1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون درې کارکوونکې وژل شوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

چارواکي وايي چې نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو وسله وال برید شوی او درې تنې پکې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.

Afghanistan drei weibliche Journalistinnen bei Jalalabad ermordet
انځور: Sadaqat Ghorzang/AP Photo/picture alliance SS

په ننګرهار کې یوې معتبرې حکومتي سرچینې ویلي دي چې د انعکاس تلوېزيون درې تنې کارکوونکې، مرسل، سعیده او شهناز په یوه وسله وال برید کې وژل شوي او یوه بله ولسي مېرمن ژوبله ده.

سرچینې زیاته کړې ده چي د انعکاس تلوېزیون دغه کارکوونکې له دفتره کور ته پر لاره وې، چې پلي وسله والو پرې برید کړی دی. ویل شوي چي دا درې واړه د انعکاس تلوېزیون د دوبلې برخې کارکوونکې وې.

د ننګرهار سیمه ایز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي چې دوی ته د درو خبریالانو جسدونه او یوه ژوبله مېرمن وړل شوې، چې د ژوبلې روغتیایي حالت هم ښه نه دی. د پيښې مسؤلیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ځایي چارواکو ویلي دي چې د انعکاس پر دوو کارکوونکو یو برید د جلال اباد ښار په بنګړیوالو کوڅې او د درېیمې قصبې په سیمه کې شوی دی.

څو شېبې وړاندې انعکاس تلوېزیون هم په یوه بېړني خبر کې د خپلو درو ښځینه کارمندانو د وژل کېدو خبر خپور کړی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو د انعکاس تلوېزیون درې واړه کارمندانې پر سر وویشتلې او له سیمې وتښتېدل.

څه کم درې میاشتې مخکې هم د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلوېزیون د خپرونو ویانده او ژوناليسته ملاله میوند هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوې وه.

سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خونړی کال و. په افغانستان کې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې نیږدې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

امید دیدار/ ننګرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل