په افغانستان کي د جنګونو تر ډیریدو او غذايي موادو د بیي تر لوړیدو وروسته ارګ نن دوشنبه (د اګست میاشتي نهمه) اعلان وکړ، چي جمهور رییس اشرف غني د تجارت اطاقونو د فدراسسیون غړو او یو تعداد تجارانو سره د لیدو پر مهال د یوې میاشتي د پاره ګمرکي محصول معاف کړي دي.
غني د خصوصي سکټور د مشکلاتو تر اوریدو وروسته هغوی ته په خطاب کي وویل: «په امتحاني ډول سره تر یوې میاشتي پوري ستاسي ګمرکي محصولات معاف دي او پس له هغه وضعیت ته په کتو سره به تصمیم نیسو.»
غني په دغه غونډه کي خصوصي سکټور ته د خپل راسته لاس خطاب وکړ او ویې ویل: »هغه څوک چي د دوی څخه رشوت اخلي، ملي خیانت کوي.»
غني د همدغي جلسې پرمهال د مالیې وزارت ته امر وکړ، چي د خصوصي سکټور سره په مشوره دي د یوې شفافي پروسې پر اساس ګمرکي مامورین وګماري او د صادراتو دپاره لازم امکانات برابر کړي.
د بلي خوا پداسي حال کي چي هره ورځ په بازار کي غذايي اولیه مواد ګرانیږي، د تجارت او صنایعو وزیر له ولسمشر سره د اولیه موادو د ستراتیژیکو ذخایرو د تهیې طرح شریکه کړه. د وزیر په خبر په تیره یوه میشت کي تقریبأ لس زره ټنه اولیه خوراکي مواد بازار ته عرضه سوي دي.
انځور: DW/Faskhutdinov اشرف غني پداسي یوه وخت کي ګمرکي محصولات معافوي، چي حکومت یې د تقریبأ یوې میاشتي راهیسی په ایلام قلعه، تورغونډۍ، ابونصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډ پټان او شیرخان بندر کي هیڅ ډول ګمرکي فعالیت نلري.
د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع او جنګونو د شدیدو راهیسي د هرات، فراه، تخار، کندز، کندهار او پکتیا عبوري سرحدونه او ورسره ګمرکونه یې د طالبانو لاس ته لویدلي دي. د مالیې وزارت تاييد کړې ده، چي پر دغو بندرونو باندي د طالبانو په تسلط سره په ګمرکي عوایدو کي ۴۰ فیصده کموالی راغلی دی.
د غذايي موادو د هر کيلو ګرام توليد څومره اوبو ته اړتیا لري؟
د نړۍ ډيره برخه د اوبو له کمښت سره مخامخ ده. د ميليارډو انسانانو غدايي اړتیا پوره کول ډيرو اوبو ته ضرورت لري. د ځينو محصولاتو په تولید کې د اوبو اړتیا له باوره لرې ده. انځوريز راپور: انځور: picture-alliance/dpa/B. Nolte د خوراکي موادو د اوبو په لگښت کي لومړی ځای کاکائو او قهوه لري. د کاکائو د هر کيلو توليد له پاره ۲۷ زره ليتره اوبو ته اړتيا ده. تر کاکائو وروسته بیا قهوه ده چې۲۱ زره لیتره اوبو ته اړتيا ده چي يو کيلو توليد سي. نو ځکه د هرې پيالې قهوې له پاره ۱۴۰ ليتره اوبه لګول شوي او په زړه پورې بيا دا ده چې په همدغه اندازه چاي له پاره یوازې ۱۵ ليتره اوبه لګول شوي.
انځور: Marco Wicher د غوايي د هر کيلوګرام غوښې د توليد له پاره ۱۵ زره ۴۹۰ ليتره اوبو ته اړتیا ده. خو د غوايي غوښي په پرتله بيا د چرګ غوښه لږ اوبو ته اړتيا سته. د چرګ یو کيلو غوښي د تولید له پاره يوازي ۴ زره لیتره اوبو ته اړتیا سته.
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten په غله جاتو کې د اوبو د لګښت اتل دغه جوارو ته ورته غله کروي شکل لري. د دغي غلې د هر کيلوگرام توليد له پاره پنځه زره لیتره اوبه مصرفیږې.
انځور: Colourbox ورپجې د اسیایانو لومړی خوراک په ۲۰۲۰م کال کې په نړۍ کې تر ۵۰۴ ميليونه ټنه زياتي وريجي توليد شوي دي. چين، هند، اندونيزيا او بنګله ديش په نړۍ کې تر ټولو زيات د وريجو توليدونکی دي. په آسیا کې د میلیاردونو انسانانو خوارکي توکی وریجې دي. د وريجو یو کیلو ګرام تولید، ۳ زره ۴۷۰ لتيره اوبو ته اړتیا لري.
انځور: imago images/Westend61 د چرگي هگۍ د چرگ تر غوښې يوڅه لږ که د چرګ هر کيلوګرام غوښې له پاره ۴ زره ليتره اوبو ته اړتیا وي، د چرگي د هر کيلو هګۍ د توليد له پاره ۳ زره ليتره اوبه مصرفيږي.
انځور: dapd په غله جاتو کې نور ډير مصرفونکي غنم او اوربشې دي. د هر کیلو غنمو د تولید له پاره يو زرو ۴۷۰ لیتره اوبو ته اړتيا ده. اوربشې بيا يو څه لږ اوبو ته اړتيا لري. د يوه کيلو اوربشو د توليد له پاره ۱۳۰۰ لیتره اوبو ضرورت سته.
انځور: AVTG/imageBROKER/picture alliance سویا په حبوباتو کي ډير مصرف کوونکې په حبوباتو کې تر ټولو زيات سویا (لوبيا ته ورته دانه) ډيري اوبه غواړي. په ۲۵۰۰ ليټره اوبو يو کيلو سويا توليديږي. تيرکال د سویا نړیوال تولید ۳۵ سلنه زیات شو او ۳۶۲ زره ۸۵۰ ټنه ته ورسید. برازیل، امريکا، ارجنټين او چین په نړۍ کې د سویا تر ټولو ستر توليدونکې دي.
انځور: picture-alliance/dpa د هر ليتر شيدو د توليد له پاره ۶۰۰ لیتره اوبو ته ضرورت دی. ۲۰۲۰م کال په نړۍ کي د غوا شیدو تولید ۵۳ اشياره ۵۳۹ ميليونه ټنه وو. په نړۍ کې د شيدو تر ټولو ډېر توليد په امريکا کي دی. آلمان بيا په اروپايي ټولنه کي لومړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose د کېلې د يوه کیلو د تولید له پاره ۹۴۰ لیتره اوبو ته اړتیا ده. هند، چین، اندونیزيا، برازیل او اکوادور په نړۍ کې د کېلې په توليد کې تر ټولو ستر هيوادونه دي. په ټوليزه توګه په نړۍ کې ۱۱۰ ميليونه ټنه کيله توليديږې.
انځور: Benjamin Nolte/dpa/picture-alliance د هر کيلو شفتالو د توليد له پاره ۹۱۰ لیتره اوبو ته ضرورت شته. یو کيلو مڼې ۷۰۰ ليتره اوبو او یو کيلو لیمو۳۶۰ لیتره اوبو ته اړتیا لري.
انځور: Tabnak بادرنګ تر ټولو زیات اوبو ته ضرورت لری. د هر کیلو بادرنګو د تولید له پاره ۳۵۰ ليتره اوبو ته اړتیا ده. ګازرې ۱۳۰ ليترو اوبو ته ضرورت لري او رومي بيا په ۱۱۰ ليتره اوبو مصرف سره تر ټولو لږ اوبو ته اړتيا لري.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Heinz د يو کيلو پيازو تولید ۲۸۰ لیتره اوبو ته اړتیا لري او کچالو بیا په کم مضرف سره د یو کیلوګرام تولید له پاره يې ۲۱۰ ليتره اوبو ته اړتیا ده.
انځور: MEHR/P. Nikzad د ځمکي توت يو کيلوګرام يې ۲۸۰ ليتر اوبو ته اړتيا لري.
انځور: picture-alliance/ dpa د يو کيلوګرام کاهو توليد له پاره ۲۴۰ ليتره اوبه مصرفیږې.
انځور: Colourbox هندوانه او د غذايي موادو سفر د يو کيلو ګرام هندوانې تولید له پاره ۲۰۰ ليتره اوبو ته ضرورت دې. ډېر غذايي مواد په هيوادونو کي يوازي د صادراتو له پاره توليديږې. د صادرولو په پايله کې هر کيلو هندوانه د ۲۰۰ ليتره اوبو صادرولو په معنا هم ده.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe