1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«د اوکراين په جګړه کې د شمالي کوريا سل عسکر وژل شوي»

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبه

د جنوبي کوريا ملي استخباراتي ادارې ويلي دي چې د اوکراين پر ضد د روسیې په جګړه کې د شمالي کوريا لږ تر لږه ۱۰۰ عسکر وژل شوي او تقريباً ۱۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

په اوکراين کې د روسیې جګړه
د رپوټونو پر اساس شمالي کوريا تر ۱۰۰۰۰ ډېر عسکر او د پام وړ توپخانې تسليحات د اوکراين پر ضد د روسیې د ملاتړ په موخه استولي دي.انځور: Madiyevskyy Vyacheslav/Ukrinform/picture alliance

د جنوبي کوريا د ملي استخباراتي ادارې (NIS) د معلوماتو په حواله روسيې ته د ليږل شويو شمالي کوريا له عسکرو څخه ۱۰۰ کسان وژل شوي او کابو زر نور يې په کورسک سيمه کې د جګړو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

د جنوبي کوريا د پارلمان استازي لي سيونګ کیون، دا شمير د بندو دروازو ترشا ترسره شوې غونډې وروسته په ډاګه کړی او د تلفاتو د لوړ شمير علت یې د سيمې سره نابلدتيا او له ډرونونو سره د تجربې نه شتون په ګوته کړی.

لي، وويل: «په ډسمبر میاشت کې هغوی [د شمالي کوريا عسکر] په واقعي نښتو کې ښکیل شول چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه سل کسان ووژل شول.»

نوموړي زياته کړې: «ملي استخباراتي ادارې همدا شان رپوټ ورکړی دی چې د ټپيانو شمير د ۱۰۰۰ په شا او خوا کې دی.» 

د رپوټونو پر اساس شمالي کوريا تر ۱۰۰۰۰ ډېر عسکر او د پام وړ توپخانې تسليحات د اوکراين پر ضد د روسیې د ملاتړ په موخه استولي دي.

پر دې رپوټ شويو تلفاتو سربیره استخباراتي معلومات ښيي چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، روسیې ته د اضافي عسکرو د لېږلو له پاره عسکرو ته روزنه ورکوي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

01:54

This browser does not support the video element.

کارپوهان په دې آند دي چې کیم جونګ اون، ليوال دی چې له روسیې څخه پرمخ تللې تکنالوژي او عسکر یې د جګړې تجربه په لاس راوړي.

نه روسیې او نه هم شمالي کوريا تر اوسه د اوکراين په جګړه کې په رسمي توګه د شمالي کوريا د عسکرو شتون تائيد کړی دی.

شمالي کوريا له روسيې سره د خپل پوځي ائتلاف دفاع وکړه

شمالي کوريا د پنجشنبې په ورځ له روسیې سره د خپل پوځي ائتلاف دفاع وکړه او هغه یې د امريکا متحده ايالاتو او د متحدينو د مخنيوي په برخه کې «ډېر اغيزمن» وباله.

د دوشنبې په ورځ امريکا، اروپايي اتحادیې او نورو نهو هيوادونو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په اوکراين کې د روسیې په جګړه کې یې د شمالي کوريا مخ پر زياتېدونکې مداخله وغندله.

شمالي کوريا دې اعلاميه ته ځواب ورکړ او هغه یې د «پروا پارونې» په توګه ياده کړه. پيونګ يانګ دغه موضوع د روسیې او شمالي کوريا ترمنځ د «همکارۍ د نورمالو اړيکو له ماهيت څخه سرغړونه او سپکاوی» وباله.

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې پر واشنګټن او متحدينو یې تور لګولی دی چې د اوکراين جګړه یې غځولې ده او د خپلو «برتري طلبو او ماجرا خوښوونکو تګلارو» سره یې د نړۍ امنيت بې ثباته کړې دی.

شمالي کوريا د «دښمنو ځواکونو» غبرګون د دې د نښې په توګه عنوان کړی چې د پيونګ يانګ او مسکو ترمنځ همکاري په اغیزمنه توګه «د امريکا او د غرب د بدخوا نفوذ د مخنوي» باعث کيږي.

د روسیې او شمالي کوريا ترمنځ ائتلاف له ۲۰۲۲م کال راهېسې ژور شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل