1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادارجنټاین

ارجنټاین د پانګونې په بدل کې د تابعیت پروګرام پیلوي

احمد حکيمي l د رویترز خبري اژانس
۱۴۰۵ مهر ۱۱, شنبه

ارجنټاین د شتمنو بهرنیو پانګوالو د جلب په هدف د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکولو نوی پروګرام له مخې، غوښتونکي کولی شي د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو مرستې یا د ۸۰۰ زره ډالرو د ځانګړي دولتي بانډ له اخیستلو وروسته د تابعیت غوښ

Symbolbild argentinischer Reisepass 2025 | Reisen und Grenzübertritt
انځور: Tetiana Chernykova/Zoonar/picture alliance

د ارجنټاین د اقتصاد وزیر لوئیس کاپوتو او د د دغه هیواد د کابینې مشر دییګو سانتیلي د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د «ارجنټاین اوونۍ» په نوم د سوداګرۍ په یوه غونډه کې د دغه پروګرام اعلان وکړ. ټاکل شوې چې د تابعیت غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ کال په څلورمه ربع کې ومنل شي.

د ارجنټاین د اقتصاد وزارت په وینا، د دغه پروګرام له مخې پانګه ‌وال دوه انتخابونه لري. په لومړي انتخاب کې باید ۳۵۰ زره ډالر د ارجنټاین ملي خزانې ته د مرستې په توګه ورکړل شي چې بیرته نه ستنیدونکي پیسې دي. په دویم انتخاب کې باید د دغه پروګرام لپاره ځانګړی شوی ۸۰۰ زره ډالري دولتي بانډ واخیستل شي.

د پروګرام د جزئیاتو له مخې د اصلي غوښتونکي شخص ميرمن یا میړه او تر ۲۵ کلونو پورې عمر لرونکي اولادونه هم کولی شي د تابعیت غوښتنه وکړي، خو د هغوی لپاره جلا او ټیټ فیسونه ټاکل شوي دي. د بیلګې په توګه، د یوه غوښتونکي، د هغه د میرمنې یا میړه او دوو کم‌ عمره اولادونو لپاره ټول لګښت ۵۰۰ زره امریکايي ډالره ښودل شوی.

ارجنټاین وايي، د دې پروګرام په پلي کولو کې به د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) او د مالي اقداماتو د کاري ډلې (FATF) سپارښتنې هم په پام کې ونیول شي، څو د پیسو سپینولو، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي او مالي روڼتیا نړیوال معیارونه مراعات شي.

د ارجنټاین د اقتصاد وزیر لوئیس کاپوتو ویلي، د دې نوښت موخه له نړۍ سره د ارجنټاین د اړیکو پیاوړتیا، په نړیواله کچه د دغه هیواد د تابعیت ارزښت لوړول او ارجنټاین د یوه پرانیستي او باوري هیواد په توګه مطرح کول دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب