1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

د یونان پولیسو د قاچاقبرانو یوه بې رحمه ډله نیولې

۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

د یونان پولیسو د انساني قاچاقبرانو یوه ۱۳ کسیزه ډله نیولې ده چې دوه پناه غوښتونکي یې یرغمل نیولي ول. دغه پناه غوښتونکي به په اوتو او ډنډو سره په منظم ډول شکنجه کیدل.

Griechenland - Festnahmen nach Razzia in Athen
انځور: picture-alliance/dpa/AP/T. Stavrakis

پولیسو د یونان په شمال کې د انساني قاچاقبرانو یو وحشتناک بانډ مات کړی دی. د «اتنز نیوز ایجنسي» یا د اتن خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۸ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې مجرمینو د نورو ترڅنګ دوه پناه غوښتونکي هم د یرغمل په توګه له ځان سره ساتلي او شکنجه کړي ول.

د دغه رپوټ په حواله پولیسو د شنبې په ورځ په تیسالونیکي سیمه کې پر څلورو کورونو چاپه ووهله او ۱۳ کسان یي ونیول. نیول شوي کسان له ۱۹ او ۲۶ کلنۍ ترمنځ دي او د یونان اتباع نه دي.

پولیسو د دغو عملیاتو پر مهال دوه پناه غوښتونکي چې په یوه کوډله کې د یرغمل په توګه ساتل شوي ول هم پيدا کړي چې یو یې ۱۶ او بل یې ۲۱ کلن دی. د دغو پناه غوښتونکو په حواله دوی د قاچاقبرانو له خوا په منظم ډول شکنجه کیدل.

پولیسو په دغه ځای کې هغه اوتو او لرګی هم موندلی دی، په کوم چې به دغه پناه غوښتونکي شکنجه کیدل. د دوی په خبره قاچاقبرانو د دغو ځوانانو د خوشې کولو په بدل کې د دوی له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کوله.

د پولیسو په وینا د قاچاقبرانو دغه بانډ د مارچ میاشتې له نیمایې څخه د اپریل تر نیمایې پورې په مجموع کې ۲۲ کسان له سرحد څخه تیر کړي دي. د معلوماتو له مخې ویل کیږي چې یو ۲۰ کلن ځوان د دغې ډلې یا بانډ مشر دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب