1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

م.م: افغانستان کې تر ۱۰۰ ډیر کسان بی له محاکمې وژل شوي

۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخکې، په افغانستان کې د طالبانو واک تر رسېدو وروسته د پخواني حکومت تر سلو ډیر کارمندان بې له محکمې په غیر قانوني ډول وژل شوي دي.

USA | UN-Sicherheitsrat zu Äthiopien
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

آلمان خبري آژانس ته د رسیدلو معلوماتو له مخکې د ملګرو متلونو سازمان په یوه داخلي رپوټ کې چې د دغه سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتیرش د امنیت شورا ته وړاندې کړی دی ویل شوي: «د بی محاکمې وژل شوو کسانو دوه پر دریمه برخه یي کیدای شي یا خپله د وخت د واکمنانو او یا هم د دوی د فرعي سازمانونو له خوا وژل شوي وي.»

د دغو قتلونو تر ۵۰ سلنه د ډیرو پړه د «اسلامي دولت» ډلې پورې اړوندو جهادیانو ور اچول کیږي. ملګرو ملتونو دغه تورونه د «باور وړو» سرچینو په حواله،  چې د اګست له نیمایي څخه مخکې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت پورې اړونده کسانو، د دغه هیواد د پخواني حکومت کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او پوځ څخه ترلاسه کړو معلوماتو په اساس لګولي دي.

 

همدارنګه په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې په تیرو څو میاشتو کې د بشري حقونو پر یو شمیر فعالانو او ژورنالیستانو «بریدونه شوي، هغوی ویرول شوي، ناوړه چلند ورسره شوی، زورول شوي او پخپل سري ډول نیول شوي یا هم وژل شوي دي.»

ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د مدني ټولنې د سازمانونو ۸ تنو او دوه د رسنیو کارکوونکو یادونه کړې ده چې د سخت دریځه طالبانو او یا نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي دي.

 د ګوتیرش په خبره په هغه صورت کې په افغانستان کې پر ټولنیز او اقتصادي بحران برلاسی ترلاسه کیدای شي چې طالبان په نړیواله کچه منزوي نه کړل شي. د هغه په خبره: «په دې برخه کې له اوسنیو واکمنانو، بانفوذه ډلو، سیمه ایز او نړیوالې ټولنې سره د رغوونکو خبرو اترو جاري ساتل پریکړنده رول لري.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د دغه سازمان د حضور په اړه یوه نوې تګلاره او جوړښت وړاندیز کړی دی چې له مخکې یې له یوې خوا د سیاسی وضعیت پرمختګ و څارل شي او له بلې خوا د بشري مرستو همغږي صورت ونیولی شي.
 

د آلمان خبري آژانس: ش.ن/ ا.ا 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب