1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسترالیا

«سمارقي قتل»؛ په استرالیا کې یوه ښځه په ابدي بند محکومه شوه

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبه

په استرالیا کې یوه ښځه د سمارق یا مرخیړیو په وسیله د درو کسانو د وژلو په جرم په ابدي بند محکومه شوې او تر هغه د مخه چې د مشروطې آزادۍ حق ولري بايد ۳۳ کاله یې په زندان کې تیر کړي وي.

د دغې ۵۰ کلنې ښځې محاکمه کیدو د ډیرو خلکو پام ځانته را اړولی دی
د دغې ۵۰ کلنې ښځې محاکمه کیدو د ډیرو خلکو پام ځانته را اړولی دیانځور: ABC/AAP/dpa/picture alliance

په استرالیا هیواد کې یوه قاضي د دوشنبې (د اګست میاشتې ۸ نیټه) په ورځ ارین پترسن د درو کسانو د قتل په جرم په ابدي بند محکومه کړې ده.

قاضي هغې ته د زهرجنو مرخیړیو په وسیله د خپل جدا شوي میړه د کورنۍ د څلورو غړو د مسموم کولو په جرم بې د مشروطې آزادۍ له امکان څخه د ۳۳ کاله بند سزا اورولې ده يعني تر هغه د مخه چې د مشروطې آزادۍ حق ولري بايد ۳۳ کاله یې په زندان کې تیر کړي وي. دريو مسمومو شوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پترسن به ۸۳ کلنه وي، کله چې به د لومړي ځل له پاره د مشروطې خوشې کیدنې امکان ترلاسه کوي.

د دې پيښې یوازنې بچ پاتې شوی څه احساس لري؟

له دې پيښې څخه یوازني ژوندي پاتې شوي کس په محکمه کې وویل چې د پترسن اقدام د دې سبب شوی چې هغه ځان «نیمه ژوندی» احساسوي.

له دې مسمومیت څخه ژوندی پاتې شوي ایان ویلکینسن چې د یوې سیمه ایزې کلیسا کشیش دی او څو میاشتې په روغتون کې بستر و، د دوشنبې په ورځ وویل چې په ډیرې سختۍ سره توانیدلی دی چې ژوندی پاتې شي.

پترسن ویلي چې مسمومیتونه قصدي نه وو. خو ویلکینسن له پترسن غوښتي دي چې په خپل جرم اعتراف وکړي. هغه ویلي «زه ارین هڅوم چې زما وړاندیز ومني او ماته یې چې کوم ضرر رسولی پر هغې اعتراف وکړي او په توبې کولو سره دې بخښنه وغواړي.»

ویلکینسون زیاته کړه: «نور زه د ارین پترسن قرباني نه یم. هغه زما د مهربانۍ قرباني شوې ده.»

انګیزه نامعلومه ده

ارین پترسن د ۲۰۲۳م کال په جولای میاشت کې په خپل کور کې د خپل پخواني میړه د مور پلار، ترور او ترور میړه ته د وژونکو خوړو ورکولو په دلیل په درې ګونې قتل محکومه شوې ده. قربانیانو ته په خوړو کې د غوا غوښه او زهري سمارق یا مرخیړي ورکړل شوي و.

د ارین پترسن جدا شوی میړه هم په دغه ورځ د غرمې ډوډۍ ته وربلل شوی و، خو هغه نه و ورغلی. تیره میاشت په محکمه کې داسې شواهد بربنډ شول چې احتمالاً پترسن هڅه کړې وه چې خپل میړه هم د چرګ د قورمې په وسیله مسموم او ووژني.

د استرالیا د ویکتوریا ایالت په مورول ښار کې د دغې ۵۰ کلنې ښځې محاکمه کیدو د ډیرو خلکو پام ځانته را اړولی دی.

ویل کیږي چې د محکمې دغه حکم به د «سمارقي قتلونو» په نوم مشهورې دې دوسیې سره په نړیواله کچه علاقمندي کمه نه کړي، ځکه پتروس پر خپلې بې ګناهۍ ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د دغو قتلونو انګیزه تر اوسه پورې د یوې معما په توګه باقي پاتې ده.

په جرمني کي د يوه مشکوک افغان محاکمه څرنگه وه؟

07:21

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل