1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په ټاکنوکي دشکمن برید دپلان په تور یوافغان نیول سوی

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د امریکا د عدلیې وزارت په حواله یو ۲۷ کلن افغان د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د یوه شکمن برید د کولو په تور نیول سوی دی.

امریکا هغه کاناډایي چې د داعش ویډیوګانې یې خپرې کړې په عمري بند محکوموي
د داعش ويډيو خپروونکی په عمري بند محکوميږيانځور: Mark Lennihan/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزیر میریک گارلند، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر۸) څرگنده کړې ده چي وزارت يې د دغه کس هغه پلان شنډ کړی دی چي غوښتل یې یوه نیمه اتوماټیکه وسله تر لاسه او د ټاکنو په ورځ د (اسلامي دولت) یا داعش په نوم له زورزیاتي ډک یو برید وکړي.

امریکا  متحده ایالات د نوومبر مياشتي پر پنځمه نېټه نوی ولسمشر ټاکي.

۲۷ کلن نصیراحمد توحیدي د دوشنبې په ورځ په اوکلاهوما ایالت کي ونیول سو او د داعش د مالي ملاتړ په هڅو تورن سوی دی.

دامریکا د عدلیې وزارت څرگنده کړه: توحیدي وروسته له هغه ونیول سو چې هغه «گواکي د خپلې کورنۍ د شتمنیو د تصفیه کولو، بهر ته د خپلې کورنۍ د غړو استولو، د AK-47 ډوله اتومات وسلې او مهماتو د ترلاسه کولو او پهامريکا کې یې د ترهګریز برید د کولو له پاره ګامونه پورته کړي ول.»

د معلوماتو له مخي تورن کس له یوه کم سنه ملګري سره یو ځای چي ویل کیږي د توحیدي د میرمنې ورور (اخښی) دی، پس له هغه ونیول سو چي د FBI له پټو اجنټانو څخه يې دوه توپکونه او مهمات په جعلي معامله کې اخیستي ول.

د امریکا  د عدلیې وزارت په وینا، FBI د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه د شکمن تلیفون پلټنه وکړه. پلټونکو له داسي یوه کس سره اړیکه وموندله چې شکمن کس باور درلود چې له داعش سره تړاو لري.

سربیره پردې ویل کیږي چې دغه سړي له داعش سره تړلې تلیګرام ډلو سره معلومات تبادله کړي او د ترهگري سازمان تبلیغاتي مواد یې خوندي کړي دي.

دغه سړی د يوه ترهگر سازمان د ملاتړ په سبب تر ۲۰ کاله بند او د ترهگرو اهدافو له پاره په غیرقانوني ډول د وسلو د اخیستلو له کبله تر ۱۵ کلونو بند د سزا له گواښ سره مخامخ دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب