د آلمان د جيولوجيکي علومو د پلټنې مرکز يا جي اف زېد وايي چې د افغانستان او تاجيکستان د سرحد په اوږدو کې پرتې سيمه کې د ۵،۳ په مقدار د ځمکې رېږدېدنه رامنځ ته شوې ده.نېپال کې زلزلې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژلي
دغه څېړنيز مرکز زياتوي چې زلزله د ۱۰۹ کيلومترو په ژورتيا يا عمق کې رامنځ ته شوې ده. د ځاني او مالي زيانونو په اړه تر اوسه معلومات نه شته.د هرات زلزله ځپلو ته اروپايي اتحادیې مرستندويه توکي استولي
تېره مياشت د افغانستان په لويديځ، هرات په ولايت کې هم پرله پسې ټکانونو له زرو ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. افغانستان په داسې يوه سيمه کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کيږي.
رويټرز/ن.ص./ن.ز.
هرات: رضاکاران د قربانیانو په لټه کې دي
د شنبې په ورځ په هرات کې د ریشتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې ستره مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. دا په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې یو له ډیرو پیاوړو زلزلو څخه ده. انځورونه
انځور: Omid Haqjoo/AP/dpa/picture allianceد اکتتوبر میاشتې د اوومې نیتې په سهار، په هرات ولایت کې زلزلې وشوې. په افغانستان کې په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په سیمه کې وخت نا وخت پیاوړې زلزلې کيږي.
انځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Imagesیوازې څو ساعته وروسته، نورې پیاوړې لړزې هم رامنځ ته شوې. زلزلې تر ۱۲ ډیرو کلیو ته سخت زیان رسولی دی. د دغو سیمو اوسیدونکي لا وختي د وچکالۍ له کبله له سخت وضعیت سره مخامخ ول.
انځور: Benyamin Barez/AP Photo/dpa/picture allianceد ژوندیو پاتو کسانو د موندلو له پاره لټه
د سیمې اوسیدونکو په ډیرو کمو امکاناتو د ژوندي پاتو شویو کسانو د ژغورنې هڅې پیل کړې دي.
انځور: Mohsen KARIMI/AFPتر ناورین وروسته د ژوند سخت حالت
د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې دغه کورنۍ تر زلزلې وروسته د ژوند ډیر لومړني امکانات هم نه لري.
انځور: MOHSEN KARIMI/AFPد کورنیو هر څه له منځه تللي
د افغانستان په کلیو کې ډیر وخت لویې کورنۍ په يوه کور کې ژوند کوي، ځکه نو د زلزلې له کبله د تلفاتو شمیر هم لوړ دی. دا تر زلزلې وروسته د یوې کورنۍ ټول پاتې مال دی.
انځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Imagesځایي واکمنان وایي چې زلزلې ۱۳ کلیو ته سخت زیان اړولی دی. دا چې په دغو کلیو کې ډېر کورونه خامه دي، نو د زلزلې تلفات هم لوړ دي.
انځور: Omid Haqjoo/AP/dpa/picture allianceځايي اوسیدونکو د قربانیانو په ښخولو پیل کړی دی. سیمو ته د مرستو رسول او د بیا رغونې چارې ښايي ډیر زیات وخت ونیسي.
انځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Images