1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مانش کانال کي۸۰ پناه غوښتونکي ژغورل شوي

۱۴۰۰ مرداد ۴, دوشنبه

دغو مهاجرو غوښتل چې په دوو کښتيو کي ځانونه بريتانيا ته ورسوي، خو له ډوبېدو سره مخامخ شول او د بېړنيو مرستو کښتيو وژغورل. په دې عملياتو کې د فرانسې سمندري ځواک برخه اخيستې.

Flucht über den Ärmelkanal
انځور: Dan Kitwood/Getty Images

د فرانسی سمندری ځواک له مانش کانال څخه په بیړني حالت کي ۸۰ کسان ژغورلې دي چې په دوي کې شل تنه ماشومان دي. لکه څرنګه چې د سمندري ځواک مسؤلينو خبر ورکړی دی، لومړی ۳۵  او ورپسې ۴۵ پناه غوښتونکي د فرانسې د کالې بندر ته انتقال شوي دي.

د خرابې شوی کښتۍ مسافر چې په دوو کوچینو کښتيو کي سپاره ول کوم کس پکې ټپې نه وو. دغه راز د رسمي معلوماتو له مخې۵۲ مهاجر د فرانسې د دانيس په ساحل کي موندل شوي. دغه کسان د کښتۍ ماشين تر خرابيدلو وروسته دغه سيمې ته راګرزيدلي ول.

انځور: Johan Ben Azzouz/MAXPPP/dpa/picture alliance

خطرناک سفر

د فرانسي او بريتانيا تر منځ پروت مانش کانال څخه بريتانیا ته په ناقانون ډول د پناه غوښتونکو د ورتګ شمير د تيرکال په پرتله ډير زيات شوې دې.

په ۲۰۲۰م کال کې ۹۵۰۰ کسانو په ناقانون ډول کوښښ کړی چې له دغه کاناله تير شي. دا تر هغه مخکي کال په پرتله څلور برابره زياتوالی ښيې. په دوی کې شپږ کسان مړه شوی او دري نور يې ورک شوی دي. دلته د اوبو جريان د تيزۍ له کبله کوچنۍ کښتۍ په ډيري سختۍ سره تيريدای شي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ګورلاد دارمنین د بريتانيا د هغي ژمنې هرکلی وکړ چې پکي ويل شوي، په راتلونکي کال کې به د فرانسې له حکومت سره د ناقانون مهاجرت د مخنيوي او پر وړاندې يې د مبارزې په پار شا او خوا ۶۳ ميليونه يورو مرسته وکړي. فرانسې هم ژمنه کړې چې د سواحلو په اوږدو کي به نور امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب