1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکې: ټرمپ د تعرفو له لارې د اروپا وېش غواړي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژآنس
۱۴۰۴ دی ۲۸, یکشنبه

د آلماني څېړنيز انستيتوت يوه څېړونکې وايي چې ټرمپ اروپا کې د ناټو د اتو متحدينو پر ضد د تعرفو وضع کولو په ګواښ سره هڅه کوي پر اروپايي هېوادونو تر ټولو ډیر فشار راولي او د ګرینلېنډ د کړکېچ پر سر د هغوی يووالی مات کړي.

د ګرينلېنډ په نوک کې د کبانو د پروسس يوه فابريکه
ګرينلېنډ له ستراتيژيک اړخه ډېر مهم ګڼل کيږي.انځور: Lokman Vural Elibol/Anadolu/picture alliance

د آلمان د نړيوالو او امنيتي چارو د انستيتوت (SWP) د يوې لوړپوړې څېړونکې په وينا، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اروپا د وېش له پاره د اروپا د ناټو د اتو متحدو هېوادونو پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښ کاروي.

لورا فون دانييلز د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وويل: «ټرمپ دا کار ځکه کوي چې کولی یې شي او ځکه چې ګرینلېنډ د هغه لپاره يو مهمه ‘جايزه' ده.»

هغې وويل، ټرمپ د يو شمېر اروپايي هېوادونو په نښه کولو سره د تعرفو له لارې غواړي «اعظمي فشار واچوي او اروپايان سره ووېشي چې تر اوسه د ګرینلېنډ د کړکېچ پر سر نږدې په بشپړ يووالي ولاړ وو.»

د ګرينلنډ پر موضوع د ناټو د دوو غړو تر منځ د اړيکو د خرابېدو اندېښنې

فون دانييلز يادونه وکړه چې په وروستيو اونيو کې په ځلونو داسې اټکلونه شوي چې د امريکا ستره محکمه ښايي ډېر ژر د بېړنيو تعرفو په اړه پرېکړه وکړي او کېدای شي د ټرمپ يو اړخيز اقدامات محدود کړي.

په عادي ډول د ګمرکي تعرفو د وضع کولو واک د امريکا د کانګرس په لاس کې وي، خو د ټرمپ ادارې د قانون جوړونکو له لارې له تېرېدلو پرته د ۱۹۷۷ کال د ملي بېړني حالت د قانون په کارولو سره عمل کړی، چې د International Emergency Economic Powers Act (IEEPA) په نوم يادېږي.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

01:29

This browser does not support the video element.

«په قصدي ډول د ځواک ښودنه»

د دې قانون له مخې، ولسمشر کولی شي د کړکېچ په حالتونو کې د پارلمان له ښکیل کولو پرته فرمانونه صادر کړي. فون دانييلز وويل، دا موضوع ښايي تر يوه بريده د ټرمپ د تعرفو د ناڅاپي پرېکړې وخت هم تشريح کړي.

فون دانييلز زياته کړه، بل ممکن لامل کېدای شي دا وي چې ټرمپ د داووس د نړيوال اقتصادي فورم له پيل وړاندې چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۹مه) پيل شي، په قصدي ډول د ځواک ښودنه کوي.

هغې وويل: «ټرمپ پر ګواښولو او د خپلو متحدينو، تر ټولو زيات ډنمارک او ګرینلېنډ، پر سپکاوي تکيه کوي.»

د دغې آلمانۍ کارپوهې په وينا، د امنيتي او اقتصادي نظره د دې اقدام لپاره هېڅ د درک وړ دليلونه نه شته دي.

د هغې په وينا، پر ځای يې ټرمپ ښايي هڅه کوي چې د «ائتلاف د خوښې» هغه ګډ دريځ کمزوری کړي چې د ګرینلېنډ د ګټو او د نړيوال قانون د درناوي لپاره متحد ولاړ دی.

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

01:21

This browser does not support the video element.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب