1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د پناه غوښتنې د قضیو بهیر بیا اوږدېږي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ مهر ۱۹, یکشنبه

په ځینو آلماني ایالتونو کې پناه غوښتونکي باید ډېر انتظار وباسي. په زاکسن ایالت کې، چې د وینزویلا د وګړو د پناه غوښټنې ډېرې دعوې پکې مطرح کېږي، د محکمو پرېکړې تر ټولو ډېر وخت نیسي.

په براون شوايګ کې د پناه غوښتونکو يوه کورنۍ
زيات پناه غوښتونکي له ردېدنې وروسته د بيا کتنې غوښتنه کويانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د څو کلونو د چټکتیا وروسته، په آلمان کې د پناه غوښتنې پرېکړو پر ضد د محکمو د دعوو د څېړنې موده یو ځل بیا اوږدېږي. د آلمان فدرالي حکومت د کیڼ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د کډوالۍ او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې (Bamf) د پرېکړو پر ضد د دعوو د محاکمو بهیر په اوسط ډول ۱۵،۳ میاشتې وخت نیولی دی.

تېر کال دغه موده په اوسط ډول ۱۴،۳ میاشتې وه، که څه هم د دسمبر میاشتې معلومات پکې نه وو شامل. ثابته ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د پناه غوښتنې د دعوو اوسطه موده ۲۶،۵ میاشتې وه، خو له هغې وروسته هر کال دغه موده کمه شوې وه.

په ۲۰۲۴ کال کې هغه قضیې چې د پناه غوښتنې د لومړنیو یا تعقیبي غوښتنلیکونو په اړه وې، په اوسط ډول ۱۶،۷ میاشتې دوام درلود. خو د ايالتونو تر منځ په دې تړاو فرق شته. په ځینو ایالتونو کې دا دعوې د نورو ایالتونو په پرتله دوه چنده اوږدېږي. د روان کال په لومړۍ نیمایي کې زاکسن ایالت تر ټولو ورو و، چیرې چې د قضیو اوسطه موده ۲۰،۴ میاشتې وه.

همدارنګه په نیدرزاکسن کې هم د محکمو پرېکړې په اوسط ډول ۲۰ میاشتې وخت نیولې. خو په راینلنډ فالڅ کې پرېکړه په اوسط ډول له ۹،۲ میاشتو وروسته او په بایرن کې له ۱۰،۷ میاشتو وروسته صادره شوې ده. سره له دې، په بایرن کې د تیرو دریو کلونو پر مهال د قضیو موده یا راکمه شوې او یا هم نه ده زیاته شوې، خو په راینلنډ فالڅ کې برعکس وضعیت لیدل شوی. په ۲۰۲۳ کال کې هلته د پناه غوښتنې دعوې په اوسط ډول یوازې پنځه میاشتې وخت کې پای ته رسېدلې وې.

آیا له افغان مهاجرو د سیاسي ابزار په توګه استفاده کیږي؟

28:19

This browser does not support the video element.

ډېرې قضیې او د اصلي هېوادونو پېچلی وضعیت

د قضیو د اوږدېدو یو مهم لامل د پناه غوښتنې د دعوو زیاتوالی دی. د قضیو پر موده دا هم اغېز لري چې په کومه محکمه کې د ځانګړو هېوادونو د وګړو ډېرې دعوې ثبتېږي، ځکه په ځینو هېوادونو کې د امنیتي وضعیت ارزونه او د خوندیتوب د ورکړې پرېکړه ډېره پېچلې وي.

په ټول آلمان کې د نومبر تر میاشتې پورې د ترکیې د اتباعو د پناه غوښتنې دعوې تر ټولو ډېرې وې. خو په زاکسن کې محکمو تر ټولو زیات د وینزویلا د اتباعو هغه قضیې څېړلې چې د بامف د پرېکړو پر ضد یې شکایت کړی و.

کلارا بونګر وايي، د پناه غوښتنې د قضیو د مودې اوږدېدل له دې سره هم تړاو لري چې بامف په ۲۰۲۵ کال کې د هغو هېوادونو ډېر کډوال رد کړي چې د بشري حقونو وضعیت پکې نور هم خراب شوی دی. هغې وویل چې دا موضوع د ایران، روسیې، افغانستان او ترکیې په اړه په ځانګړې توګه صدق کوي. د هغې په وینا، د ایران په اړه د بامف شاوخوا هر دوهم ارزول شوی پرېکړه د محکمو له خوا بدله شوې ده.

آیا د بشري ویزې لرونکي کډوال خپل هېواد ته سفر کولی شي؟

18:34

This browser does not support the video element.

د چټکتیا لپاره اقدامات

ځینو آلماني ایالتونو په وروستیو کلونو کې د پناه غوښتنې د دعوو د چټکتیا لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي. په دغو اقداماتو کې د کارکوونکو شمېر زیاتول، ځانګړې محکمې جوړول، د ورته قضیو تمرکز او د اسنادو مرکزي ډیټابېسونه شامل دي. د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې په ټول جرمني کې ۱۹۶٬۳۱۵ د پناه غوښتنې دعوې لا هم د محکمو تر غور لاندې وې. د جنورۍ په ۱۵مه دغه شمېر ۱۹۱٬۵۶۶ و.

یوازې هغه کسان محکمې ته نه ځي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي. ځینې هغه کسان هم دعوه کوي چې فرعي خوندیتوب (subsidiary protection) ترلاسه کړی وي. دوی اکثراً غواړي چې د کورنۍ غړي آلمان ته راولي، ځکه د دغې ډلې لپاره د کورنۍ یوځای کېدل اوس مهال ځنډول شوي دي.

د محکمو برعکس، بامف د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر تېر کال ژر څېړلي دي. د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، بامف د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې غوښتنلیکونه په اوسط ډول د ۱۱٫۳ میاشتو په موده کې ارزولي دي. تېر کال دغه موده ۱۲٫۲ میاشتې وه.

د سوریې د پناه غوښتونکو دوسیې

په ۲۰۲۴ کال کې د بامف د پروسو موده په اوسط ډول ۸٫۷ میاشتې وه. د مودې د زیاتوالي یو لامل دا و چې ادارې ډېر زاړه غوښتنلیکونه هم پروسس کول. همدارنګه د سوریې د وګړو غوښتنلیکونه د څو میاشتو لپاره نه وو ارزول شوي، ځکه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له سیاسي بدلون وروسته د دغه هېواد وضعیت لا هم روښانه نه و.

د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، Bamf د جنورۍ له پیل څخه د اګست تر پایه د سوریې د ۱۰٬۰۶۴ کسانو د خوندیتوب وضعیت بیا ارزولی دی. په نږدې ۲۷ سلنه مواردو کې د هغوی د خوندیتوب حیثیت لغوه شوی دی.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب