د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل، د چهارشنبې په ورځ د آلمان فدرالي پارلمان ته د ځواب ورکولو په لړ کې د عيسويانو د پاک اختر په ورځو کې د عمومي رخصتيو په اړه، د دې او د آلمان د ۱۶ ايالتونو د لومړي وزيرانو نیول شوی ګډ تصميم يوه تيروتنه وګڼله او د آلمان له پارلمان او خلکو څخه يې بخښنه وغوښتله.
ميرکل وویل، داسې تصمیم چې د پاک اختر په پنځو ورځو کې دې عمومي رخصتي وضع شي، بشپړه اشتباه وه، ځکه چې په دومره لنډه موده کې د دا ډول يوه تصميم عملي کول د تطبیق وړ نه وي.
د انګلا ميرکل دغه بخښنه، د هغې د صدارت په ۱۶ کلنه دوره کې په بشپړه توګه یو بې ساری اقدام دی. ميرکل وويل چې دغه تصمیم «يوازې زما خپله اشتباه وه.» هغې په برلین کې خبريالانو ته وويل: «په نهایت کې ټول مسؤلیتونه زما پر غاړه دي.»
د آلمان صدراعظمې وويل چې پوهيږي دغه ډول اقدامات په خلکو کې يوه بله اضافي بې اطميناني رامنځ ته کوي. هغې زیاته کړه: «زه د دغه تصمیم په اړه ژوره خواشينې یم او له خپلو هیوادوالو څخه بخښنه غواړم.»
د سوسيال دموکرات ګوند څخه د انګلا مرکل مرستيال،اولاف شولتسانځور: John MacDougall/AFP دغه راز سوسیال ديموکرات ګوند چې د ميرکل ائتلافي شریک دی، هم په دې برخه کې مسؤليت منلی دی. د ميرکل مرستيال اولاف شولتس چې له دغه ګوند څخه دی وويل: «دا یو ګډ تصمیم وو او اوس باید ټول په ګډه مسؤلیت واخلو.» شولتس زیاته کړه: «له دغه تصميم څخه د صدارعظمې لاس پر سر کيدل او د پاک اختر په ورځو کې د رخصتيو د لغو کولو اقدام يې د درناوي وړ دی.»
په آلمان کې پر کرونا د مبتلا کیدونکو شمیر مخ پر ټيټیدو دی
لګول شوي محدوديتونه څه ول؟
د روانې اوونۍ په پيل کې ميرکل او د آلمان د ۱۶ ايالتونو لومړي وزيرانو د کرونا له کبله رامنځته شوو محدوديتونو په اړه بحث درلود. دوی په ګډه فیصله وکړه چې د عیسویانو د پاک اختر (ايستر) په ورځو، يعنې د اپريل له لومړۍ تر پنځمې پورې، باید ټولې مغازې او سوپرمارکيټونه تړلي وي او يوازي دي د اپريل پر دریمه د خوراکي موادو سوپرمارکيټونه خلاص وي. په دغې پريکړه کې له کلیساو څخه غوښتنه شوې وه چې د پاک اختر مراسم په مجازي توګه ولمانځل شي.
د دغي پريکړه يوه بله برخه د لږ کسانو راټوليدل وه او يوازې د يوې کورنۍ تر پنځو غړو پورې کولای شول چې يو له بل سره وويني. له خلکو څخه غوښتنه شوې وه چې «په کور کې پاتېدو» پر مقرراتو باندې عمل وکړي.
ميرکل: د اعتماد راېې ته اړتیا نشته، د حکومت ټول غړي زما ملاتړ کوي
میرکل وويل چې هغه ډاډه ده چې د آلمان حکومت ټول غړي او په ټوله کې پارلمان يې د پريکړې ملاتړ وکړيانځور: Annegret Hilse/REUTERS ميرکل د آلمان په پارلمان کې د مخالفې جناح د اعتماد راېې له پاره طرحه رد کړه. هغې له «اې آر ډي» شبکې سره په خبرو کې وويل: «خير، داسې يو اقدام به ونه کړم.» هغې زیاته کړه چې د اعتماد راېې اخيستلو ته اړتیا نه ليدل کيږي، ځکه هغې خپل تصميم بیرته اخیستی او له خلکو يې هم بخښنه غوښتې ده.
کرونا: په آلمان کې لګول شوی ټولبند ښايي وغځول شي
انګلا ميرکل د عيسويانو د پاک اختر د ورځو رخصتيو په اړه وويل چې په دې برخه کې د حکومت د نيول شوي تصمیم تطبیقول، د قانون له مخې ډیر سخت وو: «زه فکر کوم ما داسې يو اقدام چې درست وو، ترسره کړ.» هغې ټينګار وکړ چې په دې برخه کې يې د آلمان فدرالي حکومت او په ټوله کې پارلمان ملاتړ کوي.
د آلمان صدراعظمې وويل چې هیواد يې اوس مهال د کرونا وبا له دريمې څپې سره مخ دی: «تر ټولو مهمه دا ده چې موږ باید اوس د کرونا دریمه څپه کنټرول کړو.»
د ميرکل په خبره دغه مرحله لا ډيره پيچلې ده او د کرونا ويروس هم په لا بد حالت کې دی. د کرونا ویروس نوی ډول لا ډير ساري او وژونکی دی.
انګلا ميرکل وويل چې د کرونا د دریمې څپې د کنټرولولو له پاره باید د کارپوهانو پر وړانديديزونو تمرکز وشي: «يوازني کسان چې د پاک اختر په ورځو کې يې زموږ د رخصتۍ له تصمیم سره موافقه کړې، ډاکټران او د طب د عاجلې برخې کارکوونکي ول.»
دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.03.2013 ):
ايستر هم ديني او فولکلوريک اصل لري. دا چې په آلمان کې ايستر څنګه لمانځل کيږي، په دې اړه لاندني انځورونه کښېکاږﺉ. ايستر د عيسوي کليساو تر ټولو مهم جشن دی. د ايستر پېژندل شوي سمبولونه او دودونه بيا غيرديني رېښې هم لري. د ایستر هګۍ، سوی او پسونه د پېړيو په اوږدو کې په فولکلوريک ډول رامنځ ته شوي دي او له لرغونو دودونو سره ګډ شوي دي. دا چې د عيسويانو په عقيده ايستر د حضرت عيسی (ع) د قيام جشن ګڼل کيږي، ډېرو آلمانيانو هېر کړی دی.
انځور: st-fotograf - Fotolia.com د زرغونې پنجشنبې په ورځ کاتوليکي کليسا د حضرت عيسی (ع) او د هغه د پيروانو له خوا د ماښام ډوډۍ خوړلو د مراسمو ياد تازه کوي. په دغه ورځ عيسی (ع) ډوډۍ ووېشله او له نورو سره يې له يوه جام څخه اوبه وڅښلې. دغه مراسم د عيسويانو په عبادت کې هم تر سره کيږي چې په هنر او د کليسا په سندرو کې تل د دغې پېښي يادونه شوې ده.
انځور: imago stock&people د وير په جمعه د عيسويانو په عقيده د حضرت عيسی (ع) د مړينې يادون تر سره کيږي. ځينې عيسوي ډلې په دغه ورځ خاص مراسم تر سره کوي. د وير جمعه په کاتوليکي کليسا کې د روژې يوه ورځ ده. هغه دود چې له مخې يې بايد د جمعې په ورځ غوښې ونه خوړل شي، د وير د جمعې له مراسمو څخه سرچينه اخلي.
انځور: picture-alliance/dpa عيسويان که عقيده لري او که نه، د ايستر په وخت رنګينې هګۍ لټوي. ډېری وخت ميندي پلرونه دغه هګۍ د ايستر په يکشنبه پټوي چې ماشومان يې بايد ولټوي. عيسويان هګۍ د نوي ژوند سبمول ګڼي. په منځنيو پېړيو کې کليسا د روژې په وخت کې د غوښو او هګيو خوړل منع کړي ول. د دې له پاره چې هغه خرابې نه شي، هګۍ به پخېدې، رنګېدې او بيا د ډالۍ په توگه نورو ته ورکول کېدې.
انځور: Fotolia/anoli د بيالوژۍ له مخې عادي خبره نه ده چې سوی دي د ايستر هګۍ راوړي. خو سوی د پسرلي د فصل استازی ګڼل کيږي. سوی د ډېرو بچيانو په راوړلو سره د سمسورتيا لرغونی سمبول هم دی. پخوا به چرګانو او لک لکانو هم ډلۍ له ځانه سره راوړلې، خو نن سبا يوازي سوۍ دا کار کوي. هغه په تېره بيا رنګيني هګۍ او خواږه له ځانه سره راوړي.
انځور: picture-alliance/ZB د ايستر وری د يهودانو په هغي عنعنې پوري اړه لري چې د «پاسا» په نوم په جشن کې وری يا پسه حلالوي. دغه دود له مصر څخه د بني اسرائيلو د لېږد خبره په ياد راولي. هغوی د خپلو کورو د دروازو مخ د دې له پاره وينه تويوي چې د مرګ فرشته ورنه شي. په عيسويت کې وری د حضرت عيسی (ع) د بې ګناه ربړوني سمبول دی. اوس کيکونه د وري يا پسه په شکل پخيږي.
انځور: Fotolia/Thomas Geuking د ايستر شمع د ايستر په شپه عبادتونو ته روڼا وربخښي. د هغې روڼا د عقيده لرونکو د روښانتيا سمبول دی. د ايستر شمع په مټ نورو شمعو ته هم اور لېږدول کيږي. په دې توګه روښنايي په سمبوليک ډول لېږدول کيږي.
انځور: AFP/Getty Images د ايستر اور د لرغونو جرمني قومونو دود هم وو. لمبو بايد ژمی او پېريان شړلي وای. نن سبا په تېره بيا په کليو او بانډو کې د ايستر د لمانځلو له پاره د ايستر اورونه بليږي.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر په يکشنبه د کليسا زنګونه او زنګولې وهل کيږي. په کاتوليکي کاليساو کې به هغه د زرغونې پنجشنبې په ورځ نه وهل کېدې. يوازي لرګي بايد استعمال شوي وای، چې له کبله يې په ځينو سيمو کې ماشومان لرګين توکي ټکوي او خلک عبادت ته هڅوي.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر د اوبو دود تقريبا له منځه تللی دی. پېغلي د ايستر يکشنبې په شپه له سيند څخه اوبه راوړي. د ايستر اوبه هم د ژوند او سمسورتيا نخښه ده. د آلمان په ختيځ کې د لږکي سلاويک الاصله سربانو په منځ کې دغه دود لا ژوندی دی.
انځور: picture-alliance/dpa د هګيو جنګول هم د آلمان په بېلابېلو سيمو کې د ايستر د سباناري په ترڅ کې يوه محبوبه لوبه ده. دغه دود په تېره په بايرن او راينلند سيمو کې ژوندی دی. دغه دود هيڅ نوع ديني اصل نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر چکر هم داسې يوه عنعنه ده، چې له اوږده ژمي وروسته پسرلي او د طبيعت غوړېدو ته هر کلی وايي. ګويته دغه چکر په خپله مشهوره «فاوست» ډرامه کې راوستی دی. نن سبا د کليسا او په پښو د مزل وهونکو ټولنې خلک دغه چکر ته رابولي.
انځور: picture-alliance/dpa په آلمان کې د ايستر لومړی لاريون په ۱۹۶۰ کال کې تر سره شو. له هغه وخت راهيسې دغسي لاريونونه دود شوي دي. پخوا به خلکو د اتومي وسلو پر وړاندې لاريونونه کول. نن سبا په دغو لاريونونو کې د سولې او چاپېريال ساتنې بېلابېلې ډلې برخه اخلي.