آلمان: د يوه افغان پوځي افسر مصونيت ولې ورڅخه واخيستل شو؟
۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعهقضيه د افغانستان د ملي اردو د يوه لومړي بريدمن په اړه وه. داسې ويل کيږي چې په خپل هېواد کې له بنديانو څخه د تحقيقاتو او پوښتنو ګروېږنو پر مهال يې درې تنه بنديان وهلي او د برق په واسطه د شکنجې ګواښ يې ورته کړی دی.
دغه پخواني افسر سربېره پر دې امر هم کړی وو چې د طالبانو د يوه قوماندان مړی د پوځي اډې يوه دېوال پورې وځړول شي چې د بې حرمتۍ يو عمل دی. کله چې دغه افسر جرمني ته راغی، نو د ۲۰۱۸ کال په مني کې ونيول شو.
د مونشن لوړې آيالتي محکمې هغه د تاوتريخجنو تحقيقاتو پر مهال په دريو مواردو کې د خطرناکې بدني صدمې، فشار راوستلو او ګواښنې او د فشار راوستنې او ګواښنې د هڅې له کبله په دوو کالونو تعليقي بند محکوم کړ. خو د شکنجې جنايت د مونشن قاضيانو بيا تائيد نه کړ. خو د آلمان د کارلسروهه فدرالي محکمې اوس په څرګنده وويل چې دغه افغان افسر سره له دې چې اعمال يې په افغانستان کې ترسره کړي، خو په آلمان کې محکوم کېدای شي.
په وينا يې اصلا په بين الدول حقوقو کې پرينسيپ دا دی چې بهرني دولتي چارواکي پر مصونيت حساب کولی شي. خو دا بيا هغه مهال اعتبار نه لري چې د بهرنيو پوځونو پخوانو غړيو بنديان ربړولي او يا د شکنجې ډوله جنګي جنايتونو په څېر جرمونه يې تر سره کړي وي. د فدرالي محکمې په خبره آيالتي محکمې په خپل حکم کې د بنديانو ربړونه په اشتباه سره په نظر کې نه وه نيولې. داسې ويل شوي دي چې د مونشن قاضيان بايد اوس دغه کار وکړي او د سزا يوه نوې انفرادي کچه تعيين کړي.
EPD/ن ص/ب ص