1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

یوناما د پاکستان په هوايي بريدونو کې ملکي تلفات تائيد کړل

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، ډي پي ای
۱۴۰۴ اسفند ۴, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) په دغه هيواد کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکيانو وژل او ټپي کیدل تائيد کړي دي. پاکستان بيا په دې بريدونو کې د وسله والو د وژل کيدو ادعا کوي.

د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ هغه ځای چې د پاکستان د هوايي بريد هدف ګرځیدلی. د امنيتي ځواک غړي او عام وګړي د ويجاړيو ترڅنګ ولاړ دي
انځور: AFP

يوناما د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پاکستان په بريدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه یې د اعتبار وړ رپوټونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پوځ يکشنبه د شپې په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې هوايي بريدونه وکړل. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د هغو وسله والو پټنځایونه یې په نخښه کړي چې په پاکستان کې یې حملې ترسره کولې.

اړونده موضوع: افغانستان امنيت شورا ته د پاکستان د بريدونو شکايت کړی دی

يوناما ويلي دي چې د لومړنيو شمیرو پر اساس، د ننګرهار په بهسودو او خوګيانو ولسواليو کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر له خوا همدا راز زياته شوې چې د پکتيکا ولايت په اورګون او برمل ولسواليو کې يوه مدرسه او يو شړ کور د بريد هدف ګرځيدلي چې تر اوسه یې د ځاني تلفاتو رپوټونه په لاس کې نه شته.

يوناما له دواړو اړخونو غوښتي چې د غير نظامی تلفاتو اوښتو څخه مخنيوی وکړي او د خپلو نړيوالو مکلفیتونو پر بنسټ د تفکيک، تناسب او ملکي تلفاتو څخه د مخنيوي اساسي اصول رعايت کړي. 

په خيبر پښتونخوا کې پر اف سي ځواک بريدونه شوي

د پاکستاني چارواکو په حواله په دې منځ کې په خيبر پښتونخوا کې د اف سي ځواکونو پر يوې پوستې باندې په چاوديدونکو توکو د سمبال ډرون برید اووه سرتيري ټپيان کړل. وروسته د کمین نیولو په يوه پېښه کې درې عسکر ووژل شول.

د سيمه ایزو چارواکو په حواله نن، دوشنبه (د ۲۰۲۶م کال د فيبرورۍ ۲۳) د خيبر پښتونخوا په کرک سيمه کې د اف سي يا فیډرل کانسټبلري پر مرکز باندې د کواډ کوپټر د بريد په نتيجه کې اوه عسکر ټپيان شول.

زياته شوې چې وسله والو وروسته هغو دوو امبولانسونو ته کمین نیولی وو چې د ټپیانو د انتقالولو له پاره کاریدل. په دې پېښه کې درې عسکر وژل شوي او دوه د ژغورني عملي غړي ټپيان شوي دي. 

د کرک سيمې د پوليسو يوه وياند شوکت خان، وويل په بريد کوونکو پسې لټه روانه ده.انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د کرک سيمې د پوليسو يوه وياند شوکت خان، وويل په بريد کوونکو پسې لټه روانه ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې بريدونه پړه نه ده منلې خو شک یې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي پر ډلې باندې کيږي.

اړونده موضوع: ۲۰۲۵م د پاکستان له پاره تر ټولوخونړی کال و

شوکت خان وويل چې خوارج، هغه اصطلاح چې د پاکستان حکومت يې په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان د منع شوې ډلې له پاره کاروي، په دې وروستيو میاشت کې پر امنيتي پوستو باندې د بريدونو په موخه ډرونونه کاروي چې دې د دې ډول بریدونو د پيچلتيا په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې یې د يکشنبې د بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا وايي چې پاکستان په ننګرهار او پکتيکا کې په هوايي بريدونو کې ملکيان په نخښه کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډله يوه جلا ډله خو د افغان طالبانو نږدې متحده ډله ګڼل کيږي. اسلام آباد پر ټي ټي پي تور لګوي چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بريدونه تنظيموي، هغه تور چې ټي ټي پي او افغان طالبان دواړه یې ردوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب