1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د عمران خان پر وړاندې د قتل عريضه ثبت شوې

بريښنا صابر | دويچه ویله اردو
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د اسلام آباد د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې تېره اونۍ په اسلام آباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج په تړاو د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ګډون د ۹۴ کسانو د نیولو امر جاري کړی دی.

د یوې مظاهرې صحنه چې د عمران خان انځورونه پکې ليږدول کيږي.
عمران خان د بېلا بېلو قضيو په ترڅ کې له تېرو څو مياشتو راهېسې په اډيالا زندان کې بندي دیانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې تېره اونۍ د پي ټي آی د احتجاج په ترڅ کې د تیز سرعت لرونکو موټرو په واسطه د ملېشه ځواک د غړيو د وژل کيدو په تړاو د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان، پر ضد د قتل دوسيه ثبت کړې ده.

د پاکستان تحريک انصاف يا پي ټي آی ګوند دې احتجاج ته د «وروستي غږ» نوم ورکړی وو چې د نوامبر پر ۲۶مه نېټه د اسلام آباد په «ډي چوک» کې ترسره شو.

د دې مظاهرو په ترڅ کې د پي ټي آی پلویانو د عمران خان، د آزادولو غوښتنه کوله او د اسلام آباد پر لور یې په پراخه کچه مارش پېل کړی وو.

عمران خان د بېلا بېلو قضيو په ترڅ کې له تېرو څو مياشتو راهېسې په اډيالا زندان کې بندي دی او د پاکستان د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو، وروسته د پاکستان داسې دويم پخوانی لومړی وزير دی چې د قتل دوسيه یې پر ضد ثبت شوې ده.

د يادولو وړ ده چې د ۱۹۷۴م کال په نوامبر مياشت کې د هغه وخت د لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو، پر وړاندې د قتل دوسيه ثبت شوې وه چې پوځي ديکتاتور ضياء الحق، یې حکومت سقوط کړی وو او بيا تر دې کابو دوه کاله وروسته يعني په ۱۹۷۷م کال کې نوموړي د قتل د همدې دوسیې په پایله کې اعدام شو.

تورونه څه دي؟

د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان، او ځيني نورو مشرانو پر وړاندې دا دوسیې د رمنا په نوم پوليسو مرکز کې ثبت شوي دي چې د قتل، د قتل د هڅې او ترهګرۍ د تورونو په ګډون یو شمير نور تورونه پکې شامل دي.

پولیسو چې کوم اف آی آر یا لومړنۍ رپوټ درج کړی په هغه کې تور لګول شوی دی چې عمران خان او د پي ټي آی د نورو مشرانو په لارښوونه يو لينډ کروزر موټر يوه نامعلوم چلوونکي د رينجر ځواکونو د وژلو په نيت پر هغوی ور ځغولی دی چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او دو نور ټپيان دي.

د پاکستان د ډان رسنيو ادارې د حقوقي څانګې يوې سرچينې د نوم نه بربنډولو په شرط د ځينو وکيلانو په حواله ويلي دي چې «دا د قتل نه بلکې د سړک د حادثې معامله ده» او د قتل دوسيه بايد نه وای ثبت شوې.  

اسلام آباد؛ تر احتجاج وروسته د ښار وضعیت

03:02

This browser does not support the video element.

نوموړي وويل چې ظاهراً دا مرګونه د بې احتياطۍ او د موټر چلوونکي د نه پام لرلو له وجې رامنځته شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کې هم د بلوچستان پوليسو د عمران خان پر ضد د عبدالرزاق په نوم د يوه وکيل د قتل دوسيه ثبت کړې وه خو بيا د همدې کال په اګست کې هغه ته برائت ورکړل شوی وو.

د ترهګرۍ ضد عدالت د نیولو امرونه د ضمانت وړ نه دي

بل لوري ته د اسلام آباد د ترهګرۍ ضد محکمې په پلازمينه کې د تېرې اونۍ د پي ټي آی د احتجاج په حواله د عمران خان او د میرمنې او نورو ۹۴ کسانو د نيولو امرونه جاري کړي دي چې په ترڅ کې یې په ضمانت آزاديدل هم امکان نه لري.

د احتجاج په تړاو قضيه کې پوليس د ۹۶ شکمنو کسانو نوملړ محکمې ته سپارلی وو چې پخوانی ولسمشر عارف علوي، د پارلمان پخوانی مشر اسد قيصر، د پي ټي ای مشر بیرستر ګوهر او د دغه ګوند نور مخکښ مشران پکې شامل دي.

د دې قضیې په ترڅ کې د ټولو کسانو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ګډوډۍ ته د هڅولو، ناامنۍ خپرولو او نور تورونه شامل دي. 

زموږ له آرشيف څخه:

د پاکستان د حکومت وروستۍ پریکړې افغانان اندیښمن کړي

04:57

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل