په هند کې یو بس چپه شوی؛ تر ۲۰ ډېر کسان پکې مړه شوي
۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبهرویټرز خبري اژانس د یوه هندي چارواکي له قوله خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد د اوتاراکند ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې مسافر وړونکی بس چپه شوی دی، چې له امله یې نیږدې ۲۴ کسان مړه شوي دي.
ایالتي چارواکي وینیت پال، ویلي دي چې په دغه بس کې ۴۲ کسان سپاره ول چې ژغورونکې ډلې یوازې د ۲۴ کسانو جسدونه موندلي دي.
د پېښې له ځایه رویټرز خبري اژانس سره په ټلیفوني اړیکه کې د پولیسو یوه افسر دوندرا پینجا، ویلي دي چې دغه بس ۴۲ سپرلۍ لرلې، چې د یاد ایالت له ګروهوال څخه رامنګر ته پر لاره و. هغه ویلي دي په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی، نو له همدې امله ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
د ANI news خبري رسنۍ انځورونه ښيي چې یو مسافر وړونکی بس د یوې تپې لاندې د سیند غاړې ته لوېدلی دی.
اړوند: هند: د بس په ټکر کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي
د اوتاراکند لومړي وزیر پوشکار سینګ دهمي ویلي دي چې ژغورونکي یادې سیمې کې د قربانیانو پر تخلیې او ټپیانو په ژغورنې بوخت دي.
تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ۲۰۲۲ م کال په وروستیو کې په همدې اوتاراکند ایالت کې ورته پېښې کې ۲۵ کسان مړه شول. دغه پېښه هغه مهال پېښه شوې وه چې یوه بس د هند په شمال کې یوه واده ته تلونکي کسان لېږدول، چې یوې درې ته ولوېد.
اړوند: هند: په ترافيکي پېښه کې ۱۶ عسکر مړه شوي دي
په هندوستان کې په پرلپسې ډول دا وړ ترافیکي پېښې کېږي، چې ښايي عمده لامل یې د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو له لوري د ترافیکي نښو نه مراعتول وي.
(Reuters)pa/af