1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاريس: د جوماتونو مخته د خنځیرانو سرونه غورځول شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د فرانسې په پلازمېنه او په شاوخوا سیمو کې د مسلمانانو د جوماتونو مخته د خنځیرانو لږ تر لږه ۹ سرونه غورځول شوي دي. د پاریس پولیسو هم دغه پيښې تاییدې کړي دي.

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یوه جومات د تعمیر له مخ څخه اخیستل شوی انځور
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یوه لوی جومات د تعمیر له مخ څخه اخیستل شوی انځورانځور: Abd Rabbo Ammar/abaca/picture alliance

د سه شنبې (د سپټمبر ۸ نیټه) په ورځ د فرانسې له پلازمېنې پاریس څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله د دغو پيښو رامنځته کیدل د دې خطر پر لور اشاره کوي، چې په فرانسه کې له مسلمانانو سره د دښتمنۍ جذبه مخ پر زیاتیدو ده.

د پاریس ښار د پولیسو مشر لارا نُوني یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په مختلفو سیمو کې د جوماتونو مخته د خنځیرانو سرونه ایښودل شوي دي. له دې څخه څلور پيښې یې د پاریس ښار د جوماتونو مخته، په داسې حال کې چې پنځه نور یې بیا په اطرافو کې د مسلمانانو د عبادتځایونو مخته رامنځته شوي دي.»

د پولیسو مشر زیاته کړه: «مونږ اوسمهال دا امکان هم نه شو ردولی، چې په دا ډول حالاتو کې ممکن د خنځیرانو نور سرونه هم وموندل شي.»

لاروا نُوني خبریالانو ته وویل چې د دا ډول پيښو په هکله باید ټول له احتیاط څخه کار واخلي، ځکه د تیرو وختونو په شان دا ډول پيښې له «بهرنۍ مداخلې» سره هم تعلق درلودلی شي.

د روان کال د جون میاشتې په لومړیو کې د فرانسې پولیسو درې تنه صربیایي اتباع نیولي و چې یهودي ملکیتونو ته یې زیان اړلی و. په هغه وخت کې پولیسو شک درلود چې په دا ډول پيښو کې شکمن مجرمین د روسیې له ملاتړ څخه برخمن ول.

په یوه ځای کې د فرانسې د ولسمشر نوم هم شته

د پولیسو په حواله په پاریس کې چې په کومو ځایونو کې د جوماتونو مخته د خنځیرانو سرونه غورځول شوي، په یوه ځای کې د خنځیر ترڅنګ په آبي رنګ د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د نوم وروستۍ برخه «مکرون» هم لیکل شوې ده.

د نورو دینونو د عبادت ځایونو په څیر د مسلمانانو له پاره هم جوماتونه ډیر د احترام وړ مذهبي ځایونه دي. خو د داسې یوه عبادتځای مخته د خنځیر د سر غورځول، ځکه ډیر د انديښنې وړ خبره ده چې په اسلام کې د خنځیر د غوښې خوړل حرام دي او مسلمانان د خنځیر له هر ډول غړي څخه جوړو شوو محصولاتو څخه استفاده نه کوي.

په دې صورت کې د مسلمانانو د جوماتونو مخته د خنځیر د سر غورځول له مسلمانانو او اسلام څخه د کرکې علامه یا نښه ګڼل کیږي، چې د مذهبونو ترمنځ همغږۍ ته زیان رسوي.

له همدې امله د پاریس د پولیسو مشر نوني دغه پيښې کرکه پارونکي او تحریک کوونکي بللي او په کلکه یې غندلي دي.

په فرانسه کې یو جومات د ادیانو ترمنځ د سولې په سمبول بدل شوی

02:33

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب