په کالفرونیا کې د تکنالوژۍ ستر شرکت اپل د دوشنبې په ورځ پر ځایي وخت خپل نوی تولید، آیفون ۱۶ او نور تولیدات معرفي کړل. دا د اپل شرکت لومړنی تولید دی چې په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا د استفادې له پاره ډيزاین شوی دی.
د ايپل اجرايوي مدیر تيم کاک، د نوي آیفون د معرفي پر مهال وويل: «د آیفون راتلونکی نسل، له بنسټه د اپل ځیرکتیا له پاره ډيزاین شوی دی.» له «اپل ځیرکتیا» څخه د هغه هدف، د دغه شرکت مصنوعي ځیرکتیا ده چې د روان کال په سر کې اعلان شوې وه.
هغه وویل: «دا د یو هيجاني عصر د پیل ښکارندوي دی.»
د رسنیو د رپوټونو پر اساس، د نوو سافت ویرونو د آپدت له پاره د اپل د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاوې په اکتوبر میاشت کې د آيفون او آیپډ وروستیو ماډلونو ته د لاسرسي وړ ګرځي. خو صوتي سیري خدمات ېې په ابتدا کې يوازې په انګلیسي ژبه په امریکا کې د لاسرسي وړ دي. دغه خدمات به د نورو سیمې په انګلیسي ژبه کې د ۲۰۲۵م کال په سر د فرانسوي، هسپانوي، چيني او جاپاني ژبو له پاره وړاندې کيږي.
اپل د هواوې پر وړاندې د مصنوعي ځیرکتيا په برخه کې د اپل اقدام، د چینايي شرکت هواوې سره د رقابت په ستراتيژۍ کې کليدي رکن جوړوي. د نوي آيفون د معرفي کېدو لږ مخکې، د هواوې شرکت نوی درې قاته ماډل (MATE XT) تولید د مخکنیو فرمایشونو له پاره وښودل شو.
د هواوې ویب پاڼې وښوده چې دغه شرکت د دوشنبې تر ماښامه یوازې د څو ساعتونو په جریان کې د دغه ماډل له پاره له درو ميلیونو ډېر فرمایشونه ترلاسه کړل. دا د هواوې د رقابتي قابلیت ښکارندويي کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د تحریمونو باوجود موجود دی.
بن باجارین چې په کلیفرنیا کې د مارکيټ د نوښتګرو استراتيژيو په تحقیقاتي شرکت کې شنونکی دی، وايي: «د چین بازار د امریکا متحده ایالاتو د بازار په پرتله ډېر د مصنوعي ځیرکتا ځانګړنو ته علاقمندي لري.»
خو تر اوسه د اپل شرکت مصنوعي ځیرکتیا (اپل ځیرکتیا) د چین بازار له پاره ازاده شوې نه ده او اپل په دې برخه کې په چین کې هېڅ شریک معرفي کړی نه دی.
آيفون ۱۶: نوي ځانګړتياوي د آيفون ۱۶ او آيفون ۱۶ پلس د نوو ځانګړتیاوو له ډلې (A18) چيپ، المونیمي پوښ او د کامرې له پاره يوه نوې تڼۍ ده. اپل همدارنګه آیفون ۱۶ پرو او ۱۶ پرومکس هم معرفي کړل چې لاچټک چيپ (A18 Pro) او د مصنوعی ځیرکتیا لا پرمختللي قابلیتونه لري.
اپل شرکت په دغو مراسمو کې همدارنګه نوي ساعتونه او ایرپاډونه هم معرفي کړل او په ورزشي او روغتيايي چارو کې ېې د هغو د استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ.
له آرشیف څخه (15.10.2020):
لومړی آيفون موبايل په ۲۰۰۷م کال کې بازار ته راووت. هغه وخت خلکو فکر نه کاوه چې ځیرک تيليفونونه او ټولنيزې رسنۍ به دومره پرمختک کوي. دلته د لومړي آيفون نه تر آيفون دولس پورې سفر په انځورونو کې کتلی شئ. انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP لومړی آيفون د ۲۰۰۷م کال په جون میاشت کې معرفي شو. نوم يې «آیفون» وو، چې په توليد سره يې د ايپل شرکت هم مشهور شو. د دغه موبايل کمره دوه ميګا پکسله وه او د ټچ سکرين قابليت او ځينې نورې وړتياوې يې هم درلودې. دغه موبايل په مارکيت کې د یو «انقلابي» توليد په څير ثابت شو.
انځور: picture-alliance/dpa/Apple ايپل شرکت د ۲۰۰۸م کال د جولای مياشتې پر ۱۱مه، تري جي آیفون راويست. د دغه ګرځنده تيليفون تر ټولو مهم خاصيت دا وو چې «تري جي» انترنيت سره يې جوړښت درلود چې هغه وخت ډيره لویه خبره وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Mabanglo د ۲۰۰۹م کال په جون مياشت کې اپيل خپل دريم ماډل ګرځنده تيليفون «آيفون تري جي ايس»معرفي کړ. د دغه تيليفون کامره درې ميګاپکسله وه او د ويډيو ريزوليوشن يې ۴۸۰پی وو. دا د مخکنيو ماډلونو په پرتله ډير قوي موبايل وو.
انځور: imago يو کال وروسته، د ۲۰۱۰م کال د جون میاشتې پر ۳۱مه «آیفون څلور» معرفي شو. د آيفون څلور کامره پنځه ميګاپکسله او د ويډیو ريزولوشن يې تر ۷۲۰ پکسل پورې وه. دا لومړنی ګرځنده تيليفون وو چې په ايچ دي کیفت ويډيو اخیستونکې کامره یې درلوده.
انځور: picture alliance/dpa آيفون څلور ایس، د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر میاشتبې پر ۱۴مه معرفي شو. دا له مخکيني ماډل څخه ډير پرمختللی وو. کامرې ېې ۸ ميګاپيکسله عکس او ۱۰۸۰ پيکسله ويډيو اخیستله.
انځور: Getty Images/J. Sullivan دغه ماډل آيفون د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر پر ۲۱مه راووت. د دغه تيليفون د مخې کامرې د عکس اخیستلو وړتيا ۱ اعشاريه ۲ او د شا کامره يې ۸ ميګا پکسله وه په داسې حال کې چې تر۱۰۸۰ میګا پکسله پورې ويډيو يې اخيستله.
انځور: Getty Images/A. Burton ايپل شرکت د ۲۰۱۳م کال په د سپتمبر پر شلمه، پنځه سي او پنځه ايس ماډل آیفون راويست.
انځور: Getty Images/AFP/K. Nogi د ايپل شرکت د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر پر ۱۹مه دوه ماډله تيليفونونه «آیفون شپږ او آیفون شپږ پلس» معرفي کړل. له هغه وخته تر اوسه د نړۍ په بازارونو کې ۱۶۹،۲۲ ميليونه دغه ماډل تيليفونونه خرڅ شوي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Arriens د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر پر ۲۵مه ايپل د آيفون شپږ دوه ورژنه «شپږ ايس او شپږ ايس پلس» معرفي کړل. دغه ماډل تيليفونونه ډير کامياب وختل او خلکو خوښ کړل. په مجموعي توګه د دواړو ماډولو څخه ۲۳۱.۲۲ ميليونه خرڅ شول.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelson ايفون ايس آی، آیفون ۷ او آيفون ۷ پلس، په ۲۰۱۶م کال راووتل. دا وخت په بازار کې د ايپل دغو توليداتو ته تقاضا ډيره زیاته شوې وه. ايپل هم تقاضاو ته په کتو، خپلو مختلفو مشتریانو له پاره په مختلفو ورژنونه کې تيليفونونه راويستل.
انځور: picture-alliance/AAP/J. Carrett په ۲۰۱۷م کال کې هم درې ماډله ايفونونه راووتل. آيفون ايکس، آيفون اته او آيفون اته پلس. ايپل په دغو ماډلونو کې د غږ ځانګړی اسيستانت هم معرفي کړ چې مختلف فعالیتونه يې د غږ له طریقه تنظیموي.
انځور: apple.com آيفون ايکس ايس، ميکس او ايکس آر ايبل شرکت خپل دغه درې ماډله تيليفونونه دوه کاله مخکې (۲۰۱۸م کال) راويستل. ايپل شرکت معمولا په خپل نوي ماډل آیفونونو کې د هغو امکانات لوړ کړي دي. د دغه ماډل آيفونونو مجموعي خرڅلاو ۲۱۷.۷۳ ميليونه وو.
انځور: Reuters/S. Lam آيفون يوولس، آيفون پرو اور آيقون ميکس دغه درې ماډله آيفون تيليفونونه په ۲۰۱۹م کال کې راووتل. ايپل د دغو تيليفونو کامرو ته نوره توجه ډيره کړه، ځکه په يوټيوب، ټيک ټاک او فیسبوک په څير ټولنیزو رسنيو کې د ويډيوګانو د خپريدو دود ډير شو چې ايپل هم د مشتریانو تقاضا ته په کتو د لا ښو ويډیو اخیستلو له پاره د کامرو کیفیت لوړ کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/AP Photo/T. Avelar د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر ۱۳مه ايپل خپل آيفون ۱۲ هم معرفي کړ. زياته شوې چې د دغه ماډل ټيلفون ۳ نور ورژنونه (آيفون ۱۲ کوچنی، پرو او تري ډي) به هم په نژدې راتلونکې کې بازار ته راووځي.
انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP