سیدني: د یو روزګاني پر قتل د تورن استرالیايي عسکر محاکمه
۱۴۰۴ مهر ۱۱, جمعه
د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، که څه هم شولڅ د جمعې په ورځ ځان بېګناه وښود، خو یوه څارنوال وویل چې داسې کومه تمه نه کیږي چې د هغه محاکمه دې له ۲۰۲۷ کال مخکې پیل شي.
پر ۴۴ کلن اولیور شولز تور دی چې په ۲۰۱۲م کال کې ېې د افغانستان په روزګان ولایت کې د داد محمد په نوم یو کس د غنمو په یوه کرونده کې درې ځله پر سر په ډزو ويشتلی دی. دغه استرالیايي عسکر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۳مه) د لومړي ځل له پاره د استرالیا د سيدني ښار په نیو ساوت والیس سوپریم کورټ کې راښکاره شو، خو وې ویل چې بېګناه دی او د قتل جنګي جنایت مرتکب شوی نه دی.
د دا ډول کيسونو د محاکمې نېټه معمولا په محکمه کې د تورن تر همدا ډول راڅرګندېودو وروسته پیليږي، خو د ملي امنیت اندېښنو په دلیل د شولز پر ضد د څارنوالانو او مدافع وکیلانو د لازیاتو شواهدو له کتو مخنیوی شوی دی. شولز د استرالیا د هوايي ځانګړو خدماتو د غونډ یو پخوانی نخبه عسکر دی.
څارنوال سین فلد د شولز د محاکمې په هکله قاضي پيتر همیل ته وویل: «داسې هېڅ کومه واقعبينانه تمه نه کيږي چې دغه محکمه دې په ۲۰۲۶م کال کې پيل شي.» د شولز مدافع وکیل، فلیب بولټن، په دې هکله موافقه ښوولې ده.
ورته نور ولولۍ: د یوه افغان په وژنه تورن آسترالیايي سرتیری په ضمانت آزاد شو
بولتن وویل: «زه په یوې عادي قضیه کې د محاکمې د نيټې د ورکړې پر اهمیت پوهېږم.»
شولز به د دسمبر په ۱۲ بیا په محکمه کې حاضر شي. تمه ده چې تر هغه وخت به د استرالیا دفاع وزارت د محاکمې وکيلانو ته ووايي چې کوم معلومات د ملي امنيت په دلایلو پټ ساتل شوي دي.
د استرالیا پوځ په ۲۰۲۰ کال کې یو رپوټ خپور کړ چې پکې ېې ۱۹ پخواني او اوسني عسکر په افغانستان کې د ۳۹ غیرقانوني وژنو په تړاو له جرمي تحقیقاتو سره مخ ښودلي ول. پر شولز باندې دغه تور د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې ولګید.
له دغو استرالیايي عسکرو څخه یو هم بین رابریست-سمیت دی. د استرالیا یوې غیرپوځي محکمې موندلې چې د استرالیا دغه پخواني عسکر د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د استرالیايي ځواکونو تر کنټرول لاندې ۴ ملکي افغانان احتمالا په غیرقانوني توګه وژلي دي.
محکمې د رابېرتس-سمیت هغه ادعاوې رد کړي چې ويلي يې ول خبري رسنیو هغه د جنګي جنایتونو په ترسره کولو بدنامه کړی. خو هغه لا هم داسې یو مجرم نه دی پېژندل شوی چې د اثبات له پاره ېې د عادي پېښو په پرتله لوړو قانوني معیارونو ته اړتیا لري.
یوازینی استرالیايي چې په افغانستان کې د جنګي جنایت د ارتکاب پر تورونو محاکمه شوی، د پوځ پخوانی افشاکونکی یا وکیل ډېوېډ مک برایډ دی. هغه تېرکال په پنځه کاله او اته میاشتې حبس محکوم شو. دی وروسته له هغې چې د لګېدلو تورونو په هکله ېې رسنیو ته اعتراف وکړ، پر دغې جزا محکوم شو.