1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د رېل ګاډو په ټکر کې ۳۰ کسان وژل شوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

د چارواکو په حواله په پاکستان کې د دوو رېل گاډو د ټکر په پېښه کې نږدې ۳۰ کسان وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي. ډېر کسان اوس هم په رېل ګاډو کې بند پاتې دي.

Pakistan Zugunglück
انځور: Xinhua/imago images

پېښه هغه وخت وشوه چې د سند د دهارکي سيمې ته څېرمه يو له حده ډک رېل ګاډی د يوه بل چټک اورګاډي سره چې تر مخه له پټلۍ وتلې وو، ټکر شو.  د رېل ګاډو ادارې يوه وياند وويل چې اوس هم ډېر کسان په اورګاډو کې بند پاتې دي.

وياند زياته کړه چې د ژغورنې د عملياتو په موخه ځانګړی سامان رسېدلی دی. هغه زياته کړه: »د پېښې ځای لېرې پروت دی او همدا وجه ده چې د ژغورنې په کار کې يو څه له مشکلات سره مخامخ يوو.«

په پېښه کې د ريلونو شپږ واګنونه ويجاړ شوي دي. د ګرځنډه تليفون له لارې اخيستل شوی انځورونو کې ښکاري چې يو ژغورونکی يوه ټپي ته چې لا د رېل ګاډي د څوکيو ترمنځ ګېر پاتې دی، سيروم ورکوي.

د «ملت ايکسپريس» په نوم اورګاډی له کراچۍ څخه سرګودهې ښار ته پر لاره وو چې تر لمر خاته مخکې له پټلۍ ووت او واګنونه یې پر هغه پټلۍ ولوېدل چې د سر سید ايکسپرس په نوم رېل پرې له راولپنډۍ څخه په مخالف لوري کې روان وو.

په پيښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي ديانځور: AFP/Getty Images

د رېل ګاډې ادارې وياند او د دهارکي سيمې د پولیسو يوه افسر عمر طفيل وويل چې تر اوسه ۳۰ کسان مړه شوي او په لسونو نور ټپيان دي.

لومړي وزير عمران خان پر پېښه خواشيني څرګنده کړه او ویې ويل چې دې پېښې  ورته «ټکان» ورکړی دی. هغه د پېښې په اړه د بشپړې پلټنې ژمنه وکړه.

د پاکستان له حادثاتو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر جنرل اختر نواز ساتي د پاکستان د ای آر واې تلویزيوني شبکې سره په خبرو کې وويل چې پوازي نيمه پوځي ځواکونه سيمې ته رسيدلې دی څو د ژغورنې په عملياتو کې مرسته وکړای شي.

په پاکستان کې د اورګاډو ټکرونه ډېر عام دي. په دغه هېواد کې د ريلونو پټلۍ چې زرونه کيلومتره اوږدوالی لري او ريلونه د بريتانيا د استعماري ځواک د وخت دي.

خو د اداري فساد، ناسم مديريت او د پانګونې د کمښت له کبله دا شبکه له پامه غورځول شوې ده.

په ۲۰۱۹م کال کې هم ۷۵ کسان هغه وخت ووژل شو چې له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان يوه اورګاډي اور واخيست.

په ۲۰۱۶م کال کې په کراچۍ کې د دو رېل ګاډو د ټکر په نتیجه ۲۱ وژل شوي ول.

ب.ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب