1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پاکستان پوځ پر پوستې برید؛ درې عسکر او څلور بریدګر وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبه

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې وسلوالو د جمعې په ورځ د پوځ پر دریو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې درې تنه عسکر او څلور یاغیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په تیرا کې پر دریو امنیتي پوستو د وسلوالو په برید کې درې عسکر او څلور جنګیالي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسلوالو له لوري د پوځ پر دریو امنیتي پوستو باندې له بریده خبر ورکړی دی.انځور: picture alliance/AP

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې د وسلوالو له لوري د پوځ پر دریو امنیتي پوستو باندې له بریده خبر ورکړی دی. پوځ په اعلامیه کې زیاته کړې چې پیښه پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۹مه) رامنځ ته شوې چې پکې د وسلوالو یاغیانو او پوځ ترمنځ د ډزو شدیده تبادله شوې او په پایله کې درې تنه پاکستاني عسکر او څلور تنه وسلوال وژل شوي دي.

پوځ په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز زیاته کړې چې په سیمه کې تر پیښې وروسته چاڼیز عملیات هم پیل شوي دي تر څو سیمه له پاتې نورو یاغیانو پاکه کړي. د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې زیاته شوې چې د [پاکستان] امنیتي ځواکونه د «ترهګرۍ د ګواښ د لمنځه وړلو له پاره هوډمن» دي.

د پاکستان پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د پیښې په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي خو تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی. پاکستاني چارواکي تل وايي چې د پاکستاني طالبانو د ګل بهادر ډله په افغانستان کې حضور لري، داسې ادعا چې طالبان یې ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلې حاکمیت وروسته، پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي لا ډیر غښتلي شوي دي او وخت ناوخت پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کوي. په دې وروستیو کې د پاکستان شمال لویدځې سیمې هم د دغه راز مخ پر ډیریدونکو بریدونو شاهدې دي.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

32:15

This browser does not support the video element.

kh/awa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل