۱۵ آسيايي هيوادونو د آزاد تجارت مهم تړون لاسليک کړ
۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبهد سويل ختيځ آسيايي هيوادونو په سازمان (ASEAN) کي د چين په شمول ۱۵ آسيايي هيوادونه غړيتوب لري. ياد سازمان د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۵مه) په خپله سرمشريزه کي پر يو داسي تړون لاسليک وکړ چي په نتيجه کي يې د نړۍ تر ټولو لويه د آزاد تجارت ساحه رامنځ ته کيږي. ياده سرمشريزه په مجازي توګه د انټرنټ له لاري تر سره سوه. دغه تړون ته د (Regional Comprehensive Economic Partnership) يا (RCEP) يعني «سيميز جامع اقتصادي شراکت» نوم ورکول سوی دی.
یاد تړون په داسي حال کي لاسليک کيږي چي د چين او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ تجارتي لانجه لا هم ادامه لري.
د آزاد تجارت په ياد نوي تړون کي د (ASEAN) سازمان پنځلس غړي دخيل دي، کوم چي له چين، ويتنام، فيليپين، سينګاپور، اندونيزيا، ملايزيا، تايلند، ميانمار، برونای، لاوس، کمبوديا، جاپان، سويلي کوريا، آستراليا او نيوزيلاند څخه عبارت دي.
ياد ۱۵ هيوادونه په پام کي لري چي له راتلونکي عيسوي کال څخه وار په وار متقابل ګمرکات راټيټ کړي. د دغې سرمشريزي کوربه او د ويتنام لومړي وزير، نګوين شوان فوک، وويل چي دغه تړون د نړۍ د ټول اقتصادي واک نژدې يو پر دريمه برخه تشکيلوي او په اړونده ساحه کي ۲،۲ مليارده انسانان ژوند کوي چي د ټولې نړۍ تقريبا ۳۰ فيصده نفوس دی.
د ويتنام د لومړي وزير په وينا ياد تړون به ډېر ژر توشيح او د عمل وړ سي. د دغه تړون د عملي کېدو سره به په لومړي ځل چين، جاپان او سويلي کوريا په يو آزاد تجارتي تړون کي هم زمان غړيتوب ولري.
چين به د دغه نوي تړون په عملي کېدو سره په سيمه او په نړۍ کي په چټکۍ سره خپل مخ په زياتېدونکی اقتصادي توان لا پراخ کړلای سي. د کارپوهانو په آند د دغه تړون په نتيجه کي به د نړۍ دغه دويم لوی اقتصاد د امريکا د متحده ايالاتو سره د تجارتي لانجې په تناظر کي تر سمندر آخوا پر بازارونو خپله اتکأ راکمه کړلای سي.
د امريکا د متحده ايالاتو د هغه وخت د ولسمشر باراک اوباما له خوا د اروپا سره د آزاد تجارت لوی تړون (TPP) پلان سوی وو. خو دونلد ټرمپ پر دغه تړون کارونه ودرول او په دې توګه متحده ايالات له دغه تړون څخه بې برخي سول. د آسيايي هیوادونو د تازه لاسليک سوي تړون سره د امريکا متحده ايالات په دويمه توګه له يو بل لوی او مهم تجارتي تړون څخه ليري پاته سول.
د اينګ بانک د اقتصادي چارو کارپوهيي، ايريس پانګ ويلي دي چي د آسيايي هيوادونو تر منځ د تجارت دغه نوی تړون تر زياتي اندازې له دې کبله ممکن سوی ځکه چي دونالد ترمپ له (TPP) تړون څخه پر شا سوی وو. د دغې کارپوهي په وينا آسيايي هيوادونو د دغه تجارتي تړون په غړو کي يو شمير د امريکا متحد هيوادونه هم شامل دي چي ورسره تړون د چين له پاره د نيکمرغۍ سبب دی.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.