1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرکل د نوي کال پیغام؛ کرونايي کال سره مخه ښه

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي خپل د نوي ميلادي کال په پيغام کې کرونا سره مبارزه لا هم د خپل هيواد له مهمو دندو څخه ياده کړې ده. انګلا ميرکل وويل چې کرونا وبا به نوی کال هم همداسې له موږ سره وي خو د ګډو هڅو په نتيجه کې به پرې غالب شو.

Deutschland Neujahransprache der Kanzlerin | Angela Merkel
انځور: Markus Schreiber/REUTERS

د آلمان صدراعظمې، انګلا ميرکل د نوي ۲۰۲۱م کال په مناسبت پيغام کې خپل هيوادوال د کرونا وبا پر وړاندې لا ټينګې مبارزې او هڅو ته راوبلل.

د ميرکل د پيغام متن چې د مخه خپور شوی، هغې پکې هيله مندي څرګنده کړې ده چې هيواد به يې د ګام په ګام واکسيناسيون په نتيجه کې د کرونا پر وړاندې بريالی شي. خو هغې ټيڼګار وکړ چې «هر څه زموږ له ارادې او هڅو سره تړاو لري.»

ميرکل پر هغو کسانو کلکه نيوکه وکړه چې «د هغه خطر په اړه چې زموږ روغتيا ګواښي په لوی لاس شک کوي.»

هغې هیله څرګنده کړه چې په آلمان کې د واکسيناسيون ګام په ګام بهير په پیليدو سره به چې له زړو او روغتيايي پرسونل څخه پيل شوی، دغه پاندمي له ټولنې څخه ورکه شي. هغې زياته کړې ده: «ما ته هم چې هر کله نوبت راورسید، واکسين به کوم.»

ميرکل چې په پيغام کې يې د کرونا پر پاندمي ډير تمرکز کړی، دغه وبا يې «د پيړۍ تر ټولو لويه ستونزه» بللې او ټينګار ېې کړی دی چې پر وړاندې يې مبارزه يو سیاسي، ټولنيزه او اقتصادي مسئوليت دی.

ميرکل د خپل پيغام په پای کې ځينې «شخصي» مسايل هم ياد کړي. هغې ويلي دي چې ټول شواهد د دې ښکارندوي کوي چې دا به يې د نوی کال په مناسبت وروستی پیغام وي. ميرکل به د آلمان د راتلونکې صدارعظمۍ له پاره د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۶مې انتخاباتو ته نومانده نه شي.

هغې په پای کې ويلي دي «مبالغه به نه وې چې ووايم، ما په تیرو ۱۵ کلونو کې هيڅ وخت، کال له دومره سختيو او فشارونو سره پای ته نه وو رسولی او نوی کال مې هم له داسې ټولو هیلو او اعتماد سره نه وو پيل کړی.»

 دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(31.12.2019):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب