1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: يخي هوا په افغانستان کې ۷۰ کسان وژلي

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

په کابل کې د طالبانو د هوا پيژندنې ادارې چارواکو ويلي دي چې په دغه هيواد کې د سړې هوا د سختې څپې په ترڅ کې ۷۰ کسان مړه شوي دي. ويل شوي دي چې د يخې هوا څپه به ښايي دوام وکړي.

په باميان کې د تودوخې درجه ډېره ټيټه شوې
په باميان کې د تودوخې درجه ډېره ټيټه شوېانځور: Ali Khara/REUTERS

په داسې حال کې چې سختې سړې هوا په دغه بې وزلۍ ځپلي هيواد کې بشري بحران لا پسې شديد کړی دی، چارواکو د تلفاتو دغه شمیرې په ډاګه کړی دی.

د جنورۍ میاشتې له لسمې نېټې راهېسې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د تودوخې درجه ډېره ټيټه شوې ده.

د تېرې يکشنبې په ورځ په غور ولایت کې د هوا درجه تر منفي ۳۳ درجو رسېدلې وه.

په افغانستان کي يخه هوا او د خلکو ستونزي

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې مشر محمد نسيم مرادي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «سږنی ژمی د تېرو څو کلونو په پرتله يخ دی.»

د ښار په څنډو کې بې ځايه شوې کورنۍ ليدل کيږي چې هڅه کوي د اور په بلولو سره ځانونه ګرم وساتي، په داسې حال کې چې په پلازمېنه کې چې واوره هم پکې ورېدله ده، هغه چې وس یې لري، د ډبرو سکرو بخارۍ کاروي.

مرادي وويل: «داسې انتظار کیږي چې د يخ دا څپه به تر بلې اونې او يا تر دې هم اوږده موده دوام وکړي.»

سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې وزارت ويلي دي چې په تېرو اتو ورځو کې ۷۰ انسانان او ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي.

د هوا پيژندنې اداره وايي د يخ دا څپه به ښايي يوه او يا ډېره موده دوام وکړيانځور: Ali Khara/REUTERS

په ټولنیزو رسنيو کې په نشر شويو انځورونو کې ليدل کیږي چې يو شمیر مرکزي او شمالي ولایتونو ته غځېدلې لویې لارې د درنې واورې له کبله بندې شوي دي.

دا په افغانستان کې د طالبانو په دويم ځل واک ته رسیدو او له دغه هيواد څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دويم ژمی دی.

د طالبانو له راتګ سره سم بهرنۍ مرستې په ډراماتیکه توګه لږ شوي دي او په بهرنيو هيوادونو کې د دغه هيواد پرتې شتمنۍ کنګل شوي چې دا بيا د ډېر ناوړه بشري بحران باعث ګرځيدلي.

فقر، بې برقي او په افغانستان کي د یخ بې ساري څپه

د مرستندويه ټولنو د معلوماتو په حواله د هيواد د ۳۸ میليونه نفوس تر نيمايي ډېر یې په روان ژمي کې له لوږې سره مخ دي او تقريباً څلور میليونه ماشومان د خوار ځواکۍ ښکار دي.

تېره مياشت هغه يو شمير غير دولتي ټولنو چې لا هم په افغانستان کې مرسته کوي، له مرستندويه ټولنو سره د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله خپل فعاليتونه ځنډولي ول.

اوس ځينو سازمانونو د طالب چارواکو له خوا د دې ضمانت ترلاسه کولو وروسته چې د روغتيا په برخه کې به ښځې د کار اجازه ولري، بیرته په کار لاس پورې کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟

01:44

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب