ښي اړخې استرالیايي سناتوره پارلمان کې چادري کې راڅرګنده شوه
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه
پاولین هانسون وروسته له هغې د استرالیا په پارلمان کې له چادري سره راڅرګنده شوه چې اجازه ورنکړل شوه د برقع او د حجاب نورو اشکالو د ممنوعیت لایحه ېې پارلمان ته معرفي کړي.
هغه له کلونو راهیسې د برقع او هغو حجابونو چې ځینې مسلمانې ښځې ېې اغوندي، د ممنوعیت له پاره مبارزه کوي.
دا دوهم ځل دی چې هانسون په خپلې دغې مبارزه کې له برقع سره په پارلمان کې حضور پیدا کوي.
کله چې هغه له برقع سره مجلس ته داخله شوه، سنا ورته په قهر او غوصې غبرګون وښود او کله چې هانسون د هغې له پورته کولو ډډه وکړه، د سنا غونډه تعلیق شوه.
د نیو ساوت ولز ایالت څخه د زرغون ګوند استازې، مهرین فاروقي، د هانسون د دغه اقدام په غبرګون کې وویل: «دا یوه توکمپاله سناتوره ده، چې په ښکاره توکمپالنه نندارې ته وړاندې کوي.»
نور ولولۍ: استرالیا: يوه ښي اړخې سناتوره په پارلمان کې له چادري سره راڅرګنده شوه
د غربي استرالیا ایالت خپلواکې سناتورې، فاطمه پیمان، د هغې دغه کړنه «شرمونکې» وبلله.
په سنا کې د استرالیا د کارګر حاکم ګوند مشر، پني وونګ او د اپوزیسیون له ائتلاف څخه د سنا مرستیال مشر، آن راستون، دواړو د هانسون دغه اقدام وغانده. وونګ دغه کار د «استرالیا د پارلمان د یو غړي له پاره وړ» ونه باله. کله چې هانسون له پارلمان څخه له وتلو ډډه وکړه، غونډه تعلیق شوې.
هانسون چې د کوئنيزلند سناتوره ده، په لومړي ځل په ۱۹۹۰ لسیزې کې هغه وخت مشهوره شوه، کله چې ېې له مهاجرو او له آسیا څخه مهاجرتونو سره سخت مخالفت کاوه. هغې په پارلمان کې د خپل حضور په جریان کې د اسلامي حجاب پر ضد شدیده مبارزه کړې ده.
دغه استرالیايي سناتوره په ۲۰۱۷ کال کې هم له برقع یا چادري سره پارلمان ته تللې وه. هغه وخت هم هغې په ټوله استرالیا کې د دا ډول حجاب د ممنوعیت غوښتونکې وه.
نور ولولۍ: استرالیا: په سيدني کې د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریون
د هانسون «یو ملت» ګوند په سنا کې څلور څوکۍ لري او د می میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې دوه څوکۍ په لاس راوړې چې دا د مهاجرت ضد ښي اړخي افراطي سیاست څخه د ملاتړ د ډېرېدو ښکارندوي کوي.
هانسون په یوه اعلامیه کې چې وروسته ېې پر فېسبوک خپره کړه، وویل چې دغه اقدام ېې د سنا لخوا د هغې د پېشنهادي لایحې د ردولو په اعتراض کې وو.
هانسون ویلي دي: «که چېرته پارلمان دا [برقع] ممنوع نه کړي، زه به دغه سرکوبه کونکی، رادیکال او غیرمذهبي حجاب چې زموږ ملي امنيت په خطر کې اچوي او ښځو سره د بد چلند خطر له ځانه سره لري، د پارلمان په منځ کې نندارې ته وړاندې کوم، تر څو هر استرالیایي پوه شي چې کوم څه په خطر کې دي.»
هغې زیاته کړې: «که نه غواړۍ چې برقع په سر کړم، هغه ممنوع کړۍ.»