1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوريه؛ د ښځو د جامو اغوستلو په طرز کې مداخله منع ده

شمس الرحمن ناصر | رويترز، فرانس پريس، اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د نوی تګلارې له مخې د ښځو د جامو په برخه کې مداخله کول او یا د هغوی د جامو یا ظاهري بڼې په اړه هر ډول غوښتنې په سختۍ سره منع دي. د ټولو له پاره شخصي آزادي تضمین شوې او د افرادو حقونو ته درناوی د یوه متمدن ملت اساس دی.

سوريه: ښځې د اسد د رژيم له منځه تلل لمانځي
د سوریې د وسله والو ډلو رهبرۍ د دغه هیواد وګرو ته یو لړ لارښوونې یا په اصطلاح فرمانونه صادر کړي دي.انځور: Bekir Kasim/Anadolu/picture alliance

د سوریې د وسله والو ډلو رهبرۍ د دغه هیواد وګرو ته یو لړ لارښوونې یا په اصطلاح فرمانونه صادر کړي دي.

د سوریایي رسنیو د رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد د وسله والو ډلو عمومي مشر د غچ اخیستنې، د سوریې په څو ولایتونو کې د ګرز بندیز وخت، د ښځو د جامو او د ډوډۍ پيرلو اندازې د جواز په اړه د لارښوونو یوه مجموعه خپره کړې ده.

د لارښوونو د مجموعې په متن کې راغلي دي:

-د اتباعو ترمنځ د هر ډول ګواښ یا منازعاتو راپورته کولو اقدام به په یوه کال بند محکومیږي. د اتحاد یا یووالي پر لزوم او له هر ډول اختلافاتو، چې د نوي سوریې د جوړیدو مخه نیسي، څخه پر ځان ساتنې ټينګار شوی دی.  

-هیڅوک د شهیدانو د وينې د انتقام حق نه لري، ځکه شهیدانو خپل ژوند د هیواد د ازادۍ له پاره قرباني کړی دی، نه د غچ اخیستنې له پاره.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

د «کور یا بل هر شي په مقابل کې د شهیدانو وينې» له عبارت څخه استفاده کول منع دی، ځکه شهید د الله ج په لاره کې خپل ژوند ورکړی دی، نه د شخصي اهدافو په خاطر.

-هر کس په ورځ کې د څلور پاکټه یا کڅوړې ډوډۍ اخیستلو اجازه لري. دغه پریکړه د ډوډۍ موجودیت تضمینولو او ټولو ته د عادلانه ویشلو په موخه شوې ده.

دمشق شاوخوا ښارونه، لاذقیه او طرطوس په هغو ساحو کې شامل دي چې د ماښام له ۱۷ بجو د سهار تر ۵ بجو پورې پکې ګرزبندیز لګول شوی او سرغړونکی به په یوه میاشت بند محکوم کیږي.

-د ښځو د جامو اغوستلو په طرز کې مداخله یا د هغوي د ظاهرې بڼې په اړه هر ډول غوښتنه په سختۍ سره منع دی. موږ ټینګار کوو چې شخصي ازادي د ټولو له پاره تضمین شوې ده او د افرادو حقونو ته درناوی د یوه متمدن ملت اساس تشکیلوي.

-پر رسنیزو مسلکي افرادو برید چې د سوریې په تلویزون، راډیو او ټولنیزو انټرنټ پاڼو کې کار کوي په کلکه منع دی او د دوی پر وړاندې هر ډول ګواښ په هر ډول شرایطو کې منع دی. د دې حکم سرغړونکي به په بشپړ یوه کال بند محکومیږي.

موږ د رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ پر اهمیت او ملت او ټولنې ته د دوی د کار د ازادۍ پر تضمینولو ټینګار کوو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب