ارمنستان: ترکیې ۴۰۰۰ سوریایي جنګیالي آذربایجان ته استولي
۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبهپه روسیې کې د ارمنستان سفیر د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۲۸ نیټه) تور لګولی دی چې د آذربایجان لوی متحد ترکیې د سوریې له شمال څخه تقریباً څلور زره جنګیالي په قره باغ په سیمه کې د جنګیدو له پاره استولي دي.
د ارمنستان سفیر ویلي دي چې له سوریې څخه راغلي دغه جنګیالي اوسمهال په قره باغ کې جنګیږي. د هغه په خبره دا د آذربایجان داسې سیمه ده چې د ارمني نسل د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې ده.
د تلفاتو تائید
په دغه سیمه کې د آذربایجان او آرمنستان د پوځونو ترمنځ جګړه د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۲۷ نیټه) سهار پيل شوې وه چې نن د دوشنبې په ورځ هم روانه وه. په دې جګړه کې دواړو خواو یو د بل پر وړاندې د درنو توپونو او ټانکونو څخه هم کار اخیستی دی.
د آذربایجان لومړي وزیر نن دوشنبه په باکو کې وویل چې د ارمني ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه پورې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته د قره باغ بیلتون غوښتونکو ویلي دي چې په دې جګړه کې تر نن سهاره پورې د هغوي ۱۵ سرتیري وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د قره باغ د عسکرو سربیره د ارمنستان عام وګړي هم شامل دي.
د شخړې سیاسي او مذهبي اړخ
د قره باغ د لسیزو پخوانۍ شخړه په اصل کې یو مذهبي اړخ هم لري. د دې له پاره چې د آذربایجان اکثریت اوسیدونکي مسلمانان او د ارمنستان د اوسیدونکو لویه برخه د عیسوي دین پیروانان دي.
په لویدیځ آسیا کې دا شخړه، چې هر څو کاله وروسته یو خونړی شکل غوره کوي د لویو بهرنیو قوتونو ترمنځ د اثر او نفوذ کشمکش دی.
دا د دې له پاره چې روسیه د ارمنستان تر ټولو لوی عنعنوي متحد دی او وسلې ورته ورکوي، خو بل لور ته بیا په سیمه کې ترکیه آذربایجان نژدې ملگرې هېواد گڼل کيږي او په تیرو څو کلونو کې د باکو او انقرې ترمنځ په مختلفو برخو کې تعلقات زیات شوي دي.
په همدې اساس په مسکو کې د ارمنستان سفیر ویلي دي چې ترکیې د سوریې له شمال څخه په زرګونو جنګیالي د قره باغ جګړې ته استولي دي.
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص