1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاتریش

د اتريش په يوه ښوونځي کې ډزې؛ لس کسان وژل شوي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز، اتريشي رسنۍ
۱۴۰۴ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

اتريشي چارواکو ويلي دي چې د دغه هېواد د ګراڅ ښار په يوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي چې د پېښې عامل هم پکې شامل دی. پوليسو ویلي دي چې د فېرونو د خبر ترلاسه کولو وروسته یې دغه ښوونځی تخليه کړی وو.

د اتريش په ګراڅ ښار کې ډزې
رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شکمن فېر کوونکی ښايي د همدې ښوونځي يو ۲۲ کلن پخوانی زده کوونکی وي.انځور: Erwin Scheriau/APA/AFP

د چارواکو په حواله نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د جون ۱۰) د اتريش په جنوب کې د پراته ښار ګراڅ په يوه ښوونځي کې د يوه بريد په ترڅ کې يو شمیر کسان وژل شوي دي.

پولیسو وويل چې په ښوونځي کې د ډزو د خبرونو ترلاسه کولو وروسته یې د سيمې پر وخت د ورځې لس بجې علمیات پېل کړل او ښوونځی یې په بشپړه توګه تخليه کړ.

چارواکو همدا راز وویل چې «وضعيت اوس ډاډمن دی او نور هیڅ خطر نشته.» زياته شوې چې د شکمن عامل انګیزه لا روښانه نه ده.

اړونده موضوع: امریکا: ښوونځي کې ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

ګراڅ د اتريش د ستېريا ايالت مرکز دی او شا او خوا ۳۰۰ زرو اوسيدونکي لري.

د ګراڅ ښاروالې د فېرونو په اړه څه ویلي؟

د اتریش د «ای پي ای» خبري آژانس په حواله د ګراڅ ښاروالې ایلکه کاهر، وويل چې د ډزو په نتيجه کې د پېښې د عامل په ګډون لس کسان وژل شوي دي. په مړو شويو کې څو ماشومان هم شامل دي.

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شکمن فېر کوونکی ښايي د همدې ښوونځي يو ۲۲ کلن پخوانی زده کوونکی وي.

په دې پېښه کې د يو شمیر کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د «کرونن» ورځپاڼې په حواله د ټپيانو شمیر هم ښايي تر لسو لوړ وي.

د «او آر اف» رسنۍ د پولیسو له قوله ویلي دي چې په تلفاتو کې زده کوونکي او ښوونکي دواړه شامل دي. پولیس په دې آند دي چې عامل په يوازې سر عمل کړی.

يوه «ملي تراژيډي»

د اتريش صدراعظم کرستيان شتوکر، د ايکس شبکې له لارې قربانيانو او د هغوی د کورنيو غړيو ته تسليت ویلی دی.

نوموړي ويلي دي چې په ګراڅ کې د ښوونځي دا پېښه «يوه ملي تراژيډي ده چې زموږ ټول هېواد ته یې ټکان ورکړی دی.» هغه وويل: «د غم او درد د هغه احساس د بيانولو له پاره چې موږ ټول یې تجربه کوو، الفاظ نشته.»

ولسمشر اليکساندر فان ډېر بېلن، وويل چې دا بريد د اتريش «پر زړه رسا وار» دی.

ولسمشر اليکساندر فان ډېر بېلن، وويل چې دا بريد د اتريش «پر زړه رسا وار» دی.انځور: Erwin Scheriau/APA/AFP

هغه وويل: «اتریش په ویر کې دی او په دې وخت کې موږ ټول سره يوځای ولاړ يو.»

په دې منځ کې د اروپايي ټولني کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، هم د ايکس د يوه پوست له لارې خپل تسليت څرګند کړی دی.

د اروپايي ټولنې لوړپورې ديپلوماتې کایا کالاس هم ويلي هغې «د اتريش په ښوونځي کې د ډزو د خبر په اوریدو ټکان خوړلی دی.»

نوموړې زياته کړې: «هر ماشوم بايد په ښوونځي کې ځان خوندي احساس کړي او باید وکولی شي چې د ویرې او تاوتريخوالي څخه په آزاده زده کړې وکړي.»

 د اتريش د وسلو قانون څومره ټينګ دی؟

د « Small Arms Survey» څيړنیزې پروژې په حواله په اتریش کې د هرو ۱۰۰ کسانو پر سر ۳۰ ملکي وسلې موجودې دي.

د الپ په غرونو کې پروت دغه هېواد په اتوماتيکو وسلو او دست کش ټوپک باندې بندیز لګولی، په داسې حال کې چې د توفانچو او نيمه اتوماتیکو وسلو جوازونه جاري کيږي.

ټوپکونه او ځيني نورې وسلې بيا د وسلې د جواز، د ښکار د جواز او يا د فېرونو د تمرين د کلبونو د غړيتوب په درلودو سره آزاد دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب