1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل شرکت په درو میاشتو کي ۱۱۱ ملیارډه ډالره خرڅلاو درلود

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د کرونا بحران د اپل شرکت د بې حده ډیري ګټي او تولیداتو د خرڅلاو سبب سوی. دغه شرکت د ۲۰۲۰ کال په وروستیو درو میاشتو کي ۲۱ فیصده ناخالصه عاید درلود. خو ځینو نورو شرکتونو بیا، لکه بویینګ سخت تاوانونه کړي.

Tim Cook präsentiert iPhone 12
انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP

کرونا ډیر نور شرکتونه بیا د افلاس سره مخامخ کړي دي، د هغې جملې څخه د طیارې جوړولو شرکت بویینګ تقریبأ ۱۲ ملیارډه ډالره تاوان کړی دی. خو د کرونا د بحران تأثیرات پرټولو شرکتونو او اقتصادي فعالیتونو باندي یو ډول نه وه. د مثال په ډول د دغه بحران بې له شکه یو ګټونکی د اپل شرکت دی.

دغه شرکت وکولای سول، یوازي د تیر ۲۰۲۰ م کال په وروستیو درو میاشتو کي تر ۱۰۰ ملیارډو ډالره اضافه فروشات ولري. د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کي فقط دوه نور شرکتونه دغي سطحي ته رسیدلي دي، چي یو يې زنځیره اي سوپرمارکیټ، وال مارت شرکت او بل یې د تیلو، اکسان موبیل شرکت دی.

د اپل شرکت ناخالصه عاید د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو درو میاشتو او د تیر ۲۰۱۹ م کال په تناسب ۲۱ فیصده اعلان سوي.

 

ویل کیږي، چي د اپل شرکت د عایداتو د لوړیدو یو مهم دلیل د کرونا قیوداتو په سبب په کورو کي د خلګو پاته کیدل دي. د ښه کیفیت او ډیرو امکاناتو په درلودلو سره مثلأ د ایفون شرکت د پنځم نسل موبایل تلیفونونه، یا ایفون ۱۲ ترټولو ډیر خرڅ سوي دي. 

انځور: Eibner Europa/imago

خو د دغه شرکت ایپد او مکبوک ته هم په همدغه موده کي تقاضا ډیره سوې ده. باید وویل سي، چي اپل شرکت په تیر نومبر میاشت کي د اول وار لپاره د خپل جوړ سوي کارپس څخه استفاده کړې او بازار ته یې عرضه کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب