1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ضد احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ اخ و ډب وشو

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

د پاکستان د راولپنډۍ په لياقت باغ پارک کي د «تحريک لبيک» له خوا احتجاج کي د پوليسو سره اخ و ډب رامنځ ته سوی. لاريون کوونکو په فرانسه کي د هغو کارتونونو د خپرېدو پر ضد شعارونه ورکول چي د اسلام دين مقدساتو ته منسوبيږي.

Pakistan | Religion | Protest gegen Präsident Macron
آرشيف انځورانځور: ARIF ALI/AFP

د پوليسو په وينا احتجاج د هغه وروسته په تاوتريخوالي واوښت کله چي تر غرمې وروسته احتجاج کوونکو پر پوليسو ډبري وغورځولې. دا د هغه وروسته چي پوليسو يو شمير احتجاج کوونکي ونيول. پوليسو پر احتجاج کوونکو اوښکي بهوونکی ګاز اسعتمال کړ چي هغوی سره وپاشي.

د ياد غورځنګ وياند، زبير کسوري، د آلمان خبري آژانس ته وويل: «پوليسو د سوليزو احتجاج کوونکو د پاشلو له پاره له زور څخه کار واخيست.»

په ورته وخت کې ځايي ادارې مخکي د احتجاج کوونکو د مخنيوي له پاره ځانګړي اقدامات کړي ول. په دې ترڅ کي د موبايل تليفونونو خدمات ځنډول سوي او مهمي کوڅې او سړکونه د کانټينرو په مرسته تړل سوي ول. ځانګړي مليشه رينجر عسکرو د فرانسې د سفارتخانې امنيت هم ټينګ کړی وو. 

په عمومي او اصلي لاريون کي احتجاج کوونکو د فرانسې پر ضد شعارونه ورکول او خپل چمتو والی يې څرګندوو چي ګواکي د فرانسې مالونو سره به پرېکون وکړي. دا احتجاج د تېرې يکشنبې په ورځ د پاکستان په بل ستر ښار کراچۍ کي د تر سره سوي لاريون وروسته رابلل سوی وو.

د فرانسې ضد احتجاجونه په يو شمير اسلامي نفوس لرونکو هيوادونو کي د هغه وروسته راوپارېدل، کله چي د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اسلام و مقدساتو ته له منسوبو کارتونونو له خپرېدو ملاتړ وکړ.

ماکرون د هغه وروسته دا څرګندونې وکړې کله چي په فرانسه کي يو فرانسوی ښوونکی په ټولګي کي د اسلام د پیغمبر د کارتوني انځورونو د ښودنې له کبله ووژل سو. ياد کارتوني انځورونه تر مخه په فرانسوۍ طنزي مجله شارلي هبدو کي هم خپاره سوي ول.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب