې ده شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایان او د هغوی افغان ژباړونکي له افغانستانه وباسي، پنځه ورځې کیږي چې هلته بند پاتې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو لوړپوړې استازي مایک مک کال، «فاکس نیوز سنډی» ته ویلي دي چې دغو شپږو الوتکو د طالبانو له خوا د پرواز کولو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

هغه ویلي دي چې طالبانو په الوتکه کې سپاره خلک «یرغمل» نیولي دي. نوموړی په دې باور دی چې طالبان «د امریکا له خوا په بشپړ ډول د په رسیمیت پيژندل کیدو» په هڅه کې دي.

په همدې منځ کې د مک کال د څرګندونو برخلاف رپوټونه هم خپاره شوي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قطر کې د تخلیه کوونکو سازمانونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغو الوتکو د اړتیا وړ جواز ترلاسه کړی دی، خو د طالبانو له خوا وروستي یا نهایي تائید ته منتظر دي.

نوموړي ورځپاڼې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د یوه متقاعد افسر اریک مونتالوو، په حواله چې د پروازونو په عملي کولو کې نقش لري، لیکلي دي چې «طالبانو الوتکې د یرغمل په توګه نه دي درولي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز