1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د آستراليايي ځواکونو بشپړه وتنه

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

د آستراليا د دفاع وزير نن تائيد کړه چې ځواکونه يې په وروستيو اوونيو کې له افغانستان څخه وتلي دي. په دې سره په دغه شل کلنه جګړه کې د آستراليا نظامي ښکېلتيا پای ته رسيږي.

Afghanistan Kabul  Australian Defense Forces
انځور: Paul Miller/dpa/picture alliance

آستراليا په اپريل مياشت کې اعلان کړی و چې خپل ځواکونه به د متحده آيالاتو له هغې پرېکړې سره سم له افغانستانه وباسي چې غوښتل يې تر سپتمبره پورې خپل پوځي ماموريت پای ته ورسوي. 
د آستراليا د دفاع وزير، پيټر داټن، سکای نيوز ته ويلي دي چې خپل وروستی حمايوي پرسونل يې په وروستيو څو اونيو کې له  افغانستان څخه وتلی دی. د هغه په خبره دا په دې معنی نه ده چې له متحده آيالاتو سره يو ځای به په احتمالي کمپاينونو کې برخه نه اخلي، که هغه د آستراليا يا د نورو متحدينو د ملي منافعو په چوکاټ کې وي. خو په خبره يې بايد اوسنی پوځي کمپاين پای ته ورسيږي.
آستراليا په تېرو شلو کلونو کې د متحده آيالاتو او ناټو په مشرۍ د عملياتو په ترڅ کې ۳۸ زره پوځيان افغاستان ته لېږلي ول څو د طالبانو او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد عمليات وکړي. دغه ماموريت په میليارډونو ډالرو لګښت لرلی دی او ۴۱ آستراليايي سرتېري پکې وژل شوي دي.  
سره له دې چې آستراليا په افغانستان کې يوازې لږ ځواکونه ځای پر ځای کړي ول، ځکه چې په ۲۰۱۳ کال يې لا خپل جنګي ځواکونه ايستلي ول، خو په کور دننه د اوښتو تلفاتو له کبله له دغه ماموريت سره مخالفت موجود وو. 
پخوانو آسترالیايي عسکرو پر حکومت فشار راوستی دی چې د افغانستان د جګړې په پخوانو سرتېرو او نورو قرارداديانو کې د ځان وژنې د ډېرو پېښو له کبله دې يې رسمي څېړنه وشي. همداراز د پوځ او پوليسو په ليکو کې د داسې تورونو له کبله پلټنې جريان لري چې د ځانګړو هوايي ځواکونو له خوا ښايي په افغانستان کې ډېر جنګي جنايتونه تر سره شوي وي.

د آستراليايي ځواکونو په ليکو کې د احتمالي جنګي جنايتونو په هکله پلټنې جريان لريانځور: Paul Miller/dpa/piatcure alliance

  AFP/N.S/K.H

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل