ارمنستان له روسيې څخه د مرستې غوښتنه وکړه
۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبهد ارمنستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۳۱مه) اعلان وکړ چې د دغه هیواد لومړي وزير، نیکول پاشينيان، د روسيې له ولسمشر، ولاديمير پوتين څخه غوښتنه کړې چې په ارمنستان کې د امنيت د ټينګښت له پاره دې «فوري مشورې» پيل کړي.
پاشينيان غواړي پوتين سره د ارمنستان سره د روسيې د مرستو پر څرنګوالي او د خپل هيواد د امنيت پر تضمين خبرې وکړي. د روسيې ولسمشر، د پاشينيان د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.
روسيې تر اوسه د قره باغ په جګړه کې مداخله نه ده کړې. پوتين په کراتو ويلي دي چې د قره باغ مسئله، د ارمنستان هیواد له امنيت څخه دفاع پورې تړاو نه لري.
د ارمنستان لومړي وزير د اکتوبر مياشتې په اوایلو کې هم په سیمه کې د روسي سوله ساتو ځواکونو د استقرار خبره مطرح کړې وه.
په داسې حال کې چې په قره باغ کې جګړه ادامه لري، ورسره جوخت د دغې جګړې د پای له پاره سیاسي هلې ځلې هم روانې دي. تر اوسه پورې درې ځله د وژل شوو عسکرو د جسدونو د سپارلو په موخه، «بشردوستانه» اروبند شوی خو ښکيلو خواوو ډير ژر نقض کړی دی.
ارمنستان او آذربايجان د مينسک ډلې په چوکاټ کې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۹مه) توافق وکړ چې دواړه هيوادونه به ملکي سيمې نه بمباروي.
خپلواک خبريال، جیحون آشیروف چې د قره باغ له جګړې څخه رپوټونه ورکوي پر ټويټر ليکلي دي چې دغه توافق د مينسک ډلې په ناسته کې د شپږ تر اوه ساعته مذاکرو په نتيجه کې ترلاسه شو.
د مينسک ډله د «اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان» له خوا په کال ۱۹۹۲ کې د قره باغ غرنيزې سيمې د سولييز حل په هدف ايجاد شوه. د دغې ډلې مشري روسيه، فرانسه او امريکا پر غاړه لري. د دغو درو هيوادونو سربيره، سپينه روسيه، آلمان، ايټاليا، پرتګال، هالند، سويډن، فنلند، ترکيه، ارمنستان او آذربايجان هم د مينسک ډلې غړي دي.
خو دغه ډله د شاوخوا درې لیسيزو په تيريدو بريالۍ شوې نه ده چې په قره باغ کې تل پاتې سوله رامنځ ته کړي. روانې جګړې د سپتمبر مياشت په وروستيو کې زور اخیستی. په دغو جنګونو کې له ۱۲۰۰ ډير کسان مړه شوي، خو پوتين بیا د دواړو خواو ته د اوښتو ځاني تلفاتو شمیر له ۵۰۰۰ هم ډير بللی دی.
دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.