1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

پاکستان: شدیدو طوفانونو مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړولي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۴, یکشنبه

په پاکستان کې د طوفانونو له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان دي. دغه طوفانونه د ګرمۍ له شدیدې څپې وروسته راغلي دي.

Pakistan Unwetter Gewitter
انځور: DW/I.Jabeen

پاکستاني چارواکو د یکشنبې (د می میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ وویل چې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته «ویجاړونکو» طوفانونو چې شدید بادونه او بریښنا هم ورسره مل وو په پنجاب، خیبر پښتونخوا او اسلام آباد کې ونې او د بریښنا پایې نړولي دي.

په داسې حال کې چې د مړينې اکثره پيښې د دیوالونو او چتونو د نړیدو له کبله رامنځته شوي، د سولري تختو د لګیدو له کبله چې له خپل ځای څخه نړیدلي ول، لږ تر لږه دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د رعد یا بریښنا د لګیدو له کبله هم یوه کس وژل شوی او دری نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب ایالت د بحران د مدیریت اداري ویاند مظهر حسین د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې ځینې وختونه دا ډول طوفانونه د شدیدې ګرمۍ له کبله هم رامنځته کیږي. په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د تودیخي درجه د سانتیګراد تر ۴۵ درجو رسیدلې ده.

نوموړي د ۱۴ کسانو د مړينې او ۱۰۰ نورو د ټپي کیدو خبر د اعلانولو ترڅنګ وویل: «د ګرمۍ د وروستۍ څپې په ترڅ کې په درو، څلورو ورځو کې د تودوخې درجه ډیره لوړه شوه. دا ویجاړونکی طوفان و. د باد سرعت ډیر تیز و. ډیر ګرد او غبار یې درلود چې لید یې ډیر زیات کم کړی و.»

د پاکستان د هوا پيژندنې اداری د یکشنبې په ورځ هم د لا زیاتو طوفانونو وړاندوېنه کړې ده. 

په ټولنیزو رسنیو کې د طوفان ویډیوګانې

د شنبې ورځې په مادزیګر ټولنیزې رسنۍ د طوفانو له کبله د اوښتو زیانونو له ویډیوګانو څخه ډکې وې.

طوفانونو ډیر شمیر ونې له ريښو سره نړیولي او یو شمیر لارې یې بندې کړې وېانځور: A Majeed/AFP/Getty Images

په یوه ویډیو کې چې په الوتکه کې دننه اخیستل شوې ده لیدل کیږي چې مسافر د ویرې او وحشت له کبله چیغې وهي، ځکه د هغوي لیږدونکې الوتکه چې ټاکل شوې وه په لاهور کې ناسته وکړي، د هوا د خرابوالي له کبله ونه توانیدله چې پر ځغاستلیکه ناسته وکړي او وروسته یې د کراچۍ پر لور خپل مسیر ته تغیر ورکړ.

په نورو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د ونو د چپه کیدو له کبله موټرې ویجاړې شوي او د خزلو له کبله سړکونه تړل شوي دي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له کبله ډیر زیان ويني. په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې اقلیمي پيښې ډیرې شوې دي.

اسلام اباد د اپریل او می میاشتو په جریان کې څو نادره طوفانونه تجربه کړل چې نقلیه وسایلو ته یې زیان وساوه، د کړکیو هندارې یې ماتې کړې او سولري تختې یا پنلونه یې ویجاړ کړل.

د هوا تودوخې د اپریل په میاشت کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د پنجاب په ځینو برخو کې د سانتیګراد ۴۶،۵ درجو ته لوړ شو.

په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د شدیدې ګرمۍ له کبله ښوونځیو تر وخت مخکې د دوبي رخصتۍ اعلان کړي دي.

د سوات سیلاب ځپلي په کوم وضعیت کې دي؟

02:18

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب