د بخښنې نړېوال سازمان د آلمان څانګې وياندې تريسا بريګمن وويل: «د افغانستان له پاره د منلو پروګرام د هغو افغانانو له پاره چې له شديد خطر سره مخ دي، د هيلو یوه څرک دی.»
بريګمن زیاته کړه چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو پروګرام په ادامه کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت نقش لري: «دا د کورنیو چارو وزيرې نانسي فيزر، پورې تړاو لري، ممکن له راتلونکې کاله دغه پروګرام ته بودجه ورنکړل شي. دا شرمناکه ده.»
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، د دغه پروګرام له طریقه د شاوخوا ۳۱۰۰ افغانانو د منلو غوښتنې منل شوي او په پام کې ده راويستل شي، خو راتلونکې ېې نامعلومه ده.
د آلمان د بشري حقونو کمشنره، لوئيز آمتسبرګ، وايي چې د افغانانو د منلو پروګرام له خطر سره مخ افغانانو د حفاظت له پاره یوه «مهمه وسيله» ده. هغه زياتوي په افغانستان کې سخت وضعیت ته په کتو د دغه پروګرام ادامه «ضروري» ده.
د بخښنې نړېوال سازمان وايي له کله نه چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شوي په دغه هېواد کې د نړیوالو قوانینو خلاف بشري جرمونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ادامه لري.
په دې درې کلنه موده کې د طالبانو له لوري د فعالانو او خبریالانو د نيولو او شکنجې رپوټونه ورکړل شوي چې ورسره جوخت زیات خلک له افغانستانه د وتلو هڅې کوي.
امنیستې انترنیشل یا د بخښنې نړېوال سازمان ليکي چې ډېر افغانان ایران، پاکستان او ترکيې ته مهاجر شوي دي، په داسې حال کې چې هلته هم له اقتصادي ستونزو او حتی بېرته افغانستان ته د اخراج له خطر سره مخ دي.
خو د طالبانو حکومت په کراتو د نړېوالو سازمانونو دا ډول څرګندونې رد کړي او هغه ېې ناسم تبلیغات بللي دي.
(dpa)mks/nz/
له آرشیف څخه:
له کابل څخه د تخلیې پرمهال لادرکه شوی ماشوم له کورنۍ سره یوځای شو
له کابل څخه د تخلیې پرمهال لادرکه شوی ماشوم له کورنۍ سره یوځای شو انځور: Ali Khara/REUTERS د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هغه افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ پر مهال ورک شوی وو، تر موندل کیدو وروسته په کابل کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوی دی. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters رویټرز خبري اژانس په خپل یوه تازه رپوټ کې لیکلي چې د تېر میلادي کال د اګست په نیمايي کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې لادرکه ماشوم تر موندل کیدو وروسته اوس بیرته د ماشوم خپلوانو ته وسپارل شو. کله چې ماشوم په هوايي ډګر کې ژړل، یو ټکسي چلوونکی حامد صافي وموند او له ځانه سره یې بوتلو چې د خپل ماشوم په توګه یې لوی کړي.
انځور: Ali Khara/REUTERS رویټرز راپور ورکړی چې ټکسي چلوونکي پنځه میاشتې وروسته له خبرو او غوښتنو او همدارنګه د طالبانو له خوا د لنډې توقیف وروسته ماشوم په کابل کې خپل انا او نورو خپلوانو ته وسپاره. د ماشوم خپلوانو ویلي چې دوی اوس تمه لري چې هغه د خپلې کورنۍ سره یوځای شي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
انځور: Ali Khara/REUTERS سهیل احمدي دوه میاشتینی وو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹ د کابل په هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ جلا شو. هغه مهال چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته زرګونه کسان د کابل هوايي ډګر ته د وتلو لپاره ورغلي وو، کوچنی سهیل احمدي پکې له خپلې کورنۍ لا درکه شو.
انځور: Ali Khara/REUTERS د دې ماشوم د ورکیدو په اړه د رویټرز د راپور له خپریدو وروسته، د ټکسي چلوونکي صافي ګاونډیانو د سهیل خپور شوی عکس پیژندلی وه. د طالبانو یوه قوماندان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د ماشوم کورنۍ د هغه ټکسي چلوونکي کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکوي چې ماشوم یې د ساتنې یا پالنې لپاره موندلی وه.
انځور: Ali Khara/REUTERS د ماشوم پلار میرزا علي احمد په کابل کې د امریکا د سفارت ساتونکی وو. د نوموړي میرمن ثریا د کابل په هوايي ډګر کې د ویستلو په بهیر کې خپل ماشوم د هوايي ډګر له دیوال سره نږدې نیولی وو، تر څو ورته زیان ونه رسیږي. دغه ماشوم له دوی څخه امریکايي ځواکونو اخیستی وو، خو هوايي ډګر ته تر داخلیدو وروسته یې خپل ماشوم بیا ونه موند.
انځور: Ali Khara/REUTERS د ځینو نړیوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال تر زرو زیات ماشومان له خپلو کورنیو پرته د کابل له هوايي ډګر څخه امریکا ته وړل شوي دي.
انځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP