1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

وال سټریټ ژورنال: د بشارالاسد کورنۍ روسیې ته تښتیدلې ده

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ آذر ۱۷, شنبه

وال سټریټ ژورنال ویلي چې د سوریې د ولسمشر کورنۍ روسیې ته تښیدلې ده. په داسې حال کې چې په سوریه کې د اسلامپاله یاغیانو پرمختګ دوام لري، ویل کیږي چې اسد لا هم په هیواد کې دی او مخالفین یې د دمشق د محاصره کولو ادعا کوي.

Syrien I Präsident Baschar al-Assad
انځور: SANA/Photoshot/picture alliance

په سوریه کې د اسلامپاله یاغیانو چټک پرمختګ دوام لري. د رپوټونو په حواله درعا ولایت هم د رژیم مخالفینو نیولی دی. په همدې منځ کې د جمعې (د دسمبر ۶ نیټه) په ورځ د سوریې دولتي پوځ او د ایران نیابتي ډلې له دیرالزور ښار څخه وتلي دي. دغه ښار اوس د سوریایي کُردانو په کنترول کې دی.

د خپرو شویو رپوټونو په حواله د بشار الاسد مخالف یاغیان د سوریې په مرکز کې د حمص ښار ته نږدې شوي دي. دوی د جمعې په ماښام په تلګرام شبکه کې له سوریایي پوځ څخه غوښتنه وکړه چې د اسد له رژیم څخه دې جلا شي.

د بشارالاسد ښځه او دری اولادونه روسیې ته تښتیدلي دي

په ورته وخت کې د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ تیره اونۍ د بشار الاسد میرمنه اسماء او دری مشران اولادونه یې روسیې ته تښتیدلي دي. ویل شوي چې د اسد د ښځې ورور (اوښی) هم متحده عربي اماراتو ته تښتیدلی دی.

د دې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ بشار الاسد د مصري او اُردني چارواکو له خوا تر فشار لاندې نیول شوی دی چې هیواد ترک کړي او یوه انتقالي شورا دې رامنځته کړي چې په هغې کې مخالفین هم حضور ولري.

په ورته وخت کې په واشنګټن کې د اردن سفارت دغه موضوع رد کړې ده. بل لوري ته داسې اوازې هم خپرې شوي دي چې ظاهراً اسد له سوریې څخه وتلی دی او د روسیې په پلازمېنې مسکو کې دی.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

ایران له سوریې څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي دي

د سوریې د بشري حقونو سازمان د خپلو سیمه ایزو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ایران ته وفاداره بهرني ځواکونه له سوریې څخه عراق ته انتقال شوي دي. د دغو رپوټونو په حواله یو شمیر له دغو ځواکونو عراق ته په شاتګ کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه ځانګړي رپوټ کې د درو ایراني چارواکو په نقل، له سوریې څخه د ایران د پوځي قوماندانانو او ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی. دغه اقدام د دې ښکارندویي کوي چې ایران د یاغیانو د بریدونو په مقابل کې د بشار الاسد د ژغورنې توان نه لري.

د دغه رپوټ پر بنست د هغو کسانو په منځ کې چې ګاونډیو هیوادونو عراق او لبنان ته «تښتیدلي» دي د سپاه قدس یو شمیر لوړپوړي قوماندانان او د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه هم حضور لري.

«د دمشق محاصره پیل شوې ده»

د سوریې د رژیم مخالف جنګیالیو ادعا کړې ده چې د دغه هیواد د پلازمېنې دمشق محاصره یې پیل کړې ده. د اسلامي ایتلاف یوه پوځي مشر حسن عبدالغني چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې یې عملیات پیل کړي دي د شنبې (د دسمبر ۷ نیټه) په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زمونږ ځواکونو د دمشق د محاصره کولو وروستۍ مرحله پیل کړې ده.»

مخکې تر دې فعالانو خبر ورکړی وو چې سوریایي پوځیان د دمشق له شاوخوا ۱۰ کیلومترۍ پورې سیمو څخه وتلي دي. د سوریې دفاع وزارت بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب